د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ څلورورځنۍ سيالۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.
په دې سياليو کې د مس عينک زون، د بند امير زون، د بست زون، د امو زون او د سپين غر زون لوبـډلې برخه اخلي.
دا څلورورځینۍ لوبې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرکټ بورډ له لوري پر لاره اچول شوې، تردې وړاندې د زونونو ترمنځ درې ورځنۍ لوبې ترسره کېدې .
د افغانستان کرکټ عمومي ریيس ښاغلي شهزاده مسعود ددغو لوبو د پرانستې په مراسمو کې دا يو ښه ابتکار وباله او زياته يې کړه، چې دافغانستان کورنى کرکټ اوس ډېر پرمختګ کړى دى.
هغه ټولو لوبغاړو ته یادونه وکړه چی دوى پايد ددغو لوبو قوانینو ته بشپړ درناوی ولري او ددغو لوبو څخه پوره ګټه پورته کړي، ترڅو په راتلونکې ددې لارې د افغانستان بیلابیلو ملي لوبډلو ته لار پيدا کړئ او هم د هیواد لپاره په نړیوالو لوبو کې ښه وځلیږئ.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریيس ډاکټر نورمحمد مراد د لومړي ځل لپاره د څلور ورځنيو لوبو په لار اچول ستره لاسته راوړنه وبلله او په رسنیو یی غږ وکړ ترڅو هره ورځ ددغه لوبو خپرولو ته په خپلو خبري او نورو خپرونو کې ځای ورکړي.
ډاکټر مراد زیاته کړه چی دا هم د کرکټ په نړۍ کې د پرمختک یوه ښه بلګه ده چی مونږ وکولای شول څلورورځنۍ لوبې په لاره واچوو، نوموړي د کرکټ د يوې نړيوالې وېب پاڼې (کرک انفو) له مسؤلینو څخه هم مننه وکړه چی د افغانستان دغه لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي.
د زونونو ترمنځ دا څلور ورځنۍ لوبې به د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي او د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي او ٤١ ورځې به دوام وکړي.