په دې ورځو کې مې دکوم مساپر د یاقربان زمزمه  پر اروا ووریده ، دیوه غرني ( ریحان ) دمینې عطر له کومې سپیڅلې زمکې څخه راغی ، هغه چې دسلیمان له غرونو څخه دحضرت پیغم��ر ( ص) هېواد ته ورغلی اوباد یې له هغې زمکې څخه دښکلې شاعرۍ ازانګې او خوشبویی له ځانه سره راوړې ده .

دخالد ریحان شعرونو حیران کړم؛ له خپل چست بیان ، بېباکه ژبې کارونې او کلیوالو تړنګونو سره  یې زماباور پیاوړی کړ ، چې پښتو شعر نوي نسل ته په مسئولیت ورلیږدي، دریحان په شاعرۍ کې د هغه دماشومتوب او زلمیتوب د سیمې ، دهغه دکلي او دهغه دکورني چاپیریال نوموونې ، رواني فضا او چارچلند سیوری غوړولی دی . ددغه شاعر په شعر کې د بریځر ، سورساندې ، انډي ، سوندۍ ، کوبۍ او نورو لسګونو سوچه پښتو نومونو شاعرانه  کول داښيي چې زموږ شاعر خپل هغه طبیعي او سپیڅلي تخیلات له موږ سره شریکوي چې لا دتصنع او تکلف په رنګونو نه دي لړل شوي . دغزلو ، ازادو شعرونو ، چارپارو او څلوریزو دغه مین شاعر د حالت ، حسي او ذهني انځورونو په ارایه کې پیاوړی لاس لري ، که څه هم لا دشعري موضوع دیووالي او موضوعي ټاکنې په برخو کې نورو هڅو او ریاضت ته اړتیالري ، خو په همدې ټولګه کې یې هم ګڼ داسې شعرونه موندلای شو چې دهغه دهمزولې شاعرۍ دټوکرۍ دسر ګلونه  دي :

سر به خورې د زورورو پاچاهي ده

په دې ښار  د تورو زغرو پاچاهي ده

د چار قل تعویذ په غاړه ګرځومه

ستا دمړو سترګو کوډګرو پاچاهي ده

ګرځوم یې د بڼو په څېر په سترګو

که دلرو که دبرو پاچاهي ده

پرهارونه په تندي وړمه ریحانه

لا تر اوسه د ډبرو پاچاهي ده

په پورته بیتونو کې، لږ ترلږه زما دلوستنې له مخې ، هېڅ سولیدلې ، تکراري او یا زړه اوناشاعرانه خبره نشته ، او په دې توګه ښکاري چې شاعر دغزل فورم په رازلمي کولو او نوښت کې بریالی لاس لري .  دمښوکي غزل په دې مطلع :

تویومه چې د اوښکو سپین پټوکي

غم مې واړول د زړه د بڼ خروکي

له خپلې سختې قافیې او ډیرو نویو تړنګونو سره دنومهالې غزلیزې شاعرۍ  له  ډیرو ښکلیو بېلګوڅخه ګڼلی شو.

 او د(شودیارې ) ازاد شعرله خپل تصویري پرمختګ سره ددغه شاعر د (تخييل ) ځواک زباتولای شي، ددې شعر دپیل څوکرښې زما دوینا شاهدي ورکوي :

سهار د لمر په یوې

د تورې شپې شودیاري واړولې

او زرین تخم یې د وړانګو په کې وشیندلو

سترګي د وریځو ټیکری مخ ته ونیو

له خوشالۍ نه یې ورو ورو وژړل

په وړانګین کښت یې څاڅکي څاڅکي اوښکي وڅڅېدې

دښاغلي ریحان دشاعرانه بېلګو په لوستلو مې پایله واخیسته  چې  پښتو لاهم ډیر پټ ،   خواره او  مساپر غمي لري ، خو موږ لاهم ترې نه یو خبر  ، راځئ دګران ریحان په زړه پورې شاعري ولولئ ، او له ماسره یوځای دسلیمان دغره ازانګې ، دشنو پټیو له سهارنۍ هواسره پرخپلې اروا دروشیندئ ، ایله به دوژنو ، ورانولو او سوزولو دلوګیو تر منځ یوه سپینه او رڼه وږمه وګورئ  ، چې لاهم دمینې ، عاطفې او ښکلا دشتون او ژوند شاهدي ورکوي .

ستاسو او دخپل ویاړلي شاعر لاسونه په توده ورورګلوئ نیسم .

کابل

۱۳۹۱- زمری  –    ۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *