ما او اندي د کوزت په واسطه، سره ولیدل.
ملګرې مې یوه ورځ زنګ را وواهه چي کوزت ته ځای ورکړم.
که ثابته وای چې سپین دروغ اخلاقو ته تاوان نه لري زما ډير مجبوریتونه به کم شوي وو.
په فلسفي کړکیچ کې وپیچل شوم او کوزت مې میلمنه شوه .
البته، دا نه چې زما پر ژوند سونامي راغله .
نه ! کلونه کیږي چې له سهار سره ووځم .
په اونۍ کې پینځه ورځې، له ماښام سره بیرته راشم.
ډوډۍ وخورم .
راډیو ولګوم .
بیرته یې ګول کم.
کمپیوټر ولګوم، بیا یې مړ کم .
بیا شپه شي.
غوښه نه خورم . خوښه نه خوري.
دواړه را وڅکیږو.
څه چې خواړه شي هغه خواړه شي.
څه چې پاتې شي، پاتې شي.
دا بیرته خپل کارتن ته ور وڅکیږي او زه خپل کمپل ته .
په اوله ورځ مې د مهمان نوازي، بشر نوازي او که غریب پروري ورته وایې … له مخې، پر سر لاس ورتیراوه چې په داسې شدت یې به لکۍ ووهلم چې څو ساعته مي خپل لاس ته سودا وه .
ما ویل که یې هډوکی مات وو.
خیر تر هغه وروسته، د عدم تکلف فضا برقراره شوه .
شکایت هم نه لرم .
زما هم اضافي نازو – نوازش نه خوښیږي.
خو کله چې مې پر خپل بالښت خړ – خړ ، زیږه – زیږه ، لنډ-لنډ ویښتان پيدا کړل، له دې هم ډاډه شوم چې شله نه ده خو د مزاحمت حوصله نه لري.
زه هم تنهايي د نا مطلوبو پر حضور غوره ګڼم .
البته، دا چې کوزت په نامطلوبو خلکو کې ګڼلم، شرمنده وم .
خو وروسته چې مې له اندي سره ولیدل، پوه شوم چې کوزت هم له ماشومتوبه، د ځانګړې طبعې میرمن وه .
اندي باور درلود چې طبیعت یوازې خپله څیره بدلوي او په اصل کې نه بدلیږي نو د کوزت د اخلاقو ښه کیدو ته یې خاصه تمه نه درلوده .
کوزت یې د کثافاتو له یوې ډبي موندلې وه.
کیدای شي د چا پشکې ډیر بچي زیږولي وو او هغوي نه شوای کولای چې ټول وساتي نو کوزت یې په کثافاتو کې اچولې وه.
خو زما ملګرې وايي چې حیوانات د خپلې طبیعي هوښیارۍ له مخې ، د زيږولو په وخت په خپلو بچو کې د روغ او ناروغ فرق کولای شي.
کوم یو چې مور ته بې عقله او مریض معلوم شي، یا تر مرګه شدې نه ورکوي او یا یې ترک کړي.
خو ولې کوزت ؟
دا نه چې زه د کوزت تر مور ښه پوهیږم خو بلاخره یوه میاشت ګډې اوسیدو …
د خداي په امانۍ په ورځ يې سخت باران اورید .
اندي پسې راغلی وو. په خپل خاکي جمپر کې يې چخ کړه. د
کوزت سر ، د اندي تر ګریوانه راوتلی وو.
د اندي ژیړه ږیره د کوزت پر خړو ویښتانو راپرته وه .
کوزت کرار – کرار ماته کتل .
اندي خپل ګریوانه ته کتل .
ما خپل لاس ته کتل، د اندي په لاس کې څومره کوچنی شو.
له لرې دومره غټ نه معلومیده .
څيره یې په ویښتانو کې ورکه وه ، که نه جذاب سړی وو.
دوه – دری لنډې کیسې یې په څو معتبرو مجلو کې چاپ شوې وې.
پينځه دیرش کاله خو عمر نه دی .
زما ملګرې ویل چې اوس یې د ویتنام په جګړه کې د خپل پلار د خاطراتو کتاب لیکل.
د اندي پلار هلته وژل شوی وو نو ده نه وو لیدلی خو مور یې لیدلې وه .
اندي زما ملګرې ته ویلي وو چې په خوب کې په وار وار د امریکا او ویتنام د جګړې ډګر ته ورځي او له خپل پلار سره ګوري، خبرې ورسره کوي او یادداشتونه یې جوړوي.
دا زما د ملګرې مشوره وه چې اندي یوه میاشت ویتنام ته ولاړ څو په خوب کې لیدلي ځایونه په ویښه وګوري او کوزت زما غاړې ته را واچوي.
خدایزده چې کتاب به یې تر کوم ځایه رسولي وي خو د ویتنام تر سفر وروسته ورک غوندي شو.
زما ملګرې ویل چې کوزت سخته ناجوړه ده.
بیا یوه ورځ ، کوزت مړه شوه.
ماښام مې ملګرې زنګ را وواهه چې اندي ځان له پینځمه پوړه کښته غورځولي.
یوه اونۍ په روغتون کې وو.
سر او زړه یې سخته ضربه لیدلې وو.
بیګا شپه یې ساه ورکړه .
هیڅ څوک نه پوهیږي چې پر اندي څه راغلي.
ډاکټران یوازې د کورنۍ ډیرو نږدې غړو ته معلومات ورکوي.
یعنې په موږ کې به هیڅ څوک ونه پوهیږي چې اندي څنګه مړ شو.
زما ملګرې وايي چې مرثیه ورته ولیکم .
اه ! په فلسفي کړکیچ کې یې پيچلې یم.
سر په چړۍ یم !