(بولـله له پيله تر خوشحاله)اثر کې بولـله (قصيده) مې د جاهليت له زمانې څخه رانيولې ان د خوشحال پور ې مې تر څېړنې لاندې نيولې ده.
کتاب درې څپرکي لري لومړى څپرکى د خوشحال د شاعرۍ په اړه په کې بحث دى، دويم څپرکى د قصيدې شاليد يعنې تاريخچه او درېيم څپرکى د خوشحال خان خټک ټولې قصيدې او وېپانګه ده.
دا چې د کتاب زياته برخه د خوشحال خان خټک قصايدو ته ځانګړې شوې ده، غواړم د بابا د قصايدو په تعداد وغږېږم.
د (خوشحال کليات) د عبدالقيوم زاهد مشواڼي په سريزې، اوډون او ترتيب په سريزې کې ليکل شوي دي، د خوشحال کليات کې ٨٦٠ غزلې، ٥٢ قصيدې، ١٦٧٤ رباعيات، ٤٠٥ قطعې، ١ مثلث، ٢ څلوريزې، ١ مثنوي، ٤ مخسمونه، ٢ مسدسونه، ١ معشر، ١ ترکيب بند او ١ ترجيع بند موجود دى يانې د قصايدو تعداد يې ٥٢ ښودلى دى.
خوشحال پوهنې په کتاب کې د خان بابا د قصايدو په اړه داسې راغلي دي د دې د ديوان بله برخه د قصيدو ده، د خان ټولې ٥٢ قصيدې په کلياتو کې موجودې دي.
حبيبي صاحب او ځينو نورو خوشحال پېژندونکيو د خان بابا ځينې قصيدو ته غزل وزمه قصيدې ويلې دي.
دې قصيدو ته غزلې او که قصيدې ووايو، ښاغليو پوهانو هم دغه خبره نه ده ښکاره کړې، د دوى په فکر که چېرې د قصيدې منځپانګه، محتوا او ځمکه غنايي وي دې ته يې غزل وزمه قصيدې ويلي دي دا چې ځينو پوهانو د خان بابا قصايد ٥٢ ښودلي دي دوى خوله په خوله دغه تعداد ديو نه بل کتاب کې ښودلى دى، خو زما په نظر د خان بابا قصايد ٥٢ نه زياتې دي دا چې د قصيدې په پېژندنې کې بايد کوم توکي په نظر کې ونيول شي دا ټول ما دقيق وکتل او د ډېرې مطالعې وروسته په دې پوه شوم چې د بابا قصايد له ٥٢ زياتې دي.
هغو پوهانو چې د بابا ځينو قصايدو ته غزل وزمه قصيدې ويلي دي، هغه بايد په قصيدو کې وشمېر ل شي، ځکه چې بابا د قصايدو بريد مات کړ، کومې قصيدې چې د جاهليت په زمانې کې په ارادي ډول د خرڅون او کره کتنې لپاره ليکل کېدې او يا د فارسي دري ژبې تمهيديه قصيدې چې په دربارونو کې د مال، دولت، جاه او جلال او د چاپلوسۍ لپاره ويل کېدې او زياتره قصيدې به د ستاينې او مدحې لپاره وې خو بابا خطابيه قصيدې خپل اوج ته ورسولې اوپه غير ارادي او ناشعوري ډول يې د قصيدې په ځېل کې اخلاقي، اجتماعي، سياسي، غنايي، رزمي او نور مسايل راوړه، ما د بابا ټولې قصيدې ولوستې او هر ډول منځپانګې د دې په قصايدو کې شته، نو د پورته دلايلو په نظر کې نيولو سره د بابا د غزل وزمه قصيدو جوړښت، د بيتونو شمېر، قافيې او په ځينو قصايدو کې رديفونه په دې دلالت کوي چې دا قصيدې دي.