تاند- د چک جمهوریت دفاع وزارت وايي چې د دغه هیواد کابینې هغه پلان تصویب کړی چې له مخې یې دا هیواد له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې لږترلږه د دوو نورو کلونو لپاره پوځیان پرېښودلی شي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د چک جمهوریت دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې تر ۳۵۰ سرتېري به په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په افغانستان کې پرېږدي چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د چک کابینې د دوشنبې په ورځ /پرون/ دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې ۳ میاشتې پخوا په پروان ولایت کې په یوه ځانوژونکې حمله کې ۵ چک پوځیان ووژل شول.
د پروان پېښه د چک پوځیانو لپاره په خپل افغان ماموریت کې تر ټولو لویه پېښه وه.
چک جمهوریت همداراز ژمنه کړې چې د بالکان، افریقا او سینايي ټاپو وزم په شمول به خپلو بېلا بېلو نړیوالو ماموریتونو ته دوام ورکړي.
د چک جمهوریت د کابینې پرېکړه به د دغه هیواد د پارلمان ولسي جرګه په اسانه تصویب کړي ځکه چې اوسنی منځنی کین اړخی حکومت په پارلمان کې اکثریت لري.