څنګه کولای شو چې معلومه کړو مقابل لوری مو دروغ وايي څنګه کولای شو چې معلومه کړو مقابل لوری مو دروغ وايي.

دروغ ویل یوه داسې کړنه ده چې یوازې یوتن يې نه وايې نه يې غریب او عام خلک وايي بلکي غټ ، مالداره او مهم خلک هم د خپلو ورځينو چارو د پرمخ بېولو په خاطردروغ وايي

یوازې توپیر دومره دی چې د غټو خلکو دورغ د هغوی د خبرونه معلومیږي خوڅوک څه نه شي ویلي او د عامو خلکو دروغو ویلو ته بیا څوک دومره پاملرنه نه کوي .

خلیل جبران په خپله یوه افسانه کې ویلي دي چې ده کله هم دروغ نه دي ویلي پرته له یو دروغو نه چې دی دروغ نه وایي.

وايي لومړني دروغ ویل ډېر مشکل وي او په دويم ځل دروغو کې سړی اوترېږي او خوله ترې يو خوا بل خوا ځي خو په درېيم ځل درغو ويلو بيا څوک د پېښمانۍ احساس هم نه کوي خو ارواح پوهان وايي لکه څنګه چې يو لوی مجرم په ځان پسې داسې نښې پرېږدي چې جرم ته د رسيدګۍ په برخه کې مرسته کوي داسې دروغ جن د دروغو ويلو پرمهال داسې حرکتونه کوي چې خلکو ته د شک دروازې پرانيستې پرېږدي.

کېدای شي تاسو کله هم دروغ نه وي ویلي، خو له داسې ډېرو کسانو سره به مو اړیکه وي چې د هغوی د دروغو ویلو له امله تاسو ته ستونزې پيدا شوې وي او يا هم ستاسو باور مات شوی وي . مګر تاسو اوس کولی شئ چې په راتلونکې کې له دغه ډول ستونزو څخه ځان وژغورئ ځکه چې د ارواح پوهانو وروسته له اوږدو څېړنو د دروغو د معلومولو لپاره داسې لارې چارې پیدا کړي ، چې پرته له کومې اوږدې پروسې او څېړنو دروغ معلوم کړئ.

د ارواح پوهانو په وينا د یوتن له حرکاتو ( Body languge ) په ډېرې اسانې سره د هغه د خبرو اندازه لګیږي چې دروغ وايي که رښتیا .

دغه راون پوهان عقیده لري چې د خبرو پر وخت د لاسونو او څېرې حرکات د رښتیا او دروغو ټوپیر په ډېرې اسانۍ سره څرګندوي ځکه چې د دروغجن انسان په څېره باندې يو ډول ترينګلتيا موجوده وي او د لاسونو او او نور بدن حرکات يې له وينا سره اړخ نه لګوي .

دروغجن انسان سترګې په سترګې خبرې نه شي کولای او له دې وېره لري.

دروغجن په غیرېارادي ډول د خپل بدن په ځينو غړو لکه غاړه ، خوله او مخ لاسونه وهي او د خپلې پوزې او غوږونو په اړه ورته شک کوي چې ګواکې ګاږه دي.

د کانډا د برتیش کولمبیاپوهنتون د ارواحپوهانو په وینا د څېرې حالات دا ښودلی شي چې انسان دروغ واي او که رښتیا .

د ډاکټر(برنکي) په خبره تاسو د یوچا د مسکيتوب نه هم دا اندازه لګولی شې چې دا تن دروغ وايي او که رښتیاو پټوي، دې په دې باور دی چې انساني جزبات هېڅکله د دروغو ملګرتیا نه کوي ، که یو څوک په خپلو خبرو کې مسکي ښکاري او یا یو چا ته د مینې اظهار کوي که په خپلو خبرو کې ريښتونی نه وي په څېره کې به يې (تاثرات) په ځنډ راپیدا کیږي اوپه چټکۍ به ورکېږي، حال داچې رښتونې جذبات د انسان په څېره کې اول پیدا کیږي او تر ډېره پورې دوام کوي .

زيات دروغجن د خپلو خبرو د يقني او ځان عادي ښودلو لپاره ځان مسکی ښيي، خو ډاکتر برنکي وايي د رښتيني مسکیتوب یا خندا پر مهال د څېرې ټول اعصاب فعالېږی او لېدونکی د ويوونکي څهره پاکه او خوشاله ويني، دی وايي رښتینی مسکيتوب او خندا تر ډېره پورې د انسان په څهره کې ښکاري خو د زور خندا او مسکيتوب يوازې تر شونډو او نږدې اعصابو پورې محدود وي، په دروغجنه مسکا کې دانسان غومبوري او سترګې په عادي حالت کې وي او هېڅ د خندا او مسکا نښې په کې نه ښکاري.

د ډاکټر برنکي ډلې پخپله څېړنه کې د ۵۲ کسانو په مخونو یا څېرو د اغېزو څېړنه ترسره کړي ده او د هغوی له مخونو يې د ۳۰۰۰زرو ډېرې وډيګاني اخیستي دي، د څېرې د تاثراتو له معاینې ورسته د ۲۶ کسانوپه څېرو د دروغو څرګندونه کړې وه نو ارواپوهانو له دې دا پايله واخيسته چې دا د دوی د دروغو تصديق کوي.

ارواپوهانو په وينا دروغجن د خبرو په وخت کې دفاغي انداز خپلوي خو رښتينې رويه هر وخت حمله کوونکې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *