تاند- د امریکا د فدرالي حکومت یوه څارونکي د سې شنبې په ورځ وویل، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د کوکنارو پر مخنیوي تر ۷ ملیارد ډالره زیات لګولي، په دغه هیواد کې د تریاکو تولید ریکارډ حد ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرپلټونکي جان سوپکو په یوه لیک کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دفاع وزیر چک هېګل، لوی څارنوال ایریک هولډر او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې رييس راجیو شاه ته یې لېږلی دی، ویلي: «د کوکنارو د کښت د مخنیوي او له مخدرو موادو سره د افغان حکومت د مبارزې د ظرفیت د زیاتولو لپاره د څه باندې ۷ ملیارد ډالرو له لګولو سره سره په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې دومره کوکنار کرل شوي او تولید شوي چې تر دې مخکې نه و شوي.»

په لیک کې دغه راز راغلي:«د ۲۰۱۴ کال د جون له دېرشمې را په دې خوا د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د مخدرو موادو پرضد نژدې ۷ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره لګولي دي.»

جان سوپکو د مخدرو موادو پرضد د امریکا د ستراتیژۍ موثریت د پوښتنې وړ بللی او د ملګروملتو د مخدرو موادو ضد ادارې ارقامو ته په اشارې یې ویلي یې دي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د تریاکو تولید پنځوس فیصده زیات شوی دی.

د امریکا د بیارغونې د څارنې لپاره د خاص سرپلټونکي په راپور کې دا هم ویل شوي چې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید له سخت دریځو ډلو سره مالي مرسته کړې او د افغانانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې ډېر افغانان لا هم فکر کوي چې د کوکنارو له کرلو پرته بله چاره نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *