د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحادیې په نوښت نوو بریالې شویو محصلینو ته د ښه راغلاست رحله ترسره کړه.
په یاده رحله کښې د زړو محصلینو په شمول ۸۰ محصلینو برخه اخیستې وه چې د د اتحادیې مسؤلینو د ښه راغلاست تر څنګ په نویو بریالیو محصلینو زرینې ویناوې ولورولې.
د اسلام آباد د شاهدرې په شنه سمسورې لمن کښې ډله افغان محصلین د خپلې اتحادیې رییس ښاغلې محب الرحمن کاموې وینا د پروګرام په لومړیو کښې واوریدله، ښاغلې کاموي د ښه راغلاست تر څنګ نویو محصلینو ته وویل چې تاسې په پوهنتون کښې د خپل هیواد نمیانیده ګې کوئ، کوشش وکړی چې داسې کوم عمل درڅخه څرګند نشې چې د هیواد غلطه ترجمانې مو کړي وي،
ښاغلې کاموي نویو محصلینو ته په پوهنتون کښې د اوسیدو اصول په ګوته کړل، د اتحادیې له وس پوره خدمتونو یې یادونه وکړه او د اتحادیې دروازه یې هر وخت د محصلینو په مخ پرانستې وبلله.
د اتحادیې د رییس محب الرحمن کاموي له ویناوو وروسته محصلینو څو تفریحې لوبې ترسره کړي چې بریالیو ته یې تحفې او جوایز ورکړل شو.
د محصلینو د تعارف له لړۍ وروسته ځینو د نویو محصلینو په نماینده ګۍ له اتحادیې د یاد پروګرام له جوړولو مننه وکړه او خپله همکاري یې له اتحادیه اعلان کړه.
هیره دې نه وې چې هر کال په یاد پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیه نوي بریالې شویو محصلینو ته ورته غونډي ترسره کوي.
راپور: اسدالله مبارز
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد