۲۴/۱۰/۲۰۱۴
د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر د میاشتې ډیرې ورځې مې په کیف کې له لطیف لالا(ډاکتر صاحب لطیف بهاند) سره تیرې کړې. د کیف منی ښکلی و، خو دود غړن. دا لوګي د جګړې نه وو. سره له دې چې د جګړې تاثیرات د خلکو او ټولنې په ژوند کې له ورایه لیدل کیدل، خو تر اوسه کیف ته د روسیې او اوکراین په پوله کې د بل کړای شوې جګړې اور او لوګي نه وو را رسیدلي. دا د وچو پاڼو لوګي وو. په کیف کې هم د دیمو کراسۍ تر پردې لاندې ښاروالۍ خپل کارونه سم نه تر سره کول. مقامات د کار پر ځای په پچه سپاره وو او د امریکا ــ اروپا خوبونه یې لیدل. له ونو راتويې وچې پاڼې د دې پر ځای چې له ښاره ویستل شي، همالته د ښار په منځ کې د ونو او لارو په ځنګونو کې سو ځول کیدې او لوګو یې د کیف آسمان او هوا سره لړلي وو.
زما لالا د اکراین په کیف کې د افغانستان د سفارت مرستیال سفیر دی. زه به هره کاري ورځ کې له ده سره د کار ځای ته تلمه. په سفارت کې دوی د «ملکه ثریا کتابتون» په نامه یوه کتابخانه پرانستی وه او ښایسته ډیر کتابونه یې په کې راټول کړي وو. لا لا به د کمپیوتر تڼۍ شړقولې ا و زه به کرۍ ورځ د ده په دفتر کې مطالعې ته اړم وم:
د استاد خلیل الله خلیلي له خولې لیکل شوي یادداشتونه راته په زړه پورې و، خو سل په سلو کې یې په نګه والي شک من شوم.
«افغانستان در آتش نفت» کتاب سره له دې چې په زړه پورې و، خو د یوې ډلې د پلویتوب تله په کې درنه وه، خو بیا مې هم د دې له پاره خوښ شو چې د تحقیق په اصولو کې لیکوال راته تر ډیره بریالی ښکاره شو او …
له دې نه وروسته به مو په فارغ وخت کې د کیف تاریخي ځایونه، موزیمونه، دوکانونه، بازارونه، میترو، بڼونه، پارکونه او نور په زړه پورې ځایونه لیدل.
د سیاسی، نظامي او انقلابي اړو دوړ په سلسله کې خلک خوار بیکاره، سر ګردانه، زیړ زبښلي وو او د نامالومې راتلونکې په باب یې فکر کاوه. نرخونه ډیر جګ او د خلکو جیبونه تش وو.
د چکرونو په سلسله کې د ۲۰۱۴ کال د اګست په ۱۸ نیټه ماسپښین مهال یو پارک ته تلونکي وو، چې د لالا تلیفون غږ وکړ. که ګورم چې لالا ورته وویل: درغلو.
لالا ویل چې له ماسکو نه میرویس راغلی، غواړي چې ودې ګوري. ما ویل دا خو ښه وشول. میرویس زما یو پیژندګلو افغان دی چې همالته یې ماسکو کې درس ویلی و، ښه بلد و موږ سره یې په ګاونډ کې ژوند کاوه او یو څه خوږې ترخې مو سره په ګډه تیرې کړې وې.
څو شیبې وروسته که ګورم چې میرویس راغی، څوارلس کاله مو نه وو سره لیدلي. ښه بدل شوی وو، خو له خولې نه یې خندا ورکه نه وه .ستړي مه شي نه وروسته مو څو شیبې په هغه پارک کې چکر وواهه، بیا د ده د اوسیدو ځای ته وخوځیدو.
د لارې پر سر یوې اوکرایینۍ میرمنې ترکاري او تازه میوه خرڅوله. میرویس ویل چې دلته به زه لږ ترکاري واخلم. زه او لالا هم ورسره ودریدو. ښځې کله چې رومیان په کڅوړه کې اچول، د سترګو له کونجو نه یې په غلا موږ ته کتل. ښکاریدل چې څه یې په زړه کې ګرځي. له یوه ستړي ستمهاري نه وروسته یې له میرویس نه وپوښتل:
ترکان یاستئ؟
میرویس په خندا ورته وویل:
نه موږ ترکان نه یو.
نو د کوم ځای یاستئ؟
میرویس ورته وویل:
موږ افغانان یو.
ښځې په ناراضي لهجه وویل:
افغانانو ته ورته نه یاستئ. او بیا یې له خندا په ډکه خوله د خپلې لومړنۍ جملې په تایید سره وویل:
هیڅ امکان نه لري چې تاسو دې افغانان واوسئ.
میرویس بیا ورته وویل چې موږ افغانان یو. ښځې بیا په ټینګار سره وویل چې تاسو افغانانو ته نه پاتې کیږئ.
موږ ورته وویل چې ته د کوم دلیل له مخې دا خبره کوې چې موږ افغانانو ته نه پاتې کیږو؟
سم د لاسه یې په ډیره حق په جانبه لهجه او ډاډ سره وویل:
ولې لنګوټی نه لرئ؟
افغان خو له لرې پیژندل کیږي چې يوه ښه اوږده ټوټه یې له سره تاو کړي وي او برند روان وي.
موږ یو بل ته سره وکتل، او ورنه روان شوو.
پای
ډیره عجیبه یی کړی. لنګوټی!!!!
بهاند صاحب سلامونه،
ډېره خوږه خاطره مو کښلې. په قلم مو برکت شه. مه نه غوښتل چې ټوله ولولم خو دومره جالبه وه چې تر پایه یې لوستلو ته اړ ایستلم.
زه هم په یوه اروپايي هیواد کې اوسم. باور دې وشه چې د لنګوټې او پټو د لاسه زما په افغانیت هم ډیرو شک کړی دی.
خدای دې دواړه ورکې کړي.سیلاب
ښکلې خاطره وه خو سېلاب په نوم لیکونکي چې تبصره لیکلې اوکراينۍ ترې ښه ده ځکه چې هغې خو د افغانانو د بڼې يو اصلي اړخ پېژندلای چې درياد کړای دی ، خو سېلاب ته بيا نه ښايي چې د خپل د پلار دغه دوه ځانگړتياوې چې يو افغان ته پاتې دي دغه هم ورکې کړي ، نور خو په ديارلسو کالونو کې افغان نرخي سياستوالو په هویت هم ملنډې ووهلې چې شرمېدل . الله دې تاسو ته هدایت وکړي .
salam. dwaro likwalano wrono wrandi kawom/
خانګل صاحب دا څه فکر دی چې ځان له نورې دنیا بېل کړو او هغه هویت وبولو.
هویت هغه څوک لري چې په علم، تهذیب، ښه نظافت، ښکلو ښارونو، اختراعاتو، شهکار لیکنو او اثارو ، سپورت کې مخکي وي. چلیمچي، خیرنې جامې، اوږدې ږیرې، نامینځلي له نسوارو ډک او شنه غاښونه څه هویت او څه افتخار دی.
هدایت الله تانه ګل