جوړونکې: د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
وړاندیزونه
د ښځو انساني خپلواکیو او د حقونو ټینګښټ او د هغوی د جنسیتي محدودیتونو رفع کول هغه ستونزې دي، چې د ملي یووالي حکومت پر وړاندې د کادري جوړښت د منبعې پرته شتون لري، او اوسني واکمنان نشي کولای او نه باید د هغه له څنګ نه په بې تفاوتۍ سره تیر شي، ځکه چې په روانه لسیزه کې د تیرې لسیزې په پرتله افغان ښځو په بیلابیلو برخو کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي دي.
دا غونډه د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې لخوا د ښځو د حقونو د فعالینو په ګډون جوړه شوې، د ملي یووالي په حکومت کې د ښځو ریښتیني ګډون په موخه ځانګړي وړاندیزونه افغان ولسمشر او د حکومت اجرائیه رئیس استازو ته، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وړاندې کوي او همدارنګه د ښځو حقونو له فعالینو او د ښځو د حقونو ريښتینو ملاتړ خوځښتونو څخه هم غوښتل کیږي، څو د افغان ښځو هر اړخیز خوځښت جوړیدو په برخه کې عملي او اوږد مهاله ګامونه اوچت کړي.
افغان ولسمشر او د حکومت اجرائیه رئیس
- لومړی وړاندیز: د افغان ښځو لومړنی وړاندیز د ژوند په ټولو چارو کې ښځو ته د فعال ګډون ورکولو په برخه کې هر اړخیز مثبت سیاسي بدلون ته اړتیا ده. مونږ باید هېر نکړو، چې چټک سیاسي بدلون کولای شي، د ښځو د وړتیاوو د لوړوالي په برخه کې مثبت واقع شي، خو که چیري دا بدلونونه د بنسټیزه فرهنګي او اقتصادي اقدماتو سره متناسب نه وي، کولای شي، منفي اغیزې ولري. یاد ټکي ته په پام سره د ملي یووالي له حکومت څخه د افغان ښځو لومړنۍ غوښتنه، د ښځو ریښتني، پوه او په ځان باوري نسل شتون او ګډون په برخه کې کوټلي، تل پاتې او دوامداره ګامونه اوچت کړي.
- دویم وړاندیز: د ښځو پرمختګ او شتون نه باید ښاري او پوه ښځو پورې محدود پاتې شي، بلکې په ولایتونو او کلیو کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشي. په ظاهري توګه د کلیوالو ښځو په وړاندې د ښاري ښځو پرمختګ تر ټولو ستره ټولنیزه ستونزه وه او ده، چې ناوړه پایلې یې درلودې، چې تر اوسه موږ د ډیرکیو سنتي وګړیو او لږکیو بدلون غوښتونکیو د ټکر لیدونکي یوو. دا به ډيره ښه وي، څو د ښځو پرمختګ په همغږي توګه په ټول هېواد کې په پام کې ونیول شي او هغه ښځې په کې شاملې شي، چې په بدلون باور مندې نه وي.
- درېیم وړاندیز: د قومونو او ګوندونو پر ځای په ټولنه کې د ښځو د پيژندګلوي د لارې د هغوی حقونو او افکارو بنسټيزه کول او د هېواد په ټولو چارو کې د نظر خاوندانو ښځو ته پراخ ګډون ورکول دي. له دې امله په ټولو چارو کې باید داسې تګلارې تر لاس لاندې ونیول شي، چې پوهه ښځې د ټولنې له منځ څخه وټاکي او پر هغه ښځې، چې قومي او ګوندي اړیکې لري تکیه و نشي. پدې ډول ټاکنو کې ښځې اړې دي، څو د دې پر ځای، چې د ښځو استازیتوب وکړي د خپل قوم او ګوند استازیتوب کوي.
- څلورم وړاندييز:د هېواد ټولو ښځو د یوځای کولو او د هغوی د پرمختګ لپاره زمینه برابرول، چې ځانګړو تګلارو ته اړتیا لري. اړینه ده، څو د هغوی د ژوند شرایطو ته په کتو او د نړیوالو تجربه شویو تګلارو له مخې، د هغوی د پوهاوي کچې لوړوالي په موخه په تدریجي، خو دوامداره توګه ګټه واخیستل شي. ښځې باید د خپل ژوند په چاپیریال کې په نښه او د هغوی وړتیاوو ته په کتو پراختیا ورکړل شي، او یوازې د ځای ډکولو او د مرستندویه ټولنو د نیوکیو ځوابولو په موخه استخدام نشي. د ښځو د وضعیت د بدلون په موخه نه، بلکې د ټولنې د وضعیت د بدلون په موخه ترسره شي.
- پنځم وړاندیز: هغه څه چې په دې وروستیو کلونو کې یې افغانستان له کړکیچ سره مخ کړ، لومړی سیاسي او بیا مدني انحصار غوښتنه وه. له دې امله هغوی د ځوانو او کارپوه ښځو د پرمختګ هیله نه لري، نو د دې ترڅنګ تمه کیږي، چې هغه ښځې په تیرو پړاونو کې په سیاست کې فعاله ونډه درلوده د دې موضوع د ملاتړ ترڅنګ، چې ښځې د ځانګړو افکارو سره روزل شوي، زدکړه یې کړې او لوړو پوستونو ته رسیدلي او د نویو ایډیولوژیو سره ټولنې ته داخلې شوې او باید د سیاست ډګر ته هم را ننوځي. د ملي یووالي حکومت باید هغوی وپيژني او د ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت د پرمختګ لپاره له نویو څیرو څخه ګټه واخلي.
د ښځو فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو خوځښتونو ته
تیر دیارلس کالو وښودله، چې د ښځو د حقونو ورکولو په برخه کې د ښځو فردي هڅې؛ څرنګه چې تمه کیده مثبته پایله نه لرله، او بنسټیزه پروګرامونو، چې وکولای شي په هېواد کې د ښځو پر وضعیت اغیزه وکړي پلي نشول. له دې امله د ملي یووالي د حکومت په جوړیدو سره؛ د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ښځو د حقونو د ملاتړو له ټولو بنسټونو، پوهو او فعاله ښځو غواړي، څو د افغان ښځو د یوه همغږي خوځښت جوړیدو او په حکومتي او نورو جوړښتونو کې د هغوی متناسبه ونډې ورکولو لپاره د چمتووالي اعلان وکړي او له همدې غونډې څخه د افغانستان د ښځو د ستر او سراسري خوځښت جوړیدو بنسټ جوړ، او یو ځل بیا د افغانستان د دې سترې برخې د سمبولیک ګډون شاهد و نه اوسو.
و من الله توفیق
سه شنبه- د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۲۹، د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د اکټوبر ۲۱
کابل- افغانستان