د لندن ښار پنځه اويا کلن اديب د خپل جېب لپاره څلوېښت زره پونډه په دې موخه بېل کړل چې د خپل نوي ناول (د وژنو لېست) د ليکلو په خاطر د نړۍ څو هېوادونه وګوري. د نوموړي د ناول کرکټر دغو هېوادونو ته ځي. له همدې امله نوموړی د ځان لپاره دا ډېر اړين بولي چې دغه هېوادونه او ښارونه څنګه او په څه حال کې دي!؟
کومو ښارونو ته چې د نوموړي خيالي کردار سفر کوي، په هغو کې يو هم د اسلام آباد ښار دی. دا انګريزي ليکوال د اسلام آباد په کليو او کوڅو کې ښکته پورته ګرځي. يادښتونه اخلي او فکر کوي چې د ده کرکټر به له کومه ځايه، کله او ولې تېريږي. ليکوال په هره کوڅه او سړک کې ودريږي او ټولې منظرې له ځان سره ياداشتوي.
دا ناول اوس چاپ شوی خو ترې د فلم جوړولو ټول حقونه لا له وړاندې خرڅ شوي دي. د دې اديب پر درېيو نورو ناولونو هم فلمونه جوړ شوي دي.
د دې کوچني خبر په لوستو مې له دې فرنګي ليکوال سره لېوالتيا پيدا شوه. ورسره جوخت حيران هم شوم. هغه دا چې د دې ليکوال له يوه مشهور ناول (د ګيدړ ورځ) څخه جوړ شوی فلم مې ډېر پخوا ليدلی دی.دا ناول دې ليکوال پر کال ۱۹۷۱ زېږديز ليکلی و او په ګرده نړۍ کې خورا ډېر لوستل شوی و. ناول د فرانسې د ولسمشر چارلس ډيګال په اړه و چې څنګه يوه ډله د نوموړي د وژلو پلان جوړوي. فريدرک څه موده په فرانسه کې خبريالي کوله او هملته خبر شوی و چې يوه ډله غواړي، فرانسوي ولسمشر ووژني. ده په همدې اړه يو داسې ناول وليکه چې د هاليووډ فلمي کمپنۍ پرې يو بېساری فلم جوړ کړ.
فريدرک احساس کړه چې د دې نوي ناول د ليکلو لپاره څېړنې ته اړتيا ده. د دې ناول اتل يو مبلغ دی چې وروسته ترهګر شوی دی. د ده دنيولو لپاره يو ځانګړی کمېسيون جوړيږي. د دې مقصد لپاره فريدرک د ترهګرۍ پر هغو وسايلو هم څېړنه کوي چې په ننني پېر (عصر) کې پرې ترهګر ځپل کيږي؛ تر څو د ده کرکټر هم په دې ټولو خبرو پوه شي. د دې ناول اصلي کرکټر يې د القاعده شبکې له ترهګر، انور الالکي څخه په اغېز په خپل ذهن کې جوړ کړ. دا کردار په يمن کې د يوې بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بمبار کې د وژل شوي په اړه ده.
فريدرک د خپل نوي ناول په اړه، په يوې مرکې کې ويلي، تر هغې چې نوموړی ټولې څېړنې بشپړې نه کړي، دا ډول کيسې نه شي ليکلی. دې ناول لپاره يې لومړی د واشنګټن په داسې سيمو کې شپې سبا کړې چې هغه ځایونه د انټرنېټي څپو د شتون له امله ډېرې مشهورې دي.
تر دې وروسته پاکستان ته راغی. د نوموړي په وينا ده ته تر پاکستان د موګاديشو ليدل ډېر ګران و. د فريدرک په ټکو، ده د يادو ښارونو په اړه چاپ شوي کتابونه هم ولوستل؛ خو د دوی تر مطالعې وروسته دې ته پايلې ته ورسېد چې ليکوالو يې دغو ځايونو ته له تلو پرته دغه آثار کښلي دي. همدا لامل و چې د ده زړه پرې اوبه ونه څښلې او پرېکړه يې وکړه چې پخپله به د سفر موزې په پښو کوي او اړوند ځايونه به پخپلو سترګو ګوري.
له پاکستانه د ترکيې هېواد استنبول ښار ته وخوځېد او له هغه ځايه صوماليې ته لاړ؛ خو د صوماليې په سفر کې ورسره يو ساتونکی هم مل و. دې ساتونکي د انګلستان په ځانګړو ځواکونو يا سپېشل فورس کې هم دنده ترسره کړې وه.
کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې د دې کتاب د تحقيق لپاره يې څومره وخت ولګاوه، ويې ويل: ((د يو کتاب ليکل، يو کال وخت غواړي.)) د ده په خبرو، له طرحې برابرولو نيولو، بيا آن تر کتاب جوړولو د ده دولس مياشتې وخت لګيږي. لومړۍ درې مياشتې پر کتابي څېړنو او تر هغې وروسته هغو سيمو ته له نږدې تلل او هلته څېړنه کول، شپږ مياشتې نورې دربر نيسي. له دې وروسته دی هره ورځ لس مخه ليکي او تر درې مياشتو پورې د ۳۵۰ مخونو ناول چاپ ته برابريږي.
فريدرک وايي چې هغه په قصدي ډول ځان ليکلو يا سوچ کولو ته نه اړباسي. د وخت په تېرېدو طرحې پخپله دهغه ذهن ته راځي. د نظريې تر راتلو وروسته نوموړی پرې څېړنه پيلوي، تر څو پوه شي چې آيا دا نظريه د دې وړ ده چې ناول پرې وکاږل شي او کنه! هغه د دې ناول پر جزياتو کار کوي.
د دې ناول د ليکلو پر مهال نوموړی په دې پوه شو چې سخت دريځي څنګه خپل فعاليتونه تنظيموي او بيا په آسانۍ نيول کيږي هم نه. او دا چې څنګه نيول کيږي او بيا څنګه له منځه وړل کيږي. د نړۍ ډېری ترهګر نيول شوي او بيا وژل شوي دي. همدغه مهال نوموړي کرکټر له ستونزو سره مخ کيږي او دی يې د حل لارې پيدا کولو لپاره فکر کوي. پايله کې د دا راز ستونزو راټوکېدل او هغو ته د حل لارې پيدا کول پخپله د ناول د بشپړېدو لامل ګرځي.
کله چې له نوموړي وپوښتل شول، آيا د ده پر (دي کلر لېسټ) ناول به فلم جوړ شي او آيا نور کار هم ترې واخېستل شي؟ د ده ځواب دا و چې فلم جوړول د ده نه بلکې د ډايرېکټر کار دی. دی څنګه هغوی ته ووايي چې څنګه فلم جوړ کړي!؟ دا د فلم جوړوونکو کار دی او دا ډېره بده ده چې څوک دې هغوی ته د هغوی کار وروښيي. ((مېرمنې مې بيا هم هيله لرله چې ډايرکټر ته دا ووايم چې کوم لوبغاړی بايد کوم کرکټر لپاره غوره شي! ما خپلې مېرمنې ته وويل: آغلې! ته چې د فلم کومې برخې لپاره کوم اداکار غوره ګڼې، ښايي ډايرکټر ورته بيخي په فلم کې برخه ورنکړي. پس همدا به ښه وي چې غلې پاتې شې او هغوی خپل کار ته پرېږدې!!!))
بايد په دې هم پوه شو چې پنځه اويا ۷۵ کلن فريدرک په اصل کې يو ژورنالېست دی. تر دې دمه يې ۱۸ کتابونه ليکلي دي چې ډېری يې تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه دي او پر درېيو (۳) يې فلمونه هم جوړ شوي دي. ژورنالېزم ته تر راتګ دمخه نوموړی يو جنګي پيلوټ و. پر کال ۱۹۶۱ رويټر خبري آژانس سره يو ځای شو او څلور کاله وروسته د بي بي سي استازی شو. په فرانسې کې يې هم کار کړی دی او کله چې د چارلس ډيګال د وژلو پلان جوړ شو، نو د دې راپور يې هم بي بي سي ته ورکړ. فریدرک بي بي سي ته وويل چې دی د نايجريا د کورنيو جګړو د پوښښ لپاره هلته ځي، خو بي بي سي ورته وويل چې دوی د ويتنام د جګړې پوښښ په پلان کې لري او د نايجريا کورنۍ جګړه د دوی په اجنډا کې نشته. له همدې سره نوموړي استعفا ورکړه او پخپله د دې کورنيو جګړو د پوښښ لپاره هلته لاړ او کله چې راستون شو د (The Biafra Story) په نوم يې کتاب وليکه.
د انګرېز فريدرک د کيسې په لوستو له واره پوهېدی شو چې د سيمې ليکوال او ژورنالستان ولې د نړيوالې کچې ناولونه نه شي پنځولی. موږ ژورنالستان يو خبر، يو کالم يا د ټلوېزيون يوه جګړه تر پوښښ لاندې راولو خو زموږ تخليقي وړتياوې تر دې لږ ډېر هم زموږ لاسنيوی نه کوي.
زموږ تخليقي وړتياوې ولې زموږ لاسنيوی نه کوي؟
د دې پوښتنې تر ټولو ښه ځواب به له پنځه اويا کلن فريدرک- هغه چې د يوه ناول د ليکلو لپاره يې د نړۍ تر شپږو په ډېرو هېوادونو کې خپلې څېړنې وکړې- پرته له بل چاسره نه وي. په پای کې دې ته رسيږو چې هېڅوک هم له پيدايښته وړ او ذهين نه وي. اندونې، څېړنې او خواري له سړي ذهين او د نړۍ تکړه اديب جوړوي!