رحمت الله حکیمي

د ډېرو نه اورم او کله وارې زه وایم، چې دفلاني خبرې یا لیکنې پرما ډېر تاثیر وکړ غواړم په نوموړي کلمه خپل تاثرات درسره شریک  کړم تاثر نارینه مفرد نوم دی ، چې د اغیز معنا لري د اثر څخه اخیستل شوې کلمه ده چې د نښې مفهوم ارایه کوي په اصطلاح کې هغه ویی دی، چې لیکنه او وینا د جذابیت په لور رهبري کوي ، که دنوموړې کلمې کیفیت په هر څه کې موجود وي د لوستونکي او اوریدونکي توجه د ځان په لور جذبوي ، همدا تاثر دی چې دیو او بل خبرې اورو او منو یې که دا نه وای د ټولنیز ژوند ټغر به نه وو غوړېدلی د حضرت محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وینا ده چې : (( اغیز ناکه ژبه د انسان ښکلا ده ))  داچې دیوې ټولنې فکر، عقیده ، اخلاق ، دود نظر بلې ټولنې ته توپیر لري نو تاثري زړي هم طبقاتي جوړښتونه لري د بېلګې په ډول په اسلامي ټولنه کې په اسلامي ارزښتونو ولاړه لیکنه په خلکو تاثیر کوي که یو نفر هر څومره د خپلې لیکنې الفاظ د هنر په مزي وتړي که د ټولنې له فکر او عقیدوي اړخ سره په ټکر کې وي فکر نه کوم چې هرکلی یې وشي ځکه فکر د لیکنې روح دی ، که دا فکر په داسې فکر شوی وي چې دټولنې له منځ نه راټوکېدلی وي نو ژوندی لیکنه بلل کیږي .

تاثر په لاندې ډول ډلبندي شوی دی :

۱  –   فردي تاثر او ټولنیز تاثر  ۲ – کړنی تاثر او لیکنی تاثر   ۳  – مثبت تاثر او منفي تاثر

۱ – فردي تاثر : څرنګه چې ذوقونه مختلف دي نو تاثري زاويې هم بېلې دي ، یو کس د ګلاب په ځواني اوساختماني جوړښت مین وي ، بل ته یې رنګ خوند ورکوي ځینو ته یې بوی په زړه پورې وي  که فکر وکړو په ادبي بنډارونو کې کره کتونکي هغه اړخ راسپړي چې په نوموړي  تاثیر کوي یو یو څه وایي بل بل څه کله وارې داسې هم کیږي چې دپنځوونکي له نظر سره بیخي په ټکر کې وي دبېلګې په ډول په کیږدۍ دبي بهیر کې دکره کتنې پړاو دځوان شاعرفضل الرحمن دې بیت ته لمن وغزوه :

ستا د ښایست دګلابونو دبقا په خاطر                پروا یې مه کوه جانانه که بایلم زندګي

ځینو ویل واه واه د جانان دپاره په  ډېره  قربانۍ قایل دی هدف یې یا ر اوملګری ؤ خو پنځوونکي په پای کې وویل چې دجانان نه مې موخه وطن دی ، دلته هر کس جانان ته دبېلابیلو تاثري زاویو نه دحقیقي اومجازي مینې څادر وراغوستو .

   ټولنیز تاثر : هغه تاثر دی ، چې دګډو ټولنیزو ارزښتونو نه راټوکېدلی وي په ټولو باندې په یووخت کې ورته تاثیر وشي ، چې ګډ ټولنیز ارښتونه عبارت دي له ( عقېده ، دود ، انساني فطرت ، دخطرناک شي په اړه حساسیت ) که لاندې بیت ته ځیر شو دټولنې په باعلمه قشر دهماغه یوې زاويې نه دتاثر اوبه څښي :

چېرې چې وېشتل په کاڼو واورمه                   سترګو ته مې ویني وي نبي ولاړ

هماغه دطایف دخلکو ناوړه کړنه یادوي چې زموږ خوږ نبي (ص) یې په دې خاطر په کاڼو ويشتلو  چې دوی ته یې رڼه لاره ورښوله .

۲ – لیکنی تاثر :هغه تاثر دی ، چې لیکنه په بل مني ، لیکنه بایددټولنیزو ګډو ارزښتونو په لرلو سربره انشایي او املایي سمونې او هنري تومنه ولري له ډېرو لیکوالو اورم چې دپلاني لیکنې لیکه په لیکه دځان سره یوړم دلته یو کمال داوي ، چې دپنځوونکي سره دلوستونکي فکر ، عقېده ، مزاج او فطري ځانګړتیاوې شریکې وي اوبله داچې ډېر په هنریت سره ددغه ګډو ځانګړنو د ارایې پیل شوي وي ،همدا دپیلو چل دی چې لوستونکی اثرمن کوي دبېلګې په ډول یو کس لیکي (حکومت په زړنو کیږي نه په کورونو ) که همدا جمله داسې ولیکل شي (په کورونو حکومت کول څوک نه مني په زړونو یې مني.) پورتنی دواړه جملې یومفهوم لري مګر په دویمه جمله کې نظر لومړی جملې ته دتاثر مزي شلېدلې ځکله دپنځوونکي نه دارايې چل ورک شوی په لومړی جمله کې یوازې د(نه ) توري د دویمې جملې ( حکومت کول څوک نه مني ) سره په مفهوم کې یو شی دی خو اولې جملې ته راوانوالي ،موزیکالتوب ښکلا ورکړي ځکه دلوستونکي دپاره یې د تاثر ټغر غوړولی .

ګړنی تاثر : داتاثر هغه وینا خپلولی شي چې لفظ په خپل ځای اداشي ، لفظي تعقید ونه لري دالفاظو او جملو ترمنځ تسلسل موجود وي دفصاحت اوبلاغت نه په کې کار اخیستل شوی وي ، دخلکو دمفاهمې نه لوړي خبرې ونه کړي ، ویلو ته نوی رنګ ورکړي ، دجملو اهنګي غوښتنې پر ځای کړي دبېلګې په ډول یوکس وایي 🙁 سره زر له ځان جوړ کړئ ، چې خلک مو همیش وغواړي ) بل کس وایي همدا مفهوم داسې ارایه کړي پوهه حاصله کړئ چې همیش دخلکو په درد وخورئ ) که پورته جملو ته پام وکړو لومړی جمله نظر دویمې ته کشش ، نوښت اوتاثر ډېر لري .

۳ – مثبت تاثر : دلیکنۍ یا کړنۍ وینا نه داسې اثر او نښه په ځان کې پیدا کول ، چې دانساني فطرت او مزاج سره برابره وي ، دپنځوونکي پنځونه ومني دبېلګې په ډول : یو کس دلرګیو په پلورنځي کې کارکوي دغرمې وخت راورسیږي په بل کس غږ وکړي ووایي : ( غرمه خو دلرګیو په خوراک نه تریږي ) دلته لیدل کیږي چې انساني فطرت دامني چې لرګی نه خوړل کیږي مقابل کس په کنایي ډول پوهوي دنوموړي دپاره دخوراک څه برابروي چې دادمقابل شخص دپاره مثبت تاثر دی .

منفي تاثر :هغه تاثر دی ، چې دویونکي یا لیکونکي دانساني فطرت اومزاج نه خلاف خبرې وارله واره اورېدونکي ته مثبت تاثر سترګو ته دروي او دمثبتې خبرې دپاره یې تاثري زړي په زهن کې راپیداکیږي دبېلګې په ډول هماغه دمثبت تاثر خبره ویونکی داسې ووایي ( ټوله غرمه مې دلرګیو په خوراک تېره کړه ) دلتو داوریدونکي دپاره دمنلو څه نشته یوازې حیرانتیا موجوده ده ، ځکه دلرګیو خوراک دانساني مزاج خلاف کړنه ده هماغه دمثبت تاثر جمله یې په ذهن کې راګرځي چې ویل شوې ده ( غرمه خو دلرګیو په خوراک نه تریږي . )او بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *