په پرمختللیو هېوادونو کې چې کتاب خرڅېږي، د مخکتنې غونډې تجارتي ارزښت لري خو زموږ په هېواد کې چې ګڼ کتابونه د خرڅلاو په نیت نه چاپېږي، د مخکتنې د غونډې لوی مقصد د کتاب د معرفي له لارې د لیکوال قدرداني ده.

په ډېر ښه اثر کې هم داسې څه شته چې نیمګړتیا یې وګڼو او په ډېر بې اهمیته اثر کې داسې څه موندلای شو چې ویې ستایو. که د کتاب یومخیزه ستاینه کوو، اورېدونکی یې ممکن ونه مني او تبلیغات ورښکاره شي. که یې یومخیزه غندنه کوو، نه یوازې بې عدالتي ښکاري بلکې د مخکتنې د غونډې اصلي غوښتنه پکې تر پښو لاندې کېږي.

ځينو کسانو کتاب په غور لوستی وي او غواړي اوږدې خبرې ورباندې وکړي. د دوی خبرې که ډېرې سمې هم وي خو چې اوږدې وي، دوه ستونزې پیدا کېږي: یو دا چې د خبرو نورو لېوالو ته به د خبرو وخت پاتې نه شي، بله دا چې اوږدې خبرې د اورېدونکو په حافظه کې نه پاتېږي. زما په ګومان کامیاب ویناوال معمولا هغومره څه وایي چې اورېدونکی یې په یو ځل اورېدو سره په ذهن کې ساتلی شي.

یو شمېر نورو کسانو کتاب نه وي لوستی خو خبرې ورباندې کوي. دوی بې انصافه دي. هم ځان ته صدمه رسوي ، هم د مخکتنې غونډې ته. زه که یوه بې خونده مقاله ولیکم او چاپ یې کړم، دومره راته بده نه ده لکه بې خونده لیکنه یا وینا چې واوروم. زما مقاله که چا ته خوند ورنه کړي، وبه یې نه لولي، ولې د مقالې یا وینا اورېدونکی مجبور دی چې خبرې که بې خوندې هم وي، تر پایه واوري. ما ډېر ځله په غونډو کې لیدلي چې ناستو کسانو د بې خونده وینا او لیکنې په اوروونکي پسې په خپلو منځو کې بدرد ویلي دي.

داسې هم کېږي چې د کتاب څښتن یا د غونډې جوړوونکی یو څوک مجبور کړي چې په غونډه کې یو څه ووایي. دا بیا یوه بله بې انصافي ده.

د مخکتنې په ځينو غونډو کې کتاب په هماغه ساعت ووېشل شي. کتاب هیچا نه وي لوستی خو په غونډه کې زړه ور کسان پیدا شي او خبرې ورباندې پیل کړي. دوی شاید ووایي: که څه هم کتاب مې نه دی لوستی اما دا کتاب… دغسې کسان باید له ځانونو وپوښتي چې په هغه څه ولې وغږېږي چې معلومات پکې نه لري؟

موږ د مخکتنې په هره غونډه کې بس یو څو کسان وینو چې خبرې کوي. دوی د غونډو برابروونکو ته ( نه ) نه وايي او څرنګه چې هر چېرته ویناوې اوروي نو په موضوع باندې د غور کولو ډېر وخت ورسره نه وي او دا امکان ډېر دی چې د وخت په تېرېدو سره په تکراري خبرو عادت شي. د دوی تکراري خبرو ته هم د غونډو برابروونکي خوشحاله وي، ځکه یو خو تجربه شوي کسان دي او د داسې غونډو له غوښتنو سره تر نورو زیات بلد وي، بل دا چې د شهرت څښتنان وي او د غونډو برابروونکي ګومان کوي چې مجلس ورسره بااهمیته کېږي. زما په نظر بهتره ده چې په هره غونډه کې تر وسه وسه نویو څېرو ته د خبرو فرصت ورکړو. هغوی چې نن ښې خبرې کوي، پرون یې ښې خبرې زده نه وې. له غونډو باید د نویو ویناوالو د روزلو لپاره استفاده وشي او بله دا چې نوي کسان ممکن تر مشرانو کتاب په دقت ولولي او ډېرې د کار خبرې وکړي. دوی له ماتې وېرېږي او کوښښ کوي خو مشهور شوي کسان کېدای شي د ماتې وېره ونه لري او کوښښ ونه کړي.

غوره دا ده چې د کتاب څښتن پخپله د غونډې په جوړولو پسې ونه ګرځي. د ده کتاب که ډېر ښه وي شاید نور کسان پیدا شي چې د مخکتنې غونډه ورته جوړه کړي او که ښه نه وي د مخکتنې غونډه یې اهمیت نه شي زیاتولای او بلکې برعکس د شکایت او اعتراض چانس ډېرېږي. یو کتاب چې د قدردانۍ وړ نه وي او قدرداني یې ونه شي، څه تاوان پېښ نه شو خو یو کتاب چې د قدردانۍ وړ نه وي او قدرداني یې وشي، ټولنې، ویناوالو، د غونډې برخه والو، ناشر او لیکوال ټولو تاوان وکړ. البته، تر ټولو زیات تاوان لیکوال کوي، ځکه خلک بې عدالتي نه زغمي او د بې ځایه ستاینوبدل اخلي.

البته، اکثره وخت دا لیکوالان نه دي چې د خپلو کتابونو مخکتنې جوړوي بلکې ځینې کلتوري موسسې دي چې د ځان فعال ښودلو لپاره د غونډو بندوبست کوي. موسسې ممکن د کیفیت غم ونه لري او په کمیت پسې وګرځي.

د مخکتنې دود ښه دود دی خو که یې د نیمګړتیاوو چاره ونه کړو، د خلکو زړه به ووهي او له کلتور او ادب سره د مرستې په ځای به د کلتور او ادب یوه ناروغي ورنه جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *