۲۰۱۴ د اکتوبر ۲۴
د نورو وختونو په پرتله په دې څو چنده کړکیچن وخت کې ملګرو ملتونو ته ډیره اړتیا ده.
بې وزلي، ناروغي، ترهګري، تعصب او د اقلیم بدلون درانه زیانونه اړولي دي.
دا چې میلیونونه خلک د کار، انساني قاچاق، جنسي غلامۍ یا هم د کارخانو، مزارعو او معدنونو له لارې له ناوړه حالت څخه رنځ وړي. نړیوال اقتصاد همغسې په نا سمه توګه پاته دی.
د ملګرو ملتونو جوړښت پر انساني ارزښتونو د دغه شان تیریو د پایته رسیدو او ښې راتلونکې ته د لوري ورکولو لپاره د نړۍ له خلکو سره جدي ژمنه کړې ده.
ډیر درد ناکه شاته تګ مو درلود او د ملګرو ملتونو د منشور د تحقق لپاره ډیر کار په مخکې لرو. خو مونږ له خپلو لاسته راوړنو څخه هڅول شوي یو.
د ملګرو ملتونو د زریزې موخې د بې وزلۍ ضد بریالی کمپاین تر بل هر وخته الهام بښونکی وو.
د ملګرو ملتونو تړونونو د نا انډولتوب، وهل ټکولو او تعصبونو په اړه څرګندونې لري کوم چې خلک یی ساتلي دي او د ملګرو ملتونو نورې هوکړې د چاپیریال ساتنه کوي.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ځواکونو متخاصم ځواکونه بیل کړي دي، زمونږ منځګړو شخړې هوارې کړي دي او زمونږ کارکوونکو د ژوندانه د ساتنې په برخه کې مرستې کړي دي.
په داسې یو مهم وخت کې، راځئ چې د زیانمنونکو او هغو کسانو لپاره چې یو خوا ته شوي دي خپلې ژمنې بیا نوې کړو. د ملګرو ملتونو په ورځ، زه په دولتونو او انفرادي خلکو غږ کوم چې د ګډو ګټو لپاره ګډ کار وکړي.