میاشتې په کلونو او کلونه په لسیزو بدل شول، لسیزې د نيمې پېړۍ پر لور په چټکۍ ځغلي خو زموږ په وطن کې بلې لمبې ورځ تر بلې تازه کېږي او مړاوې کېږي نه. میندې بورېږي، میرمنې کونډېږي، ماشومان یتیمانیږي، ودانۍ ورانیږي، زېرمې لوټېږي، هره ورځ نوی غم او نوی درد، هره شپه ویر او واویلا، هره ګړۍ نوې بلا، هره ورځ مو تر مخکې بدتره ده، بهتري نه شته، خوښي نه شته، وېره ده او ترهه ده.

د ځوانانو سره د قلم پر ځای ټوپک دی، د استاد سره د محبت پر ځای کوتک دی، خواخوږي نه شته، همدردي نه شته، نه چا ته راز ویلی شې او نه په چا نیاز کولی شې، خپل هم پردی دی او پردی خو هسې هم اپریدی دی، ملا مو له انجنر سره وران او قاضي مو له ډاکټر سره لاس و ګرېوان، نه خو عمر عمري عدالت راوست او نه خو دین هلته دین شو چې کابل د ګلبدین و، دیموکراسۍ هم توره ونکړه او جمهوریت خو لا پخوا سر خوړلی و، په نیکونو ویاړو خو خپله د ویاړ وړ نه یو، په غیران غیرات کوو او ورور وژنو خو باټې مو اسمان راغورځوي، باسواده مو له سواد سره هم بې سواده دي.

خپل ښوونځی ورانوو خو د لوړو زده کړو لپاره بچي خارج ته لېږو، هره ورځ په سلګونه ناروغان د درملو لپاره په پوله هغه غاړه اوړي خو خپلو کلینکونو ته مو قسم کړی دی چې روغ یې نه پرېږدو، برېښنا له نورو هېوادونو څخه واردوو خو خپلې اوبه مو بې حسابه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي، په ملیاردونه ډالر هېواد ته راغلل خو کابل اوس هم له سوالګرو ډک دی، په لکونو اردو لرو خو یوازې د کابل د ښار امنیت سم نه شي ټېنګولی نو پولې به څه خوندي کړي، په نوره نړۍ کې یې خلک په بوټانو وولي خو موږ ورته د غازي مډال ورکوو، د څو هېوادونو تابعیتونه لري خو بیا هم زموږ وزیران او وکیلان دي، چا ته وژاړو او له چا وژاړو؟!!!

پښتون پښتو پالي او پاړسیوان د پاړسي په چوپړ کې دی، نه ملي فکر شته او نه ملي اجنډا شتون لري، تعصب او تبعیض اوج ته رسېدلی دی، پښتون مو په پنجابي تورن دی او پاړسیوان مو ایرانی دی، که د دین خبره دې وکړه نو طالب او ترورېست یې او که د وطن خبره دې وکړه بیا خلقي او پرچمي یې.

زده کړیالان او زده کوونکي په ښوونځیو او پوهنتونو کې د زده کړو پر ځای په سیاسي سرګرمیو بوخت دي چې زیان یې بیا همدې هېواد او همدې ملت ته دی او ګټه یې ټوله پردو ته ده.

دلته فرهنګیان د پرنګیانو په خدمت کې دي، شاعران منګی او ګودر ستايي، لیکوالان یو د بل بد وايي.

د هېواد باندنۍ تګلارې مو د نورو هېوادونو په خوښه جوړېږي، سفیران مو د کوربه هېوادونو په ګټو خپلې کړنې تر سره کوي، ځکه هغوی امتیازات ورکوي، په سخته ورځ ورته تابعیت ورکوي، والیان مو ټول خرڅ شوي او سرحدي ولایتونه غصب شوي دي، ننګرهار د پاکستان دی او هرات د ایران، په شمالي ولایتونو کې بیا تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان نفوذ و رسوخ لري. سره له دې چې مرکزي بانک لرو، د مالیې وزارت لرو، د اقتصاد او تجارت وزارتونه لرو خو بیا هم یوازې په کابل کې د ډالر څخه وروسته افغانۍ اعتبار لري خو په ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان او نورو ګڼو ولایتونو کې کلداره واکمنه ده او په هرات، فراه… کې تومن د ارزښت وړ دی.

که هند له پاکستان سره ډغره وهي، یا امریکا له روس و چین سره ټکر کوي نو میدان یې افغانستان دی، شخړه یې په کشمیر ده خو سوړ جنګ یې په افغانستان کې دی. سني سعودي هم له شیعه ایران سره د مقابلې لپاره خوار افغانستان ټاکلی دی، انګلستان لا هم په زړه کې رخه لري او د یوې پېړۍ پخوانی غچ اوس له پښتنو اخلي. د نړۍ هر هېواد مو په هېواد کې هر څه وکړه خو موږ په ځان هم خبر نه یو، موږ یې اوس هم بین المللي دوستان بولو، هر وخت یې شر رارسېدلی دی خو موږ یې اوس هم د خیر په تمه یو.

چې تر څو انصاف او عدالت نه وي، چې تر څو اسلامي نظام او ملي حکومت نه وي، چې تر څو مینه او محبت نه وي، چې تر څو ملي یووالی او اخوت نه وي، چې تر څو یو له بل سره لاس د صداقت نه وي او چې تر څو پاکي او شفافیت نه وي نو زموږ به همدا حال وي او همداسې به یو، لا به ځورېږو، نور به هم کړېږو. پردي پردي دي، پردي نه خپلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *