ډاکټر صاحب اشرف  غني د نړۍ له  مفکرینو ځینې دی او رښتیا چې د ښوونې او روزنې په برخه کې غني بابا (غني) دی.

ډاکټر صاحب!  تاته د ولس ډېره برخه رایه درکړه او ټولو ستا پوهې او علم ته ارزښت ورکړ.

د ولس ډېرو بې سوادو وګړو ښه انتخاب درلوداو د کار سړی یې د کار لپاره وټاکه.

ته یوه قیمتي مرغلره وې او د الله تعالی په فضل خلکو پیدا او په ارزښت دې پوه شول.

ته د افغانستان له تاریخه خبر یې او د کرزي دغه دیارلس کلنه دوره دې ولیده. په دغه تورې دورې کې عدالت، مساوات، همدردي، انسان دوستي، وطن دوستي، وطن ته خدمت، حق حقدار ته ورکول او داسې نورو ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې.

ډېر وزیران، معینان، ریسان او لوړ پوړي چارواکي په واسطو، پیسو او داسې نورو لاملونو باندې مقرر شوي وو.

قسم په الله تعالی چې ډېرو له دوی د وطن سره مینه او محبت نه درلود او هېڅ ډول خدمت یې وطن ته کړی نه دی.

رښتیا چې د زرو قدر د  زرګر سره وي نه د اهنګرسره.تا په خپلولومړنیومقرري ګانو کې له ښه  انتخابه کار واخیست.

ولس حقدار ته رایه ورکړه او ته یې  هم د حق ادا کولو تصمیم لرې. زما د یوې مقالې عنوان و( حقدار ته رایه ورکړئ)، ما ویلي و، حقدار ته رایه ورکړۍ، چې حق مو ثابت او ستاسو په حقدارئ پوه شي.

ډاکټر صاحب!  په افغانستان کې ډېر پوه خلک پیدا کېږي او له ستا مې

هیله ده، چې هېڅ ډول بل معیار په نظر کې مه نیسه  او یوازې پوهې او علم ته ارزښت ورکړه او د پوهې او تحصیل په معیار پالنې لوړ مقامونه مستحقو کسانو ته ورکړه.

تا دنیا لیدلې او د نړۍ تجربه درسره ده، د نړۍ د تجربې په استفاده حکومت داري جوړه کړه.

زموږ په ملک کې یو ډول د عمر په لحاظ مشران دی او بل د علم په لحاظ مشران دي، چې د علم مشرتوب څو مرتبې د عمر له مشرتوبه یهتره دی.

نن ډېر کم عمره ځوانان مو له ډېرو مشرانو نه د ښې پوهې، عاطفې، جذباتو او وطن ته د خدمت کولو ارزو لري.

ولس ستا په انتخاب کې له یو ښه معیاره کار واخیست او ته هم باید د کار مرغلرې په ولس کې ولټوې.

په افغانستان کې ډېر د کار خلک شته او په دې ارمان دي، چې خپل ملک ته خدمت وکړي، داسې د کار ځوانان شته، چې یو پخوانی وزیر ورته نشي رسېدلای.

په نورې نړۍ کې خلک د با استعداده او ذکي خلکو پسې ګرځي او د دوی له  استعداده او پوهې استفاده کوي، خو دلته د کرزي صاحب په حکومت کې پوهې،علم او تحصیل هېڅ ارزښت نه درلود او ټولو ته وظایف د روابطو پر اساس ورکول کیده، نه د پوهې، علم  او دیانت داري  پر اساس.

ډاکټر صاحب! د دغو استعدادونو نه استفاده وکړه او دغه ذکاوتونه پیدا کړه.

رښتیا چې د مرغلرو پیدا کول اسان کار نه دی، په غرونو کې د قیمتي کاڼو لاس ته راوړل هم سخت کار دی، خو چې کله مرغلرې او قیمتي کاڼې لاس ته راوړل شي، نو بیا ډېر ارزښت لري.

ډاکټر صاحب! په افغانستان کې ډېر د کار ځوانان شته، چې له دې مرغلرو کم نه دي او د دوی پیدا کول اسان کار دی. د داسې مرغلرو نه کار واخله.

ستا لومړني ښه انتخابونه د یادولو وړ دي، چې د نمونې په ډول د فرهنګي او علمي چارو سلاکار وزیر اسدالله غضنفر یې د بېلګې په ډول  یادولای شو.ستا د کامیابیو په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *