تېره اونۍ مې د خپل درانه استاد سرمحقق زلمي هېادمل د خاکسارۍ او د فرهنګي مشاوريت له وزارت نه يوه ورځ وروسته له پوهنتون نه ښار ته په ښاري ټونس موټر کې د تګ په اړه له خپل شخصي تاثر نه په اخيستنه د استادۍ او شاګردۍ له احساس نه لنډه ليکنه کړې وه. ليکنه ويبپاڼو او رسنيو خپره کړه ، له دې ډلې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دفتر کې هم کاپي شوې او ښاغلي کرزي خپله لوستې وه. وروسته يې استاد زلمې هېوادمل خپل اوسني دفتر ته ورغوښتى او په دې اړه يې ترې پوښتنې کړې وې، چې اوس رښتيا هم ته پلى ځې راځې او موټر نه لرې ؟
استاد ورته وويل چې هو، ما خپل ټول وسايل د قانون له مخې تسليم کړي. همغه و چې استاد ته يې همغه شېپه يو نوى موټر اخيستى او پخوانى موټر چلوونکى يې هم ورته ګومارلى چې استاد به پوهنتون او اکاډمۍ ته په وخت رسوي. استاد هېوادمل پرون په پوهنتون کې رانه مننه وکړه او ويل چې ستا د ليکنې په سبب رييس صاحب( نوموړى حامد کرزى ته رييس صاحب وايي) ور وغوښتم او نوى موټر يې راته واخيست.
بله دا چې دوه کاله وړاندې مې په استراليا کې دافغانانو د راډيو”شمله” سره د خبريال په توګه کار کاوه، زموږ مشرعبدالهادي هادي راته په ژمي کې د کابل ښار قمبر څلور لارې او يو شمېر نورو بې ځايه شوو د پنډغالو د سخت ژوند په اړه د تفصيلي راپور جوړولو دنده وسپارله، زه هم ورغلم ، د دوى په بوږنوونکې وضعيت راپور جوړ او خپور شو، هادي صيب ويل چې په سيدني کې راپور پر افغانانو سخت اغېز کړى او د مرستو را ټولول پيل شوي.
څو ورځې وروسته د استراليا په پلازمېنه سيدني کې د افغانانو د ټولنې يو پلاوى د حاجي عبدالرحمن په مشرۍ کابل ته راغى، يو ځل بيا مو په ګډه ځينې کورنۍ وکتلې، ځان مو ورته هېڅ د مرستندويانو په توګه نه ښوده، څو سم تشخيص وشي چې له سروې وروسته له هرې اړې کورنۍ سره همغه شېبه د ټولنې د مشر په لاس د نغدو پيسو مرسته وشوه، مرسته دومره وه چې هغوى يې د خوړو او سون توکو له اړخه له هغه ساړه ژمي اېستلى شوى.
په دغه سروې کې يوه جالبه خبره دا وه چې يوه نسبتا ځوانه نجلۍ د خپل پلار له مرګ وروسته دهغه د ورور(د نجلۍ کاکا) له خوا خپل کور ته برمته راوستل شوې وه، او ورته ويلي يې و چې ستا په مرحوم پلار مې يو لک افغانۍ پور و، تر هغو چې د مور د پور دا پيسې نه وې راکړې، ته به زما سره وې او که ونه شوه ، خپل زوى ته دې واده کوم.
نجلۍ د خپل تره په کور کې د بندي په څېر سختې ورځې تېرولې او دافغانانو ټولنې استازى حاجي عبدالرحمن چې له کيسې خبر شو، نو د هغه تره ته يې همدا پيسې د راټولو شوو مرستو نه ورکړې او نجلۍ يې بېرته خپلې مور ته تسليم کړه او ورته ويې ويل چې ستاسې پور ادا شو او نور به دې لېور د پور غوښتلو او لور بېولو لپاره نه راځي.
د هغه ښځې احساس هېڅ وخت نه شم هېرولى، د هغې ورځې په هيله چې زموږ زړونه دومره نرم، خوا خوږي او له افغاني سخاوته ډک شي چې بهرنۍ ډالرې مرستې او پروژې د دردېدلو افغانانو پر وړاندې هېڅ ارزښت ونه لري او ځانونه په ورور وليزه مينه له يو بل فدا کړو. هو دا هغه شېبه ده چې د باطني بدلون او سپېڅلي احساس سره څنګ په څنګ راځي او ايماني هوډ غواړي. د همدې ورځې په هيله .
٢٠١٤ د اکتوبر ٢٠مه ، کابل