محمد عارف رسولي

پوهان وايي چې بیوزلۍ هلته ورکیږي او پرمختګ راځي چې خلک وغواړي، مسؤلیت ومني او په ځان کې اړین شرایط پیداکړي. نو که په افغانستان کې د بیوزلۍ کمول او پرمختګ راوستل له یوې خوا د دولت مسؤلیت دئ نوخپله زموږ د خلکو او عوامو مسؤلیت هم دئ. په ټولنه او عوامو کې د ذهنیت برابرول د دیني عالمانو، مدنی ټولنو، قومی شوراګانو، نا دولتی موسسو او روڼ اندو کار دئ. دوی کولای شي ترڅو ولس په پرمختیایي پروسه کې و رغنده ونډې اخیستو او مشارکت ته تیار کړي. له دولتي او پرمختیایي پروګرامونو څخه هغه څوک ډېره ګټه اخیستلای شي چې دهغوي په ټولنه کې ورته شرایط او بستر برابر وي، په جدیت او ریښتینولۍ سره یې غواړي، له پلي کوونکو سره همکاری کوی، په قدر یې پوهیږي او ساتنه یې کوي. داڅیزونه دخلکو په ویښتیا او پرمختګ کې خورا ټاکونکې ونډه لري.

يه ځینو ټولنو کې کدرونه او پانګوال یوازې انساني او مالي پانګه لري چې په خپل ځای کې خورا ډېر اهمیت لری. خو د لا ښې ودې لپاره په نن وخت کې یوه بله مهمه پانګه هم اړینه ده. دا مهمه پانګه ټولنیزه پانګه (Social Capital) ده او د پرمختګ لپاره ورته ډېره اړتیا ده او په نن زمانه کې د ټولنو او ملتونو رقابت ترډېره په دې پانګه پورې اړه لري چیرته چې ګډ کار کولو، ګدو موخو ټاکلو او ګډو هڅو ته اړتیا وي.

ټولنیزه پانګه و نهادونو، اړیکو، نورمونو او منل شوو تګلارو ته ویل کیږی کوم چې د ټولنیزې راکړې ورکړې کیفیت او کچه ټاکي. زیاتیدونکي شواهد ښيي چې ټولنیز پیوستون د ټولنو د اقتصادي ښیرازۍ او تل پاته پرمختګ لپاره خورا زیات اړین دئ. ټولنیزه پانګه یوازې د هغو نهادونو مجموعه نه ده کوم چې په ټولنه کې شتون لري – بلکه هغه یو داسې سریښ او جاذبه قوه ده چې دټولنې خلک یو له بل سره یوځای ساتي.

د ټولنیزې پانګې په مرسته نو ټولنې او سیمې توانیږي چې سترو ګډو ستونزو ته د حل لارې پیداکړي، سترې ګډې موخې او لرلیدونه وټاکي، تر لاسه یې کړي او لا نورې بریاوې یې په برخه شي او په نن شرایطو کې سالمه او اړینه مسابقه وکړي. که په یوه ټولنه کې خلک ډېره لوړه انساني پانګه یا تعلیم او ښه روغتیا ولري خو ټولنیزه پانګه یې کمزورې وي نو یوپه بل تن نه ږدي، یو د بل خبره نه مني او هر څوک بیل من وي، او هر کله بیل خیال هم دې ته وايي.

افقی ټولنې

د ټولنیزې پانګې یونرئ اړخ دادئ چې یوازې په افقی توګه د خلکو په منځ کې په ټولنو کې شبکې او نټورکونه او د نورمونو او چال چلند کولو قبول شوې لارې ولري. دا نو د ټولنې له ښه والي او تولید سره مرسته کوي. ټولنیزې شبکې تولید زیاتولئ شي او د کارو بار بیه راټیټولئ شي. ټولنیزه پانګه همکاري او همغږي آسانوي.

ټولنیزه پانګه همدارنګه مهمې منفي خواوې (Portes and Landholts 1996) هم لرلئ: ټولنې، ګروپونه یا دهغوی شبکې چې ګوښه، په نریو قومي او سیمه ایزو مسایلو اخته، او یا خو ځینې وختونه د ټولنې د جمعي ګټو په ضد کار کوي لکه د مثال په توګه د مخدره توکو کارټلونه او شبکې، د فساد لپاره ګروپونه او نور بیا په حقیقت کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له لویو خنډونو سره مخامخ کولئ شي. نو باید خلک دې ټکي ته هم پوره ځیر وي.

عمودي او افقی ټولنې

دټولنیزې پانګې بیا یو پراخه تصور دادئ چه هغه د ټولنیزو اړیکو د دواړو مثبتو او منفي خواو ته نظر کوي او د سازمانونو او ټولنو په خپل منځ او یو له بل سره و چال چلند او خواصو ته پاملرنه کوي. دا نظر هغه اړتیا ته پام کوي چې هم ټولنو ته د هغوی د هویت او د دوی د ګډو موخو لرلو احساس ورکوي، مګر همدارنګه په دې زور اچوي چې د رنګارنګ اړیکو له پیوندولو پرته کوم چې ډول ډول ټولنیز بیلوالئ (مثلا مذهبي، قومي، ټولنیز او اقتصادي حالت)، په ګوته کوي، تولنې د وړو وړو خپلو بیلو بیلو ګټو د لټولو په لور بیایي او په ستونزمنه توګه مالوماتو ته دلاسرسي او مادي زیرمو ته چې د خلکو او ټولنو لپاره خورا زیاته مرسته کولای شي (لکه د مثال په توګه د نوو وظیفو په هکله مالومات، کریدټ او قرضوته لاسرسئ او نورو) مخه نیسي. نو اړینه ده چې د ټولنیزه پانګه او شبکې سم په کار واچول شي که نه نو زیانونه هم لرلئ شي. په بل عبارت که یوقوم په وړو پښو او شاخونو ځان وویشي نو د ګټې په ځای تاوان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *