پر طبعيت مين انځورګر د يوه کليوال بڼ په څنډه کې د غرونو او درو د پسرلنۍ ښکلا په کاږلو بوخت و. د بڼ له شنو څانګو وړاندې يې د درېدلي باران، د اسمان د فيروزه يي رنګ او زرغونو لمنو ننداره په اسانۍ سره کوله، خو لا هم نه پوهېده چې له مودو راهيسې د رنګونو په نړۍ کې ورک دى او د يوه نامريي ژوند انځور يې نه دى بشپړ کړى.
هلته پرې ډېرې رنګينې شپې تېرې شوې، ډېر سهارونه په غرمو او ډېر ماښامونه د نيمې شپې د سپوږمۍ په نندارو پاى ته ورسېدل، خو انځورګر لا ناست و، هو تر هغه ناست و چې يو سهار يې ګوتې سړې شوې او په انځور يې له څانګو د مني ژېړې پاڼې راپرېوتې، د خپل انځور په پاڼه يې د ژوند د مړاوو شونډو ترخه موسکا حس کړه او خپل انځور ته يې وخندل.
٢٠١٤ د اکتوبر ٢٦مه