د نورستان د کلیو پراختیا او بیا روغاونې ریاست لخوا د چتراس نه تر همشوز کلی پوري په (۱۵) کیلو میتره سرک باندې کار پیل شو.
د نورستان والی حافظ عبدالقیوم د پرانیستی پټۍ د پریکولو نه وروسته ګډونوالو ته تبریکی ورکړه چی ډیر ژر به وائیګل ولسوالی د مرکز سره وصل شی چی دا به د تګ راتګ اسانتیاو سره سره د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیاتو کی به هم مهم رول ولوبوی. ده همداراز وویل،اوس به نور اړتیا پاته نه شی چی د نورستان ولایت وګړی له یوې ولسوالۍ نه بلې ته د تګ لپاره نورو ولایتونوته لاړ شي او اوږدې لارې کچ کړي.
محمد موسی شامي د والي
ویاند