تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني اجمدزي د سترې محکمې د رييس استعفا ومنله او د هغه هڅې یې وستایلې.

د سترې محکمې رييس پوهاند عبدالسلام عظیمي په وروستیو کې استعفا کړې وه خو ارګ نن اعلان وکړ چې ولسمشر احمدزي د نوموړي استعفا تایید کړه.

نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې په خپله جامع وینا کې په ستره محکمه او نورو اورګانونو کې د فساد یادونه وکړه خو وروسته دې محکمې د ولسمشر څرګندونې رد کړې.

ولسمشر غني د پوهاند عظیمي خدمتونه وستایل او هغه ته یې د غازي امان الله خان نښان ورکړ چې د افغانستان یو مهم دولتي میډال دی.

تراوسه څرګنده نه ده چې د عبدالسلام عظیمي پر ځای به څوک د سترې محکمې رييس وټاکل شي. خو د ارګ سرچینې وايي چې ژر به نوی قاضي قضات معرفي شي.

1سلام عظیمي له ډېره وخته د سترې محکمې د سرپرست په توګه کار کاوه.

پوهاند عظیمي په مصر کې د شرعیاتو په څانګه کې ماستري کړې او وروسته یې د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې نورې لوړې زده کړې کړي دي.

نوموړی د ثور تر کودتا مخکې د کابل پوهنتون رييس و او یوه موده هم د عدلیې وزیر پاتې شوی دی.

2 thoughts on “ارګ وايي چې ژر به د سترې محکمې نوی رييس معرفي شي”
  1. محترم قضاوت پوه عبدالرشید راشد د ستری محکمی نوی رئیس

    دقضاوتپوه عبدالرشید راشد دستری محکمی دغړی

    او دکورنی اوبهرنی امنیت پرضد جرایمواو نظامی چارود دیوان رئیس

    محترم عبدالرشید راشد په ۱۳۲۰هـ ش کال دبغلان په ولایت کی نړۍ ته سترګی پرانیستلی . نوموړی د کابل پوهنتون دشرعیاتو د څانګی فارغ التحصیل دی . د افغانستان په ملی اردو کی د یوکال زده کړی له بشپړولو او دهغه په ریزرف کی له کاروروسته یی ، دستری محکمی د حقوقی مطالعاتو په برخه کی د زده کړی په پروګرام کی ګډون وکړ.

    د دی روزنیزی دوری له پای ته رسولو وروسته ، محترم راشد دیوکال مودی لپاره دبغلان ولایت د ابتدائیه محکمی درئیس په عنوان منصوب شو.

    د دی مودی په ترڅ کی ، نوموړی دستری محکمی د تدقیق ریاست دغړی په توګه د قضایی تصمیمونودتجزیی او تحلیل په ډګرکی اوهم دهغه دوسیو په هکله چی لومړنی قضایی پراویی تیراوه ، فعال ؤ.

    تردی پسی ، نوموړی دستری محکمی دعرایضو دعمومی رئیس په حیث منصوب شو. ده د دری کلونولپاره په دی مقام کی دنده ترسره کړه چی د ټولوعرایضو په تړاو یی حقوقی نظریی وړاندی کولی .

    دثانوی نظریاتو په وړاندی کولو سره دهغه قضایا وو په اړوند چی په ابتدائیه او استیناف محکموکی ترڅیړنی لاندی نیول کیدی د قضایا وو د رسیده ګۍ دبهیر دچټکتیا او ښه کیدو په موخه یی د پام وړمرسته کوله .

    محترم راشد ، دانشمند شخصیت په ستره محکمه کی د حقوقی زده کړو دسوابقوپه درلودلو، دستری محکمی له لوری ( دنصاب او حقوقی زده کړی پراختیا) ترعنوان لاندی روزنیزپروګرام کی دګډون لپاره دمتحده ایالتونو دجورج واشنګتن پوهنتون دحقوقو فاکولتی ته معرفی شو . نوموړی دتطبیقی حقوقو په څانګه ، جزا قانون ، مدنی مسایلو، جزایی اجراآتو او اساسی قانون کی خپلوزده کړو ته دوام ورکړ.

    دزده کړی له پای ته رسولو وروسته بیرته افغانستان ته راستون شو او ترهغه مهاله چی د وخت دکمونیستی رژیم په واسطه د لویدیځ دتطبیقی قانون په څانګه کی دزده کړی او په متحده ایالتونو کی د استوګنی په تور، ونیول شو او زندان ته ولیږل شو، په قضا کی یی دنده ترسره کړه . خو له زندان څخه دراخوشی کیدو سره سم ، نوموړی د استیناف محکمی د سوداګریز دیوان دغړی په عنوان دوه کاله دنده اجرا کړه .

    نوموړی همدارنګه دستری محکمی د پلټنی او څیړنی داداری دغړی په توګه وټاکل شو، په دی ډګرکی ، نوموړی دروزنیزو پروګرامونو دڅارنی او کنترول او دتحتانی محاکمو له اجراآتو څخه دنظارت مسوولیت په غاړه درلود.

    محترم راشد دهغه ګواښونو له امله چی دی او کورنۍ یی له خطرسره مخامخ کړی وه ، په ۱۳۶۲هـ ش کی د افغانستان پریښوولوته اړووت.

    په ۱۳۸۲هـ ش کال کی د بن له هو کړه لیک وروسته ، محترم راشد د افغانستان د اسلامی جمهوریت دلومړنی اساسی قانون دژباړی او تفسیر دکمیټی د رئیس په توګه وټاکل شو چی د هماغه متن مواد داساسی قانون د رسمی نسخی د مسودی په حیث ترګټنی لاندی ونیول شول .

    په ۱۳۸۳ هـ ش کال کی نوموړی دجمهور رئیس کرزی له خوا دستری محکمی دعالی شورا دغړی په توګه معرفی او په هماغه کال کی د افغانستان د پارلمان دتائید وړوګرځیده له ځنډپرته یی په کارپیل وکړ او داوسنۍ ستری محکمی په پراختیا اوپرمختګ کی له کلیدی څهروڅخه ګڼل کیږی .

    د انتصاب له مهاله ، محترم راشد دستری محکمی دنظامی او دکورنۍ او بهرنی امنیت پرضد جرایمود رئیس په حیث په نظامی جرایمو اوامنیتی چارودڅارنی په ډګرکی دنده ترسره کړی ده .

    محترم راشد دستری محکمی په پراختیا او پرمختیا کی مهم رول درلودلی دی .

    دیادونی وړده چی نوموړی په څونړیوالو کنفرانسونو کی په برلین ، دنور، بارسلونا، قاهری اونورو نړیوالوکنفرانسونو کی دمحکمو د اداری پراختیا او پرمختیا او دافغانستان دمحکمو دنظام په چوکاټ کی د حقوقی څیړنو رول کی ګډون درلودلی دی .

    نوموړی دمتحده ایالتونو دڅوموسسو او معتبرو پوهنتونونو له خوا که دهاروارد د دولتی پوهنتون او استنفورد پوهنتون فاکولتی وی د افغانستان د حقوقی زده کړو د پروژی په چوکاټ کی ، د افغانستان د قضائیه ځواک درول او راتلونکی په اړوند دویناکولو په موخه دعوت شوی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *