د پوهنې وزارت
په کاپیسا کې ۶ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د کاپیسا په مرکز او ولسوالیو کې د برک موسسې په مالي مرسته د شپږو ښوونځيو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې. ددې ښوونځيو له جوړېدو سره نژدې ۳ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابرېږي.
په دغو ښوونځيو کې د لومړۍ او دویمې حصې او د مرکز د شیرخانخېل، سراج الدین د نجونو، ملاخیل، سربند، سوخته خیل او پوهاند عبدالرزاق ښوونځي شامل دي، چې د یو کال په موده کې به په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ ورته جوړې شي.
د یادو شپږو ښوونځيو پر نوې ودانیو څه باندې ۷۸،۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې هره یوه به یې ۵ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څښلو څاه، ۲ تشنابونه او نورې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې ولري.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د کاپیسا د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په تخار کې د ۲ ښوونځیو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د میر ولي د نجونو لیسې او د قریه کنده منځني ښوونځي نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې.
د واړو ښوونځیو ‎ته په پاخه او اساسي ډول ‎نوې یو پوړیزې ودانۍ جوړې شوي، چې هره یوه یې  ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې ،۵ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه، میزونه،څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري‎.
پر جوړو شویو ودانیو څه باندې ۵۶۳ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې د المان هیواد د پراختیايي بانک له لوري ورکړل شوي دي.‎
په یادو ښوونځيو کې شاوخوا ۱۳۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نویو ودانیو له جوړېدو سره ورته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شوی دی.
په دې اړه جوړوشویو مراسمو کې د تخار ولايت  د مقام او د پوهنې ریاست مسوولینو، د دولتي ادارو یو شمیر کارکوونکو، قومي مشرانو، ښوونکو اوزده کوونکو ګډون درلود.

په کندهار کې یو ښوونځی  تاسیس شو

د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د منصور اباد لومړنی ښوونځی تاسیس او د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شو.
دغه ښوونځی د نوموړي سیمې د اوسیدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو، چې له پرانیستلو سره یې د دې سیمې نژدې ۲۰۰ نجونواو هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره شوه.
د کندهار د پوهنې ریاست ددې ښوونځي د پرانیستو له امله د یادې سیمې اوسیدونکو ته مبارکي وایې، او له خلکو غواړي، چې د ښوونځي په عمر برابر خپل ټول ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
په هغه غونډه کې چې د دې ښوونځي د پرانیستو په اړه جوړه شوې وه، د کندهار د پوهنې ریاست مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکواو زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۲۳ بابه ښوونځي شته، چې له ډلې یې ۲۰ بابه فعال او د تړلیو ۳ ښوونيځو د پرانېستلو په موخه د سیمې د اوسیدونکو او قومي مشرانو هلې ځلې روانې دي، چې ډېر ژر به د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.‎

د لغمان ښوونكو ته شپږ ورځنى ښوونیز سمينار‎ پيل شو

د لغمان ولايت د قرغیو ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو ته د ساینسي مضامینو په تړاو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې، چې د قرغیو ولسوالۍ ۴۸ ښوونکو پکې برخه اخیستې د ساینسي مضامینو په تړاو نوي روزنه ورکول کیږي.
ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ او د سویډن موسسې په مالي مرسته جوړ شوی دی. د نوموړي ولایت د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسوولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې وغوښتل، چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *