موږ او د دار ازمایشونه !

یادونه:

( معین بسیسو په ۱۹۲۶ ء کال په غزه کي زېږدلی دی، په قاهره کي له امریکايي پوهنتون څخه په ادبیاتو کې بي. اې. کړې ده ، وروسته هم دې پوهنتون کي د استاد په توګه ومنل سو، خو د سیاسي فعالیتونو له کبله ډېر ژر له خپلي وظیفې ګوښه کړلی سو،چي وروسته یې په غزه، بیروت او قاهره کي د ژورنالسټ په حیث خپلې چارې تر سره کولې.

لومړۍ ټولګه یې په ۱۹۵۲ ء کال د ( العرکه) په نوم او دویمه ټولګه یې ۱۹۵۷ ء کي خپره سوه .

د معین بسیسو شمېر د فلسطین د تحریک له نوموړو شعرا څخه دی ، له تېري یوې مودې د فلسطین د خپلواکۍ د کمیټۍ له ریس سره د معاون په توګه دنده اجراکړې ده ، معین بسیسو په ۱۹۸۴ء کال له دې نړۍ سترګي پټي کړي دي .

دا څپرکی د ده د کتاب ( په اوبو کي ډوبېدل) څخه را ژباړل سوی دی ، دا ټول کتاب ( د زندان د یوازیتوب) په اړه دی هم دا ژباړه د دې کتاب د اووم څپرکي څخه سوې ده )

د ژړو خښتو څخه رغول سوی څلور کونجیزه دېوال ، یو څوک د همدې ژړو خښتو په حصار کي دی ، د دېوال په هر کونج کي یو مینار جوړ وو، څارونکي ورباندي مامور وو، ګړی په ګړی به یې نارې وهلې، اول نمبر، څه صیح سوه ، د دا نارې په جواب کي به یوه بله ناره پورته سوه دوهم نمبر، څه ټیک سو، هم دا ډول به دریمه او څلورمه ناره پورته سوه ، دا نارې د هر میناره راوتې او پخپلو کي به سره غاړه غړۍ سوې او په فضا کي به خورې سوې :

سهار لمر په راختو وو چي سرپوشي لارۍ جیل ته را داخله سوه، په دا لارۍ کي د (غازه) نیول سوي مجاهدین سپاره وو، اوس موږ په یوه اوبل پسي د لارۍ څخه راکښته سو، د جیل څارونکو او د هغو درو سپیو لکه چي د وړاندي زموږ د راتللو منتظر پاته وو، په زغرده تر موږ د یو دایرې په بڼه چاپېره سو :

وروسته مي د دې سپیو نومونه هم زده کړل ، ورپکي دوې ښځیني سپۍ وې ( ګولډا) او (لکي) نومونه یې درلود او هم یو نر سپی وو چي نوم یې (عنایت) وو:

و پوځي جیل ته …. پخیر راغلاست ، دوه ،دوه رامخکي سی !

موږ ټول یې په قطار کي ودرولو ، په لومړي قطارکي زه او (کامریډ خلیل عویدا ) ولاړ وو، چي د مهاجرینو د مکتبونو ناظم تعلیم وو، د ما څخه وروسته د عویدا معاون ( فرید ابو داردا ) ولاړ وو، د قطار په پای کي (صباالابرباري ) ولاړه وه هم دا لومړۍ فلسطینۍ یا مصرۍ میرمن وه چي پوځي جیل ته راوستل سوې وه .

(اټینشن….) تاسو نه پوهیږی تاسوڅه بلل سوي یاست ، پر اټینشن به خامخا له خپلو ځایو ولاړیږی… دواړه پښې به سره نژدې کوی … بې د سرله خوځوني به نېغ ګوری …. موږ به هم دا ډول مخامخ نېغ کتل ، مخامخ میدان کي څو عسکر په لوڅو پښو په منډو وو، په غاړه به یې خپل خپل بوټان ځوړند وو، عسکرو ته هم د دا ډول غېر قانوني سزا ورکول کیږي ، د جیل وارډن ( حمزه بسوني) چي راښکاره سو هغه مهال دا دواړه سپۍ د ده په لېدو په جوش او غضب سوې (لکي) خو وروغورځېده په پښو کي ور وغړېدله او سمدستي څارونکي د ژړو خښتو تر مینارو راښکاره سول ، د څارونکو بڼي د وخت په تېرېدو سره د هم دې ژړو خښتو په څېر اوښتې.

سارجنټ میجر امین ورته وویل :

باچا هرڅه سم دي !

باچا نور زموږ قطار ته رانژدې سو ، اوږد جګ ، پراخ ځګر، دروند ږغ ، شنې سترګي او سنهري بیښتان ، موږ ته یې څه دا رنګ کتل لکه چي په سترګو مي بوﺉ کوي د (صباالابرباري) و مخ ته یې چیغه کړه ودرېدو ورته ویې ویل :

ته د دوی سره څه کوې ؟

چاچي زه دلته راوستی یم دا پوښتنه هم له هغو وکړه !

زه ښځي په خپل پوځي جیل کي هیڅ نه پرېږدم .

دا ځکه یې تر څلورو میاشتو (صباالابرباري ) په یوازي کوټه کي بندي وساتله:

اټینشن…. موږ ټول اټینشن سو، مخامخ ګورو، عسکر اوس هم په ځغاستا وو، خپل بوټان یې هم هغه ډول در غاړو ځنګېدل :

موږ ټول هغه مهال زښت حیران پاته سو چي د حمزه بسوني د دفتر و مخ ته مي یو لوی باغ در سترګو سو، و دې جلاد ته په دې جیل کي د دا دومره لوی او ښایسته باغ څه اړتیا وه، هسي هم په دې باغ کي کوم مرغه موجود نه وو.

وو!د دې پوځي جیل په یوه څنډه کي یو مرغه موجود وو، خو هغه بوم وو، د ډوډۍ ویشلو مهال به راحاضر سو د څارونکو له غابو به یې د غوښي ټوټې تښتولې، څارونکو به هیڅ باک نه په کولو ( دوی ته د خواړو لپاره څه ورکول په کار دي ) په کمیونسټ بندیانو کي یو مصري عسکر هم شامل وو، هغه خوار یې دومره وډبولو چي د سر پوستکي یې رابېل سو، بیایې بې مالوچو په زخمونو اډین ور پوري کړو ، هغو ویل :

په ململ یې څله وروتړو.

هم دا بندي یوه ورځ د جیل په غولي کي د څارونکو سره را رهي و،ناڅاپه کوم بوم یې پر سر ورغوټه سو په زخم کې مښوکه ور ووهله ځني په هوا سو:

څارونکي بوم ته د دې ګستاخۍ د سزا ورکولو په نیت له مځکي یوه ډبره راپورته کړه .

( و دوی ته ښه خواړه ورکړه، امینه !

ځکه چي دا زموږ میلمانه دي )

د فلسطین د میلمنو په میلمستیا کي مطلب زموږ په میلمستیا کي یې د خواړو میز پرانستی و، څنګه چي په وارډ ( دجیل اوږده کوټه) ور داخل سو، لویه دروازه وتړل سوه، د سارجنټ میجر امین او د څارونکو د غمچنو وار او زموږ سرونه سو، هم یې په دا ډول موږ ډبولو ، اوس د دواړو سپیو تر خولو هم هغه ډول ږغونه راختل لکه څه ډول ږغونه چي زموږ تر خولو راوتل :

(لکي) خو یو مخ لیونتوب کوی ، انګوللې ، د ماشین په کومه چاړه چي یې زموږ د سرونو بیښتان راپاکول، خدای ښه پوهیدو چي څه ډول پڅه به وه، څو زره کرته به په استعمال اچول سوې وي ، زموږ د بیښتانو سره یې زموږ د سرونو پوستکي هم رابېلول :

لښتي به مي پرملا اوریدې او د ماشین چړې به مي پر سرو ښویېدې ، د سرونو ویني به مي په سترګو کي را ډنډ سوې، لاسونه مي خوځولی نسو چي خپلي سترګي ورباندي پاکي کړو ، د سرونو د دې عملیاتو وروسته یې اوس هر یو بندي د میز و مخ ته جلا، جلا ودرولو او یو، یو عسکر یې ورباندي مقرر کړو دا څارونکي بیخی بې سواده و، خو د خپل مطلب په ټکو یې ډېر ښه پویولي وو.

ټول خپل، خپل شیان پر میز باندي کښېږدی !

چاسره چي د جیب دسمال و، خپلي روپۍ ، ګړۍ، ګوتمۍ یې پکي وپېچل ، دسمال یې پر میز کښېښود، نور نو اوس پوښتني او پلټني پیل سوې ستانوم ؟

کې. ایس ، نور نو څه و د لښتو وارونه ….( په محترم راته ووایاست ، تاسو د سپي بچي ) فقط خپل نوم ورته ښودل ، په محترم ورته ویل هم یوه لښته خوړل ( محترمه زه د مکتب معلم یم) اوس پلټونکی نور هم په چیغو سو :

معلم ! د دې مطلب داسو د سپي زو ،ته یو کمیونسټ یې!

نور نو د لښتو باران پېل سو ( ګولډا) به هم په غضب سوه ، د څارونکو په یوه لاس کي لښته په بل کې بې سپی نیولی و، ته څه کار کوې ؟

محترمه زه یو لوستونکی یم !

لوستونکی! ستا مطلب ته هم یو کمیونسټ یې ، د سپي زو…..

ستانوم څه دی ؟

محترمه زما نوم ابو المجید خیال دی !

ستا روزګار؟

محترمه زه سبزي پلورونکی یم !

اوس پلټونکي یوه کلکه چپلاخه خیال پر دا مخ تود کړو ، ورته ویې ویل ته د دې لوستونکو او ښوونکو په منځ کي د سپي زو څه غواړې ، ته و دوی ته لکه چي کمیونزم ور زده کوې .

نور یې خیال په بشپړه توګه تر لښتو لاندي کړو او خیال بې سده پر مځکه را ولویدو.

موږ یې ټول د پوځي جیل د دریم پوړ په سي وارډ کي ساتلي و، ما یوار یو پلټونکی ولیدلو چي زما د کوټې پر دیوالو یې خپل لاسونه د وینو پاکول ، دا د فرید ابو داردا ویني وې چي د پلټونکي لاسونه په ککڼ سوي و.

اوس پلټونکو موږ ته نوی امر وکړو چي خپل ، خپل کمیسان وکاږو او لاسونه پر دېوالو کښېږدو، څنګه چي د لومړۍ لښتي وارسو، (لکي) راوغورځېده زموږ د وږو غوښي یې وشلولې، پر دویمه لښته یې د ملا غوښي راڅخه بیلي کړې، پردریمه لښته یې د پښو غوښي راڅخه یوړې .

( لکي) ته یې دا هم ور زده کړي و چي بې د وینو تویولو بدن څنګه داړل کیږي، د بندیانو بدنونه د سپیو له داړلو سوري،سوري و، د سپیو د داړلو یې موخه هم دا وه چي بندیان په خواږه خوب بیده نسي ( ته د کوټې په هغه کونج کي ودرېږه ) پلټونکي په پرلپسې توګه دا ډول حکمونه موږ ته راکوي .

د نورو کوټو د بندیانو زړه کښونکي چیغي راخیژي هم د سپیو د غپا لیونتوب را رسي .

کوټه سړه او یوازي ده د فرنیچر په نوم یو تشناب پکې و، هسي هم په کوټه کي بندي پخپله یو فرینچر وي ، پلټونکي د څارني او پلټني وروسته ووایي :

ته ولي ولاړ یې ! اې د سپي زو کښېنه،کښېنه !

دویم پلټونکی ! ته ولي ناست یې، اې د سپي زو ولاړسه، ولاړسه!

ټوله شپه همدا ډول تېره سي ، د ډوډۍ ګولې په خوله کي د وچو ژامو په وسیله سره اړوو، اوبه دوه، درې ساعته نوري هم نه راته رسیږی او بیا که به څارونکی یو څه خواشینی و ، امکان یې درلود چي په ټوله ورځ اوبه نه رسېدلې، د متیازو بوﺉ ټوله کوټه پر سر سره اخستې ده ، هیڅه نسي کېدلای یو د بندي خانې دیوالونه او دوروازې د فلسطینانو وطن دی، د ژړو خښتو، سپین پلستر سوي څلور میناره چي عمومي دروازه یې د اسمان په څېر غوړیدلې ده پر دیوالو یې نومونه لیکل سوي و، هم دې پوځي جیل ته د بندیانو د راتګ نیټي ورباندي لیکلي وې:

موږ هم د خپلي جلاوطنۍ نیټي پر ټولو دیوالونو ولټولې خو هیچري پر کوم دیوال مي مونده نکړه ، یا به موږ دومره جدي پامولې نه وي چي موږ په یو پوځي جیل کي بندیان یو ، په موږ کي ځني بندیان خو اوس د لوږي لکبله مرګ ته نژدې و، ستونځو ، کړاونو او د بد خوابۍ اذیتونو د ژوند توان راپکي نور اوبه کړی و.

اوومه ورځ پس یې راته تشنابونه صفا کړل ، داسي یې ولي وکړو په دې وروسته موږ وپوهیدلو اوس یې د اوبو راکول په باقاعدګي سره پیل کړو ، موږ ته خو به دوې پیالې اوبه په ورځ کي رسېدلې :

علت ې دا و چي د (غازه) څخه راوستل سوي دوه فلسطینان حاجي محمد ابودقه چي یووخت د چرسو لوی کاروباري وو، وروسته توبه ګار سو، اوس د دې ناروا کار د پرېښوولو سزا د انټیلي جنس او سیکریټ سروس ( پټوشبکو) د سړیو ستمونه او جبر ګالي او دا مهال په پوځي جیل کي بندي دی :

دویم شخص محمدابو حسیرا دی چي د غازه د بندرګاه پخوانی ناظم وو، د بندي کېدو علت او اسباب یې دا و چي د څو تنو مامورینو او تاجرانو له شریکي قاچاقبری څخه یې پرده پورته کړه ، ټول یې لوڅ کړل ، دوی دواړو د جیل د وارډ په مسولینو او څارونکو روپۍ وویشلې ، عن د جیل وارډن حمزه بوسیني یې هم ښه ونازولو چي پر موږ دا عذاب رسونکې سزا نوره بس کړي ،د نورو اسانتیاوو لپاره ابودقه او حسیرا نوري روپۍ هم ورکړې:

( بنجامین) یو یهودي وو د اسرایل څخه مصر ته راغلی وو، استخباراتي سړیو ګېر کړو او په پوځي جیل کې بندیوان کړو ، بنجامین یو ورځ راته وویل :

زه خو د ایرام مصر لیدو ته راغلی وم، برعکس دا څه وینم چي فلسطینیانو ته څه ډول،ډول عذابونه او کړاونه ورکول کیږي!

بنجامن د اوبو ویشلو مسولیت درلود هغه به و موږ ته ویل :

ویې څښی ټولي اوبه وڅښی !

موږ چي به اوبه وڅښلې ګلاس به مي په تشکر سره بیرته ورکړو هغه به د تشکر د ټکي په اورېدلو زښت وځوریدلو، راته ویل به یې :

زه خو هم ستاسو په څېر یو بندي یم !

وروسته به یې یوګلاس د اوبو بل را ډک کړو راته ویل به یې:

مخونه ورباندي ومینځئ!

دوې اونۍ وروسته د مخ مینځلو اوبه راته ورسېدې ، اوس بنجامین د خپله جیبه د سګریټ کوتۍ راوکښله ، سګریټ یې ولګولو او ماته یې وویل در واخله ویې څکوه، د تمباکو په خوشبو فضا معطره غوندي سوه، داسي مي وپاموله چي د باده د سګریټ سپرغۍ به ژغورم، که یې په لیموکي ساتم هم به یې ژغورم، پوره دوې اونۍ پس زموږ کوټې ته د سپرغۍ دا ناوکۍ پېښه راکړې وه، د لومړي کش اخیستلو وروسته راته داسي جوته سوه لکه چي هرشی په څرخ اخته دی ، دیوالونه، دروازې ، بدن لنډه یې دا هر یو شی په اتڼ اخته وو، ځان مي پر دیوال تکیا کړو کښېنستم ، داسي مي اټکل کړه لکه چي زه د بیښتانو د ګڼ ځنګل په یوه څنډه کي موجود یم .

د پابلو نرودا په قول ( داسي راته څرګنده سوه لکه برق چي په پیاله کي چپه واړوې او څښې یې )

دیارلسمه ورځ پس یې تشناب او غسل خانې ته بوتلو، د لمبیدلو اجازه یې راکړه د غسل خانې ځای یې زموږ د کوټې څخه د شلو میترو پر واټن وو، په پوځي جیل کي دهرچا خپل لاس، پښې او سترګي بیخي هیري سي ولي چي ستا نوم اوس ستا د بند کوټه ده چي په یاد به یې ساتې :

د موږ سره یو مصری مامور هم بندي دی چي په ( پورټ سعید) باندي جنګېدلی وو، څه مهال چي وسله ورتمامه سوه نو یې د کتابچو ویشل پیل کړو، دوی هغه ګېر کړو، څوک چي د کتابچو په ارزښت پوه وي هغه به حتماً کمیونسټ هم وي، هسي هم د دوی په فکر کمیونزم تش یو کاغذي علم دی:

په موږ چي څه مهال خبر سو نو یې راسره د لیدلو لپاره عریضه وکړه او سارجنټ میجر امین یې عریضه ومنله ولي چي ( منیرمواني) هم یو مامور وو، یو مامور خو د بل مامور عریضه حتماً مني:

۳۸ ورځي پس مي لمر په سترګو ولیدو، زړه مي راته ویل چي په غېږ کي یې ټینګ ونیسم ، ما لمر ته وکاتو او مخ مي په خپلو لاسونو ورځني پټ کړو،خو هم دا لمر دی چي هره ورځ زموږ بې لېدلو راخیژي هم لویږي، څارونکو موږ د ( بوسینو) د دوتر لور ته ورټیل کړو او په کلکه یې راته وویل:

لمر ته مه ګورئ په وړاندي ځئ !

په خپلو بوټانو مي پښې ومنډلې او په وړاندي وخوځیدم ، ویښتان په څلویښتو شپو کي غټیږي خو څېره هیڅ ډول تغیر نه راوړي ، د ټول عمر مهاجر هم د دا ډول څېرې او ویښتانو سره روان وي او چي کله دي دا خپله څېره په خپلو دستکښو، کمیس ، په جرابو یا په خپلو کاغذانو پټول وغواړې نو سمدستي به ووایي ( چي کوم مخبیر یې یابیا کوم قاچاقبر):

زه هر وخت خپله څېره پټه ګرځوم، د معیار مطابق زه د یو بل وطن مخبیر وم ، د راډیو د خبر له مخي زه ګیر سوی نه وم ، زما پلار،مور او ورور یې د وطنه هم شړلي نه دي ، راډیو خو دا هم وایي چي زما میرمن یې په بندي خانه کي ډبولې هم نه ده ، د ( صبا) مور ته د یو ملګري په وسیله صبا او موږ سره د لیدلو اجازه سوې ده هغې موږ هیڅ ونه پېژندلو ، نه یې داسي پامولې وه چي موږ دي دومره کمبوت کړی وي، د صبا مور راته وویل چي ستاسو کورنۍ یې ټوله د کویت څخه شړلې ده، چي وروسته بیا اردن ته تللي دي، دا هم راته معلومه سوه چي پلار به مي د هم دې ښځي په واسطه تماس راسره ساتي ولي چي پلار مي زما لیدو ته قاهرې لره به راځي خو وماته پخپله نه رامعلومېدله چي زه دا مهال چیري یم او دښمنان مي هیڅ دا منلو ته چمتو نه ووچي موږ یې له تېرو دوو میاشتو په پوځي جیل کي بندیان ساتلي وو، زه په دې زښت خوشاله سوم چي د صبا مور زموږ لپاره سګریټ هم یې ورسره ښه ډېر اورلګیت راوړي وو، موږ به بچت کولو له یوې دانې به مي دوې جوړي کړې څه مهال چي مي د مسول مامور څخه دسګریټ ویشلو اجازه وغوښتله هغه راته اجازه وکړه اوله کوټه د خلیل عویدا وه له ۳۸ ورځو یې سګریټ نه و څکولی، دا اجازه زموږ لپاره د سکون زیری وو، د ډېرو ورځو پس اوس مسول مامور و خلیل عویدا ته په محترم او ښاغلي ویلو پېل وکړ، نور سپي هم زموږ و خوا ته نه راتلو په موږ کي هم دا فکر خپور سو چي نور له بنده ازادیږو ، دا ده د (غازه) د بندیانو یوه ډله بندیان یې نور راوستل .

داسي جوتېده لکه چي د انټیلي جنس او پټو شبکو( سکریټ سروس) سړي د خلکو په ناخبره ساتلو کي زښت رسېدلي ،چالاک څوک دي ،دا دی پلار مي هم لیدلو ته راغلو د زمانې د ناخوالو برسېره هم کټ مټ هغه د پخوا په څېر وو، ( د ستر مهاجر د استقلال ګامونه ګړندي ووهیڅ ریږدیا ته چمتو نه وو ) پلار مي راته وویل چي څه ډول یې دوی ټول په لومړي جهاز کي سپاره او رهي کړل ( لاکن د کوم ځای لپاره) دا غمیزه یوازي زما وه، زما د ټولي کورنۍ اسناد د غازه وو اوس د میعاد د تېریدو لکبله ټول اسناد ناکاره سوي وو بې د څه پروا کولو پرته، بې پیسو ، بې پاسپورټه یې زما ټوله کورنۍ په جهاز کي واچوله هم یې بیرته غازه ته په راتلو کلک بندیځ ورباندي وتپلو ځکه خومي کورنۍ په قلندریه هوایي ډګر بې اسرې او بې مددګاره پرته وه ، د نیکه مرغه په هغه جهاز کي د اردن او فلسطین خلک هم سپاره وو، چي د کمیونسټۍ او حب الوطنۍ په تور وطن پرېښوولو ته اړ ایستل سوي وو ، هغو مي کورنۍ د ځان ملګرې کړې وه، خدای دي خپل رحمتونه تل تر تله ورباندي ولري :

پلار مي راته وویل زه چي قاهرې ته کوم ګړی ورسېدم سمدلاسه مي د ښار پرېښوولو فرمان په برخه سو لاکن ما بیا هم اووه ورځي پکي تیري کړې عن دا چي لتاسره د لیدو لپاره یې وماته نیم ساعت وخت راکړی دی لاکن ته په دې هرڅه هیڅ اندیښمن کیږه مه ، زه به د سمندري جهاز له لاري د سکندریه څخه تر بیروته سفروکړم ولي چي مور او ورور دي هم هلته راته منتظر پاته دي بیا خو مي دا هم لومړی ځل دی چي موږ د ښاره شړل کیږو!

اوس بندیان د غازه خبر اخیستلو لره ټول ترما چاپېره سو او ما د کویت څخه د شړل سوو خلکو په اړه معلومات ورکړو،سګریټونه مي څکول هم دباندي یو اندازه اوس ګرځېدلی سو، لکي هم اوس د موږ سره بلد سوې وه ، لکي اوس حمل داره وه، وماته د صبا سره د لیدو لپاره دویم وارډ ته د ورتګ اجازه هم سوې وه ، اوس به مي ګاهي ناوخته ډوډۍ هم په ګډه سره خوړله، یوه کوټه مي اشپزخانه کړه او عبدالمجید خیال ته مي د اشپزخانې مسولیت ور وسپارولو ، زموږ د ټولو د ژوند چاري په یوه او بل کي سره اخښلي وې ، عن تر دا چي د څکولو سګریټ او مني اډرونه مي پخپلوکي سره نیمی کول.

اوس څارونکو به زما لیکونه و صبا ته وروړل، په جیل کي همدغه څارونکي د پوسټ مین دنده اجرا کوي ( د ښیښې له بوتل څخه یو لیک) د صبا لپاره دوی هم دا نوم غوره کړی وو، د څه بوتل …………؟

په خندا یې راته وویل د ( څښلو) لاکن د څلورو میاشتو پس یې د څښلو دا بوتل د ( قناطار خیریه) جیل ته واستوله چي هلته د نورو بندي ښځوسره دیره سي ( فخري مکي) مي په زړه چړې راومنډلې ، یوه ورځ یوه څارونکي نېغ د (عویدا) کوټې ته ورغی د فخري مکي په اړه یې پوښتني ورځني وکړې .

ماڅارونکی وپوښتلوته فخري مکي د څه لپاره لټوې؟

اوس څارونکی پړق،پړق په خندا سو راته ویې ویل :

مامور صاحب راته ویلي دي چي دا لیک په اوبو کي ونښتېځه ، بیرته یې را وړه چي اوبه یې وڅښم !

نور یې هغه لیک پرانستلو او د لیک لوستل یې پیل کړو او زه نادرکه د عویدا پر بستر راولویدم ، وروسته مي لیک عویدا ته ور وړاندي کړو، مکي فخري په دې لیک کي و مینرالاریس ته لیکلي وو، چي هغه نور د کمیونزم پرېښولو ته اماده دی خو هغه د خپلو ملګرو د غضبه ډاریږي هغه غواړي چي د جیله دي نور ازاد کړلی سي او غازه ته دي بیرته واستول سي .

څه مهال چي د ګوندد مشرانو په غونډه کي د فخري لیک واورول سو نو یې د ګوند څخه د فخري د ایستلو پریکړه وکړه :

د ۱۹۴۰ ء کال د می په میاشت کي د پوځي جیل څخه یوه ډله ازاده سوه دا ډله ټول ټال څلور کسیزه وه ، صباهم د دیارلسو میاشتو د بند تېرولو وروسته د خیریه جیل څخه ازاده سوې وه .

درې میاشتي وروسته اګست ۱۹۶۰ء کال یې موږ کیمپ ته واستولو ، موږ یې ټول د جیل په غولي کي سره را یو ځای کړو ، ځني ملګري خو په دا فکر وو، چي نور د دې پوځي زندانه ازادیږو، خو ( غرحسینه) چي څه مهال عسکر په تورو دریشیو کي د لاریو څنګو ته چمتو ولیدل نو یې وویل :

دا کارغان چیري موږ غازه ته خو نه وړي !

د غر حسینه اندازه بیخي سمه وه ، هغو موږ د پوځي جیل څخه په تورو لارویو کي سپاره کړو هم دا مهال د (پادر فاسټ) کیسه را یاده سوه دا کیسه مي و نورو ته هم اورولې ده ، دا د یو پوهنتون د پروفېسر کیسه ده د ( میکارتي) په پېر کي به یې میکارتینرم ته زښت بد رد ویلو ، یوه ورځ چي ماشوم زوی یې د کړکۍ سره نژدې ناست وو، یو میکارتیسټ کړکۍ په کاڼي وویشتله د کړکۍ د هندارو په توکرو د ماشوم څېره ټوله ویني ، ویني سوه ،نو دا ډول پیښي د کمیونزم سره د میني پیلامه ګرځي :

( تش یوه جمله هم دا جمله ووایه ، زه کمیونسټ نه یم ) که یې پر کاغذ لیکې که یې په خوله وایې دا د هغو لپاره کوم ارزښت نلري چي د کمیونزم څخه انکار په زباني ډول دی او که په تحریري بڼه دی ، انکار ، انکار دی په استعمال یې کاغذ واچوې او که یې د باد څپو ته ورسپارې !

زما د دې لیک کومه کرښه که مي ناخوښه سوې وي نو یې زما اړتیا وپاموی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *