افغانستان-خوست
ولايت مقام – دعامه اړيکو دفتر
نېټه :٢٦-٧-١٣٩٣
اعلاميه

نن ورځ د ٢بجو په شاوخوا کې د خوست ولايت اړوند سپيرې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان  دوهم څارن شيراحمد   خوست ښار کې سرک ته څيرمه  يو ګلدان کې ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله شهيد او ٣تنه ساتونکي يې زخميان او يو ملکى وګړى چې متعلم وو  زخمي شو.

سرپرست امنيه قوماندان له سپيرې ولسوالۍ څخه درسمي چارو داجراء په خاطر ښار ته راغلى وو چې داسلام ،خاورې ، سولې ،امن اوثبات ددښمانو له خوا د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنې هدف شو.

خوست ولايت مقام  د اسلام ، هېواد ،سولې او ثبات ددښمنانو دغه ناروا عمل په ټينګه او سختو ټکو سره غندي ، شهيد ته دفردوس جنت او کورنيو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.

ولايت مقام  دټولو امنيتي ارګانونو  افسرانو او سربازانو ته لارښوونه کوي چې له مرکز څخه ولسواليو او له ولسواليو څخه مرکز ته د تګ او راتګ پرمهال له بشپړ تکتيکي احتياط څخه کار واخلي ،ددغه پېښې عاملين پيدا او دقانون
منګولو ته يې وسپاري او خلکو  څخه غوښتنه کوي چې دامنيت په تامين کې له امنيتي ارګانونو سره بشپړه همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *