محبوب الله خان

له معلوماتي سرچينو داسې څرګندېږي چې  ولسمشر غني به خپله نوې کابينه په نومبر کې اعلان کړي او لندن کانفرانس ته به له نويو وزيرانو سره ولاړ شي. زه دلته پر نورو وزارتونو او کابينې باندې بحث نه کوم او یوازې غواړم د خپل فرهنګي تړاو له مخې داطلاعاتو فرهنګ  د نوي وزير په اړه يو ازاد بحث ته زمينه برابره کړم. دلته تر هر څه دمخه دا پوښتنه راپورته کېږي چې د ملي وحدت  دحکومت په تشکيل کې به داطلاعاتو فرهنګ  نوی وزير دکوم ټيم له خوا معرفي کېږي؟  ددې پوښتنې په ځواب کې به د خپلو معلوماتي سرچينو له مخې ووايم چې اطلاعاتو فرهنګ وزير ښايي د تحول او دوام دټيم  په برخه وي. پخوا به چې دکرزي په کابينه کې څوک وزير کېده نوکابو يوه اونۍ دمخه به يي انګازه دهر چا تر غوږونو ورسېده خو د ډاکتر غني په حکومت کې داخبره بيخي سرچپه ده او هېڅوک نه پوهېږي چې څوک به د کوم وزارت وزير وي.؟ د تحول او تداوم  ټيم په کړيو کې سر له اوسه درې څلور نومونه  ډېر ياديږي چې دلته يې يادول اړين نه ګڼم. دلته بيا هم يوه بله پوښتنه راپورته کېږي، لکه څنګه چې به د ښاغلي کرزي په کابينه کې داطلاعاتو فرهنګ وزير د هغه د فرهنګي سلاکار ښاغلي زلمي هېوادمل په هوکړه نومول کېده نو ايا د ډاکتر غني فرهنګي سلاکار به هم په دې برخه څه رول ولوبوي؟. ولسمشر غني په خپله لومړنۍ فرهنګي غونډه ښاغلی اسدالله غضنفر د خپل فرهنګي سلاکار په توګه ونوماوه خو تر اوسه يي په دې اړه کوم رسمي فرمان نه دی لاسلیک کړی او نه هم ښاغلي غضنفر دغه مهم فرهنګي مشاوريت ته چې په ارګ کې رسمي دفتر لري سل په سلو کې دهوکړې سر خوځولی.

غواړم خپل اصلي بحث داسې پيل کړم چې د افغانستان  په څېر يوه هېواد کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت څومره ارزښت لري؟ په تيرو ۱۳ کلونو کې دافغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په متوسطه کچه وده وکړه. درسنيو اوخبرې اژانسو نو په برخه کې يي چټګه وده وکړه خو د فرهنګي پراختيا په برخه  کې يې د بوديجې د نشتوالي له امله پراختيا په برخه نه شوه. له هېواده بهر د فرهنګي پراختيا په برخه کې يوازې په  شپږو هېوادونو کې فرهنګي اتشې رامنځته شوې خو د بوديجې د نشتوالي له امله د فرهنګي اتشو معاشات هم په خپل وخت نه ور رسېدل نو ځکه يي په تيرو کلونو کې هېڅ فرهنګي لاسته نه درلوده. په هېواد کې دننه هم د موسيقۍ دفيستوالونو له جوړيدو، دګرځندوي د ورځې تر لمانځلو او ښاغلي رهين په مشرۍ دهنرد فرمایشي شورا ترجوړولو اود ګوتو په شمار سیمينارونو او کتابونو تر چاپولو پرته  يې بل هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده، لنډه داچې په تيرو لسو کلونو تر ټولو ستر فرهنګي زيان داو چې په سلګونو نامانوسه پردي لغات د هېواد رسنيو ته لار ومونده او له بده مرغه دپښتو او دري فرهنګي بهيرونه ، ليکوالان او فرهنګیان د افراط تر بريده په دوه برخو وويشل شول چې حتی يو د بل په خوښيو او غم کې  هم ګډون نه کوي. ددې فرهنګي بحث په پای کې غواړم دا ووایم چې د ولسمشر غني د کابينې داطلاعاتو فرهنګ وزير بايد څنګه او څه وکړي؟

  • ښاغلی غني دې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته داسې څوک ونوموي چې پياوړې فرهنګي ريښه ولري د ټولو ژبو له فرهنګيانو سره ښې اړيکې وپالي  اود يوه فرهنګي  پل په توګه د ټولو قومونو ترمنځ کار وکړي.
  • د اطلاعاتو فرهنګ وزير بايد د معاصر فرهنګ په تعریف او مديريت باندې پوه شخص وي ځکه چې د یوه هېواد فرهنګ يوازې شعر و شاعري ، ژبه او ادبيات نه  دي بلکې هغه ټول تاريخي، ژبني، کلتوري،  صنعتي، هنري، سياسي  مادي او معنوي ارزښتونه دي چې يوه ټولنه او هېواد دهمدې ارزښتونو مخې پېژندل کېږي ددې ترڅنګ فرهنګ يو بدلېدونکی توکی دی چې د نوې معلوماتي ټکنالوجۍ په راتګ سره په هر دور کې خپل رنګ او خوند بدلوي.
  • دفرهنګ راتلونکی وزير بايد دفرهنګي پراختيا ترڅنګ د دسيمې له نورو هېوادونو سره دفرهنګي تبادلې او په بهر کې دافغاني فرهنګ د ودې لپاره جدي ګامونه  وکړي ، په دې  برخه کې د ګرځندوی معنيت ل�� لارې دبهرنيو سيلانيانو جلبول  او  د بهرنيو چارو د وزارت رول ډېر مهم دی.
  • په هېواد کې دننه دفرهنګي پراختيا لپار دې داصيل افغاني فرهنګ د ودې او د افغاني هنر دتوليد لپاره يو ځانګړی مالي صندوق رامنځته کړي او له دې لارې  دمعاصر هنر د توليد او خپرېدو لپاره يو مناسب چاپيریال جوړ شي او اوه ګوني هنرونو لکه موسيقۍ، ادبياتو، انځورګرۍ، سينما، تياتر ، ډرامې  او نورو د ودې لپاره کار و شي.
  • په ۳۴ ولایتونو کې دې داطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ته له سره کتنه وشي او په هر ولایت دپياوړي فرهنګي بهيرونو درامنځته کولو له لارې فرهنګيان ، ليکوالان او ژورنالېستان سره وپيي.
  • دهېواد دټولو فرهنګيانو، ليکوالانو، شاعرانو او ‎ژورنالېستانو د حقونو، مدني ژوند او دفاع لپاره دملي ټولنو له لارې کار وشي.
  • د رسنيو دتصويب شوي قانون له مخې  دې ملي تلوېزیون د اطلاعاتو فرهنګ وزارت  له  بې ځايه انحصار څخه خلاص کړي او ددې پر ځای دې پام دهېواد ټولو ټولنيزو، چاپي، صوتی او تصويري رسنيو د خپرونو کيفيت ته واړول شي.
  • دافغانستان لپاره بايد ژرتر ژره يوه فرهنګي پاليسي  او ستراتيژي جوړه کړي چې د همدې  فرهنګي پاليسۍ له مخې فرهنګي پراختيا ، توليدي کاپي رايټس، ملي يا ټول ژبې فرهنګي ټولنې جوړې  اود پراخه  فرهنګي بحث له لارې دې  دقناعت د اصولو له مخې د پردي فرهنګ او لغاتو مخه ونيول شي .
  • همدې پورتنيو اړتياوو او لومړيتوبونوته په کتو سره بايد ډاکتر غني يو داسې څوک د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته ونوموي چې ځوان وي اود کار کولو تجربه او انرژي ولري او د دې تر څنګ د هېواد ملي فرهنګ اوملي يووالي دبيا رغونې لپاره ديوه فعال وزير په توګه کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *