د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنه لوبډله د شپاړلس کلنو په آسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړه. ملي شپاړلس کلنه لوبډله چې د دغو سیالیو اتلولي له خپل ځانه سره لري، د دغو سیالیو په لړ کې به د قطر، کویټ، ایران او هانګ کانګ ملي شپاړلس کلنو لوبډلو پر وړاندې خپلې سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ملي شپاړلس کلنو لوبغاړو ته د تګ پر مهال داسې ووییل، تاسې د افغانستان راتلونکي یاست. ستاسې نن ستاسې د سبا برخلیک ټاکونکی دی او که چیرې تاسې خپل نن له بریاو سره پیل کړئ،  راتلونکې به مو له بریالیتوبونو څخه ډکه وي. موږ د شپاړلس کلنو آسیایي سیالیو اتلولي له ځانه سره لرو او تاسې باید له دغې اتلولۍ څخه په پوره زمه دارۍ دفاع وکړئ.

ملي شپاړلس کلنه لوبډله به د روان زیږدیز کال په ۲۳ نیټه خپله لومړۍ سیالي د ایران ملي شپاړلس کلنو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

`1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *