کابل ادبي بنډار

راپور: فضل الربي امیري

کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۸ مه نېټه قرغې ته څېرمه د غازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې خپله ۳۷ مه غونډه چې اختريزې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه وکړه.

غونډه د مجیب الرحمن محمودي له خوا د سپېڅلي قرآن عظيم الشان په آیتونو سره پيل شوه.
د دې غونډې مشري عبدالوکیل ظفرمل کوله او مېلمانه يې ښاغلي عادل عزیزي او شهاب اشرف وو.

د غونډې په لومړي سر کې د فضل الربي اميري له خوا د تېرې غونډې راپور وړاندې شو. راپور د غونډې د ګډونوالو له خوا وستايل شو. حبيب وقار وويل سره له دې چې اميري نوې راپور ليکنه پيل کړې خو بيا يې هم ښکلی راپور ليکلی هم روانې جملې او هم يې ټول مطالب په ښه توګه په کې ځای په ځای کړي دي.

د غونډې بل ګډونوال عادل عزيزی وويل چې خبري او ادبي راپورونه توپير سره لري که دې برخې ته يې پام وکړي، د اميري راپورونه به نور هم ښکلي شي.

په راپور تر کره کتنې وروسته مشاعره پيل شوه. د وړو او نازولو ماشومانو شعرونو د غونډې فضا لا ښکلې کړه. ګډونوالو ښکلي او په زړه پورې شعرونه وړاندې کړل.

اکل شوې وه چې په دې اختریزه مشاعره کې چې کره کتنه يې نه لرله د کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳ ل کال دوو غوره ليکوالو (ګل آغا احمدي او حبيب وقار) ته د ښاغلي شهاب اشرف له خوا اېوارډونه ورکړل شي خو دا چې ګل آغا احمدي په دې ورځو کې د بيت الله شريف په زيارت بوخت و، نو په دې غونډه کې يوازې حبیب وقار د کال د غوره ليکوال په توګه په يوه اېوارډ سره وستايل شو چې د بنډار په راتلونکې غونډه کې به احمدي ته هم د کال د غوره ليکوال اېوارډ ورکړل شي.

د اېوارډ له اخيستو وروسته، حبيب وقار دريځ ته راوغوښتل شو. نوموړي د کابل ادبي بڼدار له ټولو ګډونوالو په ځانګړې توګه له شهاب اشرف څخه مننه وکړه. نوموړي د خپل ژوند او ليکوالۍ په اړه خبرې وکړې. ويې ويل چې شپاړس کاله مخکې هغه وخت چې د ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی و، د معيوبينو په يوه مجله کې يې يوه لنډه ليکنه خپره شوه او دی يې هماغه وخت ليکوالۍ ته وهڅاوه.
زياته يې کړه چې تر اوسه يې درې ژباړل شوي کتابونه (بلوغ او د هویت ستونزه، وروستۍ پاڼه او په وينو ککړ الماس) خپاره شوي. زه ملاله يم، کتاب يې هم ژباړلی چې اوس تر چاپ لاندې دی. د ټولنيزو رسنيو په اړه يې يو ژباړل شوی کتاب چاپ ته تيار دی او د (څه ډول ژباړه وکړو او خپلې کيسې او خاطرې) ليکنو باندې کار کوي.

وموړي د ښې ليکنې په اړه وويل چې بايد ښه موضوع ورته وټاکو، جملې يې لنډې او ښايسته جوړې کړويعنې ښکلې، لنډې او عام فهمه جملې ورکړو، په ليکنه کې پيل او پای ډېر مهم دی، موضوع ته ژر ننوتل ليکنې ته جذابيت ورکوي، که داستاني نثر ليکو نو تلوسه، ښکلی ډيالوګ، ښه کرکټرونه، انځور، پيغام او ښې کلمې کارول ډېر ارزښت لري.

وقار دا ورځ د خپل ژوند له ښو خاطرو ياده کړه او دا ډالۍ يې د ليکوالۍ لومړۍ او ډېره ارزښت لرونکې وبلله.

د غونډې په پای کې د دې غونډې مشر ښاغلي عبدالوکیل ظفرمل غونډه و ارزوله. له شهاب اشرف يې ډېره مننه وکړه چې ځوانان ستايي او حبیب وقار يې د دې ډالۍ مستحق وباله. زياته يې کړه چې له ډېر وخت راهيسې د وقار له ليکنو سره بلد دی او هر وخت يې لولي او د لابرياوو هيله يې ورته وکړه.

غونډه د لنډې دعايې په ويلو سره پای ته ورسېده. راتلونکې غونډه چې پنځه لس ورځې وروسته به په همدې ځای کې جوړېږي ښاغلی انجنير خورشيد احمد فطرت به د اړيکو په اړه يو معلوماتي پرېزېنتېشن وړاندې کړي او همداراز به په راتلونکې غونډه کې د کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳ ل کال بل غوره ليکوال ګل آغا احمدي ته هم د غوره ليکوال اېوارډ ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *