۱۳۹۳/میزان/۲۷
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، په سیمه ییزه کچه د حکومتي پیغام د همغږۍ او د پیغام رسونې چارې د موثره کیدو په موخه، د ۱۳۹۳ کال د میزان میاشتې پر اووه ویشتمه نېټه په پلازمېنه کابل کې، د(همغږۍ، کیفیت او سرعت) تر سرلیک لاندې، د ولایتي ویاندانو څلور ورځنۍ کنفرانس راغوښتی دی. په دې کنفرانس کې د څلور دېرشو ولایتونو ویاندانو ګډون کړی دی. د کنفرانس هدف دادی، چې ولایتي ویاندان د هماهنګ پیغام او له رسنیو سره د دوامدار او اغېزناک ارتباط له لارې، د حکومتي پالیسیو، پروګرامونو او برنامو لپاره عامه ملاتړ را خپل او دخدماتو د عرضې په بهیر کې د خلکو ګډون ته لاره هواره کړي.
د دې څلور ورځني کنفرانس په ترڅ کې، په ولایتي کچه د پیغام رسونې پر اوسني وضعیت، د پیغام رسونې په مخکې پر پرتو ستونزو او د هواري پر لارو چارو خبرې کېږي. د دې ترڅنګ ولایتي ویاندانو ته له ارتباطاتو او ژورنالېزم سره یو شمېر تړلي تخصصي مسایل هم تشریح کېږي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، په سیمه ییزه کچه د افغانستان د حکومت د عامه ارتباطاتو او پیغام رسونې د مدیریت او تنظیم د ستر مسوولیت په لرلو سره تلاش کوي، چې په سیمه ییزه کچه د پیغام رسونې ژبه واحده او د ارتباطاتو کرښې مشخصې شي. د همدې هدف لپاره د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ویاندانو لپاره د اړیکو لارښود جوړ کړی او ولایتي ویاندان له رسنیو سره د اړیکو او پیغام رسونې لپاره د پالیسۍ واضح خطوط لري. په دې کنفرانس کې د یاد لارښود د پلي کیدو څخه هم ډاډ ترلاسه کېږي.
د ظرفیتونو ټیټوالی، د منابعو او وسایلو کمبود او د کافي تشکیل نشتوالی، د موثره عامه ارتباطاتو د ټینګښت پر وړاندې د ولایتي ویاندانو مهمې ستونزې بلل کېږي. د سیمه ییزو اورګانونو اداره هڅه کوي، چې ولاتیي ویاندانو ته د اغېزناکو عامه اړیکو د تامین لپاره ټول لازم امکانات برابر کړي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې پخوا هم د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، د حکومت د رسنیو له مرکز سره یو ځای، د ولایتي ویاندانو لپاره د همغږۍ او ظرفیتونو د لوړولو ورته برنامې تنظیم کړې وې.