کبرا مظهري

مېرمن کبرا مظهري د ۴۰ لمریزې لسیزې مخکښه شاعره او لیکواله ده، چې ډيرو ادبي خدمتنو تر څنګ په ډېرو دفاترو کې په بيلا بيلو څانګو کې ډيرې رسمي دندې هم پر مخ بيولې دي. مېرمن کبرا مظهري د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکې ده. کبرا مظهري د علومو اکادمۍ غړې او دعرفان مجلې د مدیرې په توګه رسمي دندې سر ته رسولي دي. د کیسه لیکنو او شاعري تر څنګ یې په دري او پښتو کې ګڼ شېمر څېړنیز اثار او مقالې هم خپرې شوې دي. نوموړې په افغانستان کې د عالي دارالمعلمين کورسونه په برياليتوب سره پای ته رسولي او بيا د لوړو زده کړو لپاره هند ته تللې. هلته په ډېلي کې د جامعيه مليه اسلاميه پوهنتون د ماسټرۍ (MA) زده کړو د پروګرام لپاره يې د بورډ يا د کانکور آزموينې وروسته همدې پوهنتون ته منل شوې او بيا په ۸ د مۍ، ۱۹۹۱ ز. کال کې يې له نوموړي پوهنتون نه د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی. تر دې وروسته يې د مافوق ماسټرۍ (M.phil) زده کړې د جواهر لال نهرو پوهنتون کې بشپړې کړي او په ۱۹۹۲ ز. کال کې يې بريليک خپل بريليک اخيستی. د مافوق ماسټرۍ د ديپلوم د ترلاسه کولو وروسته يې د دوکتورا (ph.D) تکل وکړ او په ۱۹۹۷ ز. کال کې له همدې وروستي نومېدلي پوهنتون، د ادبياتو د پوهنځي، نه د ادبي کره کتنې په برخه کې خپله دوکتورا لاس ته راوړې.

مېرمن کبرا مظهري په افغانستان کې د لومړنۍ ښځینه کیسه لیکونکو لیکوالو ده او لومړنۍ ښځینه لیکواله ده چې په پښتو کې یې د( سپوږمۍ) په نوم ناول لیکلي او د ناول تر څنګ یې څلور د لنډو کیسو ټولګې برښنا، ډولۍ، نتکۍ او کېږدۍ هم خپرې شوي دي. په نثر لیکنه او په ځانګړي ډول کیسه لیکنه کې  چې کوم نوم مخکې راځي هغه  مېرمن کبرا مظهري ده.

د مېرمن کبرا د برښنا ټولګه

د مېرمن کبرا مظهري له څلورو لنډو کیسو ټولګه څخه مې یوازې د برښنا ټولګه  لوستې ده، په دغه ټولګه   ۱۳۵۲ کال  کې چاپ شوې چې، د برښنا ،عبدل ماما او پرهیز په نومونو درې کیسې په کې دي،   دا کیسې د محتوا له مخې د کبرا د انقلابي فکر زېږنده دي او د ثور انقلاب او جمهوري نظام د مخه حالات یې په کې انځور کړي دي. په دغو کیسو کې  خان او د خانۍ نظام غندل شوې دی. دغه کیسې د شکل له پلوه ډېرې اوږدې دي او د تخنیکي  جوړښت له مخې هم په تول برابرې نه دي. خو موضوع له لحاظه دغه کیسې په ښو موضوعاتو لیکل شوي.

د برښنا کیسه

د برښنا د ټولګې کې د برښنا کیسه د موضوع له پلوه ډېره په زړه پورې ده او د پښتنې ټولنې د یوه بد رواج ولور اخیستنې ته ځانګړې شوې ده. همدارنګه په دغه کیسه کې هم د کلي په غریبو خلکو د خانانو برلاسۍ او د هغو له مجبوریتونو څخه د خانانو د ناوړې ګټې اخیستنې حال ښودل شوی دی. د دغې کیسې مرکزي کرکټرونه تور او برښنا دي. برښنا د کلي یوه غریب مومن لالا لور وي او د کلي د یوه  بل غریب ځوان تور کوژدنه وي. تور چې برښنا ډېره پرې ګرانه وي په هر حال کې غواړي چې برښنا ځانته واده کړي. خو د برښنا پلار له تور څخه د برښنا په سر لوړ ولور غواړي، تور دغه ولور نه شي پرې کولای. تور چې هر څومره مومن لالا ته عذر او زارۍ کوي چې ولور کم واخلي خو مومن لالا د تور دغه غوښتنه نه مني تور د کلی ملک ته شکایت کوي چې د برښنا پلار له ده څخه ډېرې پیسې د ولور په نوم غواړي. ملک تور ته وایي که دی زر افغانۍ ما ته راکړه او زه به برښنا په خپل زور د تا ته راوده کړم. تورد  یوه بل کلی مکل نه پور وغواړي او دوه زره افغانۍ ورته پور ورکړي  چې واده پرې وکړي، تور یو څه پیسې د خپل کلي ملک ته په رشوت کې ورکوي او د کلي ملک د تور له خسر څخه لور په زور تور ته راوده کړي . د کلي ملک تور او برښنا ته یوه د استوګنې کوټه ورکوي او تور د کلي د ملک مزدور کېږي. کله چې د بل کلي پور ورکونکي ملک خبر شي چې تور د کلی د ملک مزدور دی نو احوال ورلېږي چې پیسې ما درکړې او مزدوري د بل چا کوې. تور د خبر په اورېدو ملک ته راځي او ورته وایي که دی یوه کوټه ورته ورکړي نو دی او ښځه به یې د ده خدمتګاران شي. ملک دا له تور سره ومني او تور او برښنا ته په خپل انګړ کې کوټه ورکړي. خو کلي د ملک اصلي هدف بل څه وي. کله چې تور په مزدورۍ پسې ځي، ملک هره ورځ برښنا ځوروي او د هغې عزت ته په سپکه سترګه ګوري. یوه ورځ برښنا دا خبره تور ته کوي او ورته وایي چې بل ځای کوټه پیدا کړي.کله چې تور د کوټې په پیدا کیدو پسې وځي، ملک غواړي چې په برښنا تیری وکړي خو برښنا خپل عزت ژوغوري او ځان وژنه کوي. کله چې تور برښنا په دغه حالت ویني لیونی شي او کلی په کلي ګرځي او برښنا یادوي.

د مېرمن کبرا مظهري د برښنا کیسه د موضوع له اړخه ډېره درنه ده خو د تخنیکي جوړښت له پلوه ډېره کمزوري ده . لیکوالې کیسه په اضافي خبرو اوږده کړې، کیسه ښه پیل شوې تلوسه لري.

(( ما چې نن تور ولیدو ډېر خوشحاله ښکارېدو، په سپېره رنګ کې یې لږ څه سرخي پیدا شوې وه او خوله یې د خندا څخه نه ټولېده، ما ویل چې دا د کومې خوا د خوشحالۍ باران د تور د وچې او غمځيلې ځوانۍ په بڼ کې راورېدلی چې داسې یې د تور د ژوند  مړاوې ګلونه غوړولي دي. ځکه چې تور به تل ستړی ستومانه او غمجن ښکارېده او تل به په سپېره بڼه یوه خوا بله خو لا لهانده  او سرګردانه ګرځېدو. نو همدا  وه  چې د خپل سودا لرې کولو د پاره مې له تور څخه  پوښتنه وکړه چې تور ګله ! خېرت خو  به وي څنګه داسې خوشحاله یې څه چل شوی حال وایه ؟ تور په خپل ګریوان کې لاسونه واچول د خدای ج شکر یې په ځای کړ، اه وداه ربه! شکر تا مهربان بنده  کړل اویوځل یې په بره وکتل

ــ شکر زما برښنا ګله … ربه ته لوی ذات یې څنګه دې زموږ ارمان تر سره  کړ))

په کیسه کې  پښه په ښه توګه راخیستې شوې ده خو د پېښو تر منځ تسلسل د لیکوالې په اضافي خبرو ماتېږي ، د کیسې د موضوع او پېښو په هکله د لیکوالې قضاوت کیسه اوږده کړې او د پېښو تر منځ  یې تسلسل مات کړی. لکه د کیسې دا برخه (( کله چې زه یوازې شوم نو د خیالاتو په سمندر کې لاهو شوم ، ما ته د خوارانو او بډایانو د ژوند صحنې لکه د سینما پردې مخې نه کېدې او  په دې پردو کې داسې صحنې  زما تر سترګو تېرې شوې او داسې څه مې ولیدل چې په لیکلو یې راته شرم راځې او زما قلم یې له لیکلو څخه کرکه کوي.

زه په هغه ورځ د خیالاتو او رنګا رنګ تصوراتو څپو د ژوند د لوی ساحل دیوې غاړې نه بلې غاړې ته اړتاو کولم ، ترڅو چې د ډېرې لرې ځای څخه د ازان غږ د ماښام تورتم ته متوجې کړم او د خپل کور په خوار روانه شوم . کله چې د ماخوستن لمونځونه وشوه او د شپې ډوډۍ وخوړل شوه اوزموږ د کور خلک د ټولو کورونو د خلکو په څېر په خواږه خوب ویده شول،زه هم لاړ په خپل ځای کې پرېوتم خو خوب راڅخه تښتېدلی و، د خیال په وزرو سپره او د تصوراتو  په دنیا کې مې د عالم ننداره کوله او لیدل مې چې څرنګه څو تنه د ناروا خاوندان او څو تنه د ظالم او خونخواره شرمښان د خپلې خوښۍ لپاره  بې وزلو  او خوارانود ظلم او ستم منحوس جال غوړوي او د خپل سعادت په لیار کې معصوم اوبې ګناه انسانان  د تورو خاورو سره برابر وي. هر ډول فجایع  او ناروا کارونه د خپل د مټ په زور او د خپل شخصیت د لوړ والي دلیل ګڼي…. څرنګه څو تنه خود خوا سرمایه دارن د بیچاراګانو د زړه کترې او د هغوی د هیلو تنکي ګلان د خپلو ساعترۍ او خوشحالۍ په لیار کې تباه کوي او د  نابودۍ د تور دیو په لاس یي سپاري او د چا پاکې ارزو ګانې  او سپېڅلې هیلې ورته د خسې قدر اهمیت نه لري….))

 د کیسو ژبه کیسه ییزه او ساده ده چې د کرکټرونو له شخصیت  سره یې سمه کارولې ده خو اضافي کلمې په کې ډېرې دي. د کیسو کرکټرونه یې مظلوم او بیچاره خلک دي چې د وخت د اسبتدادي نظامونو د ملکانو له خوا ځورول کېږي. د برښنا کیسه په پیل کې کیسه ده خو منځ کې د یوې مقالې غوندې شي. لکه دا برخه یې بیخي کیسه نه ښکاري.

(( هو، ما په خیال کې د چا جناب زوی په دولس ګزې موټر کې سپور لیده چې په ډېرې بې پروايي یې سترګې یوې خوا بلې خوا اوړي او په ډېرې بې پروایي څخه د خوارو مظلمو په سترګو کې د لیارې ګردونه شندي او یا خو د خپلې بې پروایي او عیاشۍ ځای ته درسیدلو لپاره  د چا بې وسه او غریب  د زړه کترې په ډېرې بې رحمۍ سره د خپل موټر پښو ته قرباني وي، لیدل مې چې څنګه یوه ډله مغرور او ظالم خلک د یوه زیات تعدا خلکو ژوند د خپلو شخصي غرضونو په لیاره کې د تورو خاورو سره برابر وي او د دولت خاوندان بې وزله خواران او بې وسه مظلومان د خپل اسبداد او تعداد په تېره توره حلالوي او د هغوی د شټیدلو څخه خوند اخلي.

هو، ما د خیال او تصوراتو په ساحه کې  ټول هغه واقع تصویرونه او جنایات د شلم قرن بچیان په هغه کې بوخت لیدلي اوپه ډېر تاسف سره مې د ځان سره وې، ربه ! دغه بې شمېره ډله غریبان او بیچاران ګان هم ستا مخلوق دي…. اخر دوی هم د ژوند کولو حق لري… دوی هم لکه نازولي بندګان زړه لري او په زړه کې سل رنګه هیلي او ارزوګانې لري ….. دوی هم احساس لري….. تر څو پورې به د دغو مظلمومانو له بې وینې  ډنګر بدن له پوستکي څخه د چا صاحب د خوشحالۍ لپاره دستاراو رباب تارونه جوړېږي…. تر څو به د بې وزلې یتم له تړمو اوښکو څخه او ژوبل زړه له غوښو چا بادار ته کباب او شراب جوړېږي. تر څو به د چا وینځې له پاکو وینو څخه د چا صاحب د ناز مېرمنې ته یاقوتي لاکتونه او د چا یتم له رګونو څخه د چا جناب د خوشحالۍ د پاره د ساز او سرود سامان…)) د کیسې پای په همدې ډول خبرو پای ته رسېدلی دی.

(( که څه هم تیاره ډېره وه ، د اسمان په مخ  د وریځو تور جال غوړېدلی او اسمان د چا په حال ژړېدو  او کله  کله به یې د ډېره درد څخه  غرځېدا شروع کړه. تور په لیاره چالاک چلاک روان و او د ځان سره یې ویل ، څومره سخته تالنده  او برېښنا ده  ته به وایي چې اسمان چوي . تور لیا خپله خبره نه وه خلاصه کړې چې یو زورور شرق شو او ورسره سم یو ګړز او تو د خولې څخه ووتل چې،

د سپینو غاښو دې برښنا شوه

چا وې ګلۍ شوه چا وې تندرولوېدنه

تر د دې لنډۍ ویلو سره نوره د برښنا د لیدنې تلوسه ډېره شوه او په ډېرې چټکۍ سره یې ګامونه پورته کول او په دېرې چلاکۍ سره یې ځان کورته راورساوه خو افسوس چې وخت له وخته څخه تېر و او د تور په سترګو تورتم شو، دا دنیا ورته  ورانه او لکه د تورې بل خوله ښکاره شوه ځکه چې تور خپله ګلالۍ او  حیا په جامو کې نغښتې برښنا په دېر بد حال او سرو وینو لړلې ولیده . ورورسته د هغې ورځې څخه چې تور خپله ګلالۍ نامراده  ناوې د تورو خاورو غېږ ته پخپلو لاسونو وسپارله . د ماغ یې خراب شو ټوله ورځ  ګرخي، ګلونه پیدا کړي څه د برښنا د قبر د پاسه اچوي او څه یې په لاس کې نیولې وي او چیغې وهي چې ، ګلونه دي ګلونه، لعلونه دي لعلونه او نور خلک واړه ، زاړه نر او ښځې په تاسف سره وايي چې وای بیچاره برښنا.))

د مېرمن کبرا مظهري کیسې که تخنیکي ستونزې لري دا به ومنو خو مېرمن مظهري په هغه وخت کې کیسې لیکلې چې پښتانه لیکوال د لنډې کیسې له ژانر سره نوي اشنا شوي وو او دې د لومړنۍ ښځینه لیکوالې په توګه په خپل وخت کې کیسې لیکلي او د یوې زړورې لیکوالې په توګه په یوداسې وخت کې کیسې لیکلې چې د لا د خانانو د حکومت زور وو او دې په ډېر جرت سره هغوی غندلي دي.

————————–

عکس د کبرا مظهري دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *