(چي داواري د مور له کوره راسي، زه به ورسره جوړ سم.
نور صبر نه سم کولاى، پوره درې کاله مي انتظار کړى دى، همزولي مي پېغور راکوي، چي ته [وچ ] يې. )
قهرجن ځوان مور ته نوري خبري هم کولې، چي مور يې خبره ور پرې کړه: زويه پام کوه! چي ښايستو ته څه ونه وايي، هغه خواره څه ملامته ده، ما، خو درته ويلي دي……. په دې وخت کي د سراى ددروازې کړپ سو، ښايستو او مور يې کورته ور ننوتې.
ښايستو له سلام سره سم د خواښي لاسونه مچ کړل، خاوند ته هم د روغبړ لپاره ور تېره سوه، خو هغه په تروي تندې ورته وويل، (بس نه غواړي.)
د ښايستو مور خپلي خيښي ته وکتل او په اشاره يې وپوښتل، خير دى، بيا څه پېښه ده؟
خيښي يې هم په اشاره پوه کړه، د اندېښنې خبره نه ده ، سمدستي يې پر مږور ږغ وکړ، ورسه لوري ! مور ته دې چاى راواخله.
ښايستو لا چاى راوړلو ته نه وه ولاړه سوې،چي موريې وويل: (موږ همدااوس چاى وخوړلې، د ښايستو تلوار و، ويل يې زه خپل کور ته ځم، نو مي راوستل، کنې پلار يې ويل، چي يو دوې شپې به لا وکړي، خو دې ويل، چي غمى خوابدوي او خواښې مي هم يوازي ده.)
د ښايستو درې کاله د واده کېدل، ليکن تراوسه يې اولاد نه درلود، خواښي او مور يې ډېري دواوي په کړي، خو ډاکټرانو ورته ويلي و: ( په نجلۍ کي علت نه سته، کېداى سي چي په هلک کي کومه ستونزه وي)
پرښايستو سرتور ډېر ګران و، له نازه يې د (غمي )نوم پر ايښي و.
ښايستو نه يوازي په رنګ ، بلکي په اخلاقوهم ښايسته او په هري کورنۍ کي يې صفتونه کېدل.
د درې کالو په اوږدو کي څو واري د ښايستو مور زړه راغونډ کړ، چي خپل زوم ته ووايي( ته هم يو واري ډاکټر ته ورسه او ځان په وګوره!)
مګر دده تريخ طبيعت ته، چي به يې وکتل، زړه به يې راټول کړ.
سرتور هره ورځ په کور کي د اولاد په نه لرلو ګرېز کاوه، يوه ورځ يې مور پټ پوه کړ: ( زويه! ډاکټران وايي علت په نجلۍ کي نه دى، علت …. )
بس موري! بله خبره ونه کړې، زه هيڅ وخت ډاکټر ته نه سم ويلاى که مي انډېوالان خبرسول، څه به وايي؟
ښايستو داواري دلوى اختر مبارکۍ ته د پلار کورته تللې وه، درې شپې يې کړي، خو تربل هر وار يې داځل خپل کورته د تګ تلوار و، داهم نه پوهېده، چي ولي؟
ښايستو لا د سراى درېيمه برخه نه وه جارو کړې، چي سرتور ور ږغ کړ: (اې تاته وايم هله ژر راسه !)
له ږغ سره سم يې زړه په غورځېدو سو، جارو يې له لاسه ولويد، پړونى يې پرسر سم کړ، خوني ته ور روانه سوه.
هرقدم يې داسي دروند دى، لکه په خټو کي، چي خيژي، خوني ته ورغله دروازه يې بيرته پېش کړه.
څه وايې غمى جانه ؟
له پوښتني سره سم سرتور د ښايستو په غاړه کي خپل پټو(څادر) واچوه او پېچ يې ورکړ.
د ښايستو سترګي رډي راوختې، مخ يې تک سور سو، زور يې کړ، خو ځان يې خلاص نه کړاى سو، چيغي يې کړې، خو ستونى يې بند دى.
د ښايستو مخ نور هم سور او سترګي يې راوختي، د درېدو توان له لاسه ورکړ، راغوځاره سوه.
سرتور د پټو دواړه سرونه نور هم تاو کړل، ښايستو په رډو سترګو د غمي په جامه کي خپل قاتل ته کتل، شونډي يې د وروستي وار لپاره ورپېدې، بدن يې يخ سو، لاسونه يې د پټو(څادر) له تاوکړيو سرونو څخه ايله کړل، اوږډه وغځېده او مخ يې نور هم ښايسته سو.
سرتور له خوني راووت، د سراى په غولي کي ناستي سپين سري مورته يي وويل: ( ورسه مور! ځان مي له پېغوره خلاص کړ!!!)
١٥ – ١٠ – ٢٠١٤ کندهارښار