تاند- د اروپايي اتحادیې شورا د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سره د افغانستان د دوه اړخیزو امنیتي موافقږ لاسیلیکېدا د دوشنبې په ورځ تایید کړه او له افغانستان سره یې د اوږدمهالو همکاریو دوام ته د لېوالتیا ډاډ ورکړ.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د شورا له غونډې وروسته دې اتحادیې د افغانستان په اړه په خپلې اعلامیې کې ویلي:«شورا د امریکا له متحدو ایالتونو سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د موافقې او له ناټو سره د پوځیانو د وضعیت د موافقې هرکلی کوي.»
د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي موافقه د سپټمبر په دېرشمه لاسلیک شوه چې پر اساس یې امریکا د خپلو پوځیانو شمېر ۹۸۰۰ ته لږوي او بالاخره د ۲۰۱۶ کال په پای کې ټول پوځیان باسي.
له ناټو سره د افغانستان موافقه شاوخوا دوه زره ناټو پوځیانو ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې پاتې شي.
خو د دې په مقابل کې د ناټو غړي هیوادونه مکلف شوي چې له افغانستان سره به اقتصادي او پوځي مرستې جاري ساتي.
اروپايي اتحادیه وايي چې له افغانستان سره د دې اتحادیې د موافقې هدف دا دی چې له افغانستان سره د ولسواکۍ په ټینګېدا او اقتصادي ښېګڼه کې مرستې وکړي.
اروپايي اتحادیې ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ پوري به له افغانستان سره د ټولنیز ثبات، کرنې او روغتیا په برخو کې نژدې یو نیم ملیارد ډالره مرسته کوي.