تاند- په کویت کې پولیسو یوه افغان کورنۍ، چې جرمني ته روانه وه، د بریتانیا له جعلي پاسپورتونو سره ونیوله.
د کویت ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې د ګڼې د راپور له مخې د نیول شوې کورنۍ د غړیو شمېر ۴ دی. دوی هغه مهال ونیول شول چې د کویت د نړیوال هوايي ډګر د ترانزیت په برخه کې یې پولیسو پاسپورټونه چک کول.
پولیس وايي چې دا کورنۍ له دوبۍ څخه کویت ته ورغلې وه څو له هغه ځایه جرمني ته لاړه شي.
د پولیسو په وینا نیول شویو افغانانو ویلي چې په دوبۍ کې یې له یوه کس څخه ټکټ او پاسپورټونه په ۸ زره امریکايي ډالرو اخیستي دي.
د هوايي ډګر سرچینو کویت ټایمز ته ویلي چې پولیسو نیول شوي کسان خوشي کړل چې د خپلو پاسپورټونو تصدیق له سفارته راوړي خو هغوی د دې پر ځای چې پاسپورټونه تصدیق کړي یا نور پاسپورټونه راوړي هڅه وکړه چې بیا هم پر هماغو جعلي پاسپورټونو جرمني ته لاړ شي مګر په دوهم ځل د جعلکارۍ په تور ونیول شول.