تاند- د فارن پاليسي خپرونې د جنوبي اسیا د څانګې علي کریمي په افغانستان کې د کره سرشمېرنې د نشتوالي او د سرشمېرنې په وجه د افغانستان پر ستونزو رڼا اچولې ده.
په دې ليکنه کې، چې د اکتوبر په درویشتمه نېټه خپره شوې ده، د افغانستان د ولسمشرۍ وروستيو انتخاباتو او د نفوس د دقيقې احصايې نشتوالي ته په اشارې ویل شوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له جنجالونو يو مهم درس دا اخيستل کېږي چې بايد د احصاييې غم وخوړل شي. د باوري سرشمېرنې نشتوالی تل د افغانستان د حکومت لپاره يو سرخوږی و او له موثرو پلان جوړونو رانيولې تر اوږدمهالو پرمختيايي پروژو او انتخاباتو پوري يې په بېلابېلو برخو کې ستونزې پېښې کړي دي.
فارن پاليسي د سرشمېرنې په اړه د افغانستان د پخوانيو حکومتونو هڅو ته اشارې کړې او ويلي يې دي چې ټول په دې کار کې پاتې راغلي دي.
نشريې ليکلي چې لومړي پلا په ۱۸۶۸ او ۱۸۷۸ کلونو کې امير شېرعلي خان د ماليو د ټولولو لپاره د نفوسو د شمېر د معلومولو هڅه وکړه؛ خو د مختلفو دلايلو لکه جګړې او تشدد له کبله د شېرعلي خان هڅه ناکامه شوه.
فارن پاليسي وايي چې وروسته په يو زرو نهه سوه وم (۱۹۰۰) کال امير حبيب الله خان وغوښتل چې د کابل ښار د نفوسو شمېر معلوم کړي؛ خو د ده دې کار په خلکو کې پراخه وېره رامنځته کړه او کله چې دولتي مامورين کور په کور وګرځېدل ورته څرګنده شوه چې اکثره نارينه له ښاره تښتېدلي دي. فارن پالیسي په هماغه وخت په کابل کې د امیر د یې خدمتګارې انګرېزې جوړې ارنیسټ او ان تورنټن په قول وايي، کله چې حکومتي مامورینو وغوښتل چې کور په کور وګرځي او معلومات راټول کړي، د کابل ټول نارینه له ښاره وتښتېدل او په مختلفو شکلونو یې ځانونه له ثبت کېدو پټ کړل.
دوی وايي چې کابل ښاریان ډارېدل چې حکومت به د دوی نومونه د کوم جرم په ارتباط، چې دوی ورڅخه خبر نه دي، غواړي.
خو کله چې حکومت د احصایې اخیستلو پروګرام بس کړ، سمدستي خلک ښار ته بېرته راغلل.
په ۱۹۷۲ میلادي کال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په مالي مرسته د یوې ابتدايي سرشمېرنې هڅه وکړه. دا په حقیقت کې په افغانستان کې د نفوسو لومړنۍ سروې وه، خو محدوده وه.
په ۱۹۷۹ م کال د افغانستان د خلق دیموکراتیک رژیم د سرشمېرنې هڅه وکړه. د ملګروملتو په مالي او تخنیکي مرسته دا سرشمېرنه هم نیمګړې پاتې شوه ځکه چې غیرښاري سیمې د مجاهدینو لاس ته ورغلې او ۸۰ تنه سرشمېرونکي یې ووژل شول. په دې سرشمېرنه کې د اکثرو ښارونو د نفوس شمېر څرګند شو خو د ډېرو کلیوالي سیمو، چې اکثره افغانان پکې اوسي، څرګند نه شو.
همداراز د کوچیانو سرشمېرنه ونه شوه.
فارن پالیسي د دې راپور په دوام کې د سرشمېرنې پر ګټو او ضرورت هم رڼا اچولې او ویلي یې دي چې له دقیقې سرشمېرنې پرته یو هیواد خپل پرمختیايي پلانونه نه شي اجرا کولی.
خو د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو داسي نه ښکاري چې په لنډ وخت کې دې سرشمېرنه ممکنه وي.