د «ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز» د دې اوونۍ په دې ګڼه کې، افغانستان ته د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سفر اهميت او اغېزې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لرغونتيا ته په پام سره راتلونکې اړيکې او همدا راز له دغه سفر يوه ورځ وروسته د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز سفر تحلیل کړی دی.
———————————-
مقدمه
افغانستان ته له ۵۶ کلونو وروسته د ترکي ولسمشر سفر، په اوسني وخت کې خورا مهم بلل کېږي. له يوې خوا په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ په اړه هيلې راټوکېدلې دي او له بلې خوا ترکيه په نړۍ کې ترټولو ځواکمن اسلامي هېواد دی او له افغانستان سره لرغونې اړيکې لري.
په دغه سفر کې د ترکيې او افغانستان ترمنځ د ستراتېژيک تړون لاسليک او په افغانستان کې په بېلابېلو اړخونو کې د ترکيې رول ته افغانان هيله من دي. ترکيه د يوه داسې هېواد په توګه چې له وسله والو طالبانو سره ښې اړيکې لري، په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو ښه رول لوبولی شي. همدا راز له پاکستان سره د ترکيې ستراتېژيکې اړيکې هم، ښايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ستونزو په ختمولو کې اغېزناکې ثابتې شي.
د دې ترڅنګ د اردوغان له سفر يوازې يوه ورځ وروسته، د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز هم کابل ته راغی او ولسمشر غني ته د پاکستان د سفر د بلنې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د اړيکو په رغولو خبرې وکړې. داسې برېښي، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې د ترکيې په منځګړتوب مخ په ښه کېدو روانې دي. دلته پر همدغو موضوعاتو د شننو تفصيل لولئ:
د افغانستان او ترکيې د اړيکو مخينه او يو نوی پړاو
ترکیه د اوسنۍ نړۍ د مهمو هېوادونو له ډلې او د شلو اقتصادي ځواکمنو هېوادونو په کتار کې راځي. دا هېواد د خپل ستراتېژيک ارزښت، تاريخ او کلتور له مخې په سیمه کې «ستراتېژيک عمق» لري.
بلخوا افغانستان د آسیا لويې وچې په زړه کې پروت لرغونی هېواد دی، چې د تمدنونو د ټاټوبي په نوم هم يادېږي. له همدې ځایه آریايي نسل د نړۍ نورو سیمو ته خپور شوی او په اوسنۍ نړۍ کې هم افغانستان د خپل ستراتېژيک موقعيت او د چين (په اقتصادي ډګر کې دويم هېواد) او منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د ګاونډيتوب او له ځينې نورو هېوادونو سره د ښو اړيکو له کبله، خورا زيات اهميت لري.
دواړو هېوادونو له پخوا راهيسې له يو بل سره ګټورې اړيکې درلودلې دي؛ خو په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو څو ورځې وروسته، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان کابل ته په خپل سفر سره، دا اړيکې يوه نوي پړاو ته داخلې کړې.
د افغان-ترک اړیکو تاریخي شالید
افغانستان له ترکیې سره لرغونې اړیکې درلودلې دي؛ د تاریخي څېړنو له مخې، تُرک قوم له آریانا (د آمو د سیند له غاړو) څخه اوسنۍ ترکیې ته ولاړ، هلته مېشت شو او د تُرکانو ترکیه یې جوړه کړه. که د عثماني خلافت د بنسټګر عثمان شجره راوسپړو، نو جوته به شي چې دی هم له منځنۍ آسیا څخه ترکیې ته ولاړ او هلته يې د عثماني خلافت بنسټ کېښود. د غزنويانو دورې د لومړي پاچا سلطان محمود غزنوي پلار ترک و او همدا راز بل ستر افغان شخصيت مولانا بلخي هم، چې په بلخ کې زيږېدلی و، د اوسنۍ ترکيې (هغه مهال روم) مرکز استانبول ته ولاړ او په دواړو تخلصونو (رومي او بلخي) سره ښه وځلید. سيد جمال الدین افغان هم د خلیفه عبدالحمید ثاني د خلافت ژغورلو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او یو مهال یې اجازه ترې وغوښته، چې په منځنۍ اسیا کې د ده پر پلوۍ د ملاتړ څپې راپورته کړي. همدارنګه د محمود طرزي په څېر نورو افغان روڼ اندو هم په عثماني خلافت کې وخت تېر کړی و او له دوی څخه اغیزمن وو.
د دغو دواړو هېوادونو د کلتوري اړيکو د روښانه کولو لپاره يوازې د مولانا رومي يادونه هم بسنه کوي؛ خو په ټوليز ډول دواړو هېوادونو، د تاريخ په اږدو کې له يو بل سره ژورې اړيکې پاللې دي. له شاه اشرفه رانیولې تر احمد شاه بابا او امیر شیر علي خان پورې افغانستان له ترکیې سره اړیکې پاللې دي.
د معاصر تاريخ اړيکې
په معاصر تاریخ کې هم، ترکیې افغانستان ته د افغان اردو د روزنې لپاره خپل نظامي قوماندانان راولېږل او ترکيه له شوروي وروسته دویم هېواد و، چې افغانستان یې پر رسمیت وپېژانده او افغانستان هم بيا هغه دویم هېواد و، چې د اتاترک هېواد یې په رسمیت وپېژاند. غازي امان الله خان لومړی افغان مشر و، چې ترکیې ته يې سفر وکړ او هغه مهال د افغانستان لومړی سفارت هم په ترکیه کې پرانیستل شو. همدې موضوع ته د ترکیې د دفاع وزیر (عصمت یلماز) په پارلمان کې د اپوزیسيون د نیوکې په ځواب کې اشاره وکړه او ويې ويل: “افغانستان له لومړنیو هېوادونو څخه و، چې ترکیه يې په رسمیت وپيژندله او لومړنی هېواد و، چې دلته یې سفارت پرانېست. مونږ له دوی سره د اتاترک پر مهال یو دفاعي ائتلاف هم درلود، نو ځکه به ترکیه له افغانستان سره د دوی د ستونزو په ورځو کې مرسته کوي او په افغانستان کې زمونږ شتون د ناټو له شتون سره هېڅ اړیکې نلري.”[1]
له همدې امله، په ۲۰۱۲ کال کې اردوغان په اسلام آباد کې د يوه سفر پر مهال وویل: “ترکیه به په افغانستان کې د نورو بهرنيانو له وتلو وروسته هم پاتې شي. موږ به تر هغه پورې په افغانستان کې وو، کله چې افغانان له موږ مننه وکړي او موږ ته له دغه هېواد څخه د تګ اجازه راکړي.”[2]
کله چې عثماني خلافت د عربانو له بغاوت سره مخ و؛ نو په افغانستان کې د محمود طرزي تر څارنې لاندې خپرېدونکی اخبار (سراج الاخبار) د عثماني خلافت په پلوۍ تبليغات کول. خو افغانانو يوازې پر دې هم بسنه ونه کړه او له ترکانو سره د هغوی په تاريخي جګړه کې هم په څنګ کې ودرېدل.
ترکیې د افغان جهاد په پېر کې د افغانستان ملاتړ وکړ او وروسته د افغانستان په کورنيو جګړو کې هم، د چين ترڅنګ بې طرفه پاتې شوه چې له امله یز په افغانستان کې د دغو هېوادونو په تړاو هيلې موجودې دي.
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پورې
ترکیې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتیري راولېږل، خو له پېله یې روښانه کړې وه چې د دوی سرتېري به په نظامي عملیاتو کې ګډون نه کوي. ترکيې په لومړيو وختونو کې شاوخوا ۳۰۰ سرتېري افغانستان ته راولېږل، چې اوس یې شمېر له زرو سرتېرو اوړي؛ خو تر اوسه هم د ترکي سرتېرو له خوا، يو افغان هم نه دی وژل شوی.
ترکیې تر اوسه کابو ۱۲۵۰۰ تنه افغان سرتېري په افغانستان کې روزلي او کابو ۳۳۰۰ نور يې په ترکيه کې روزلي او همدا راز به تر راروانې یوې لسیزې پورې، شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور افغان سرتېري هم وروزي.[3]
د ۲۰۱۱ کال د مارچ په لومړۍ نېټه، د افغانستان، ترکیې، جاپان او ناټو ترمنځ د افغان ځواکونو د روزلو په تړاو یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې افغان پوځيان د ترکیې په یوه اکاډمۍ کې روزل کېږي. د تړون له مخې له افغانستان څخه لومړي ۵۰۰ افغان پوځيان، ترکیې ته د ۲۰۱۱ کال په جولای مياشت کې ولېږدول شول او له شپږ میاشتنۍ روزنې وروسته، د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ مياشت کې فارغ شول او دا لړۍ لاهم روانه ده.
همدا راز د افغانستان د کلنۍ احصائيې له مخې تر ۲۰۱۲ کال پورې دواړو هېوادونو له یو بل سره تر ۲۹۰ ميلیون ډالرو پورې مجموعي تجارت درلودلی. د یوې څېړنې له مخې د ترکیې ساختماني شرکتونو تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې تقريباً تر ۳ ملیارده ډالرو پورې قراردادونه کړي وو[4] او دغه راز د ترکیې دولت خپله هم تر ۴۰۰ ملیون ډالرو پورې لسګونه پروژې بشپړې کړې دي.
په تېره لسیزه کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال، چې ترکیې کوم ارزښتناک رول لوبولی، هغه د پاکستان-افغانستان-ترکیې ترمنځ درې اړخیزې غونډې وې. دا درې اړخیزې غونډې له ۲۰۰۷ کال وروسته پيل شوې او هغه مهال افغانستان پر پاکستان تازه دا تورونه لګول، چې دوی افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکوي او له هغه ځایه بیا په افغانستان کې عملیات ترسره کوي. پاکستان-افغانستان-ترکیې تر ۲۰۱۲ کال پورې اووه ځله درې اړخيزې ناستې درلودې (په ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹، دوه ځله په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې).
که څه هم دغو غونډو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوږدمهالې ستونزې هوارې نشوای کړای؛ خو تر يوه بريده يې دا ستونزې راکمې کړې. د بیلګې په ډول د ۲۰۰۹ کال په غونډه کې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو نظامي او استخباراتي مشرانو له یو بل سره وکتل. د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر په غونډه کې درې واړه هېوادونه پر دې سلا شول، چې ګډ پوځي تمرینات به ترسره کوي، چې بیا په ۲۰۱۱ کال کې په ترکیه کې ترسره شول.
ترکیې د ۲۰۱۱ کال له نومبر څخه د افغانستان په اړه د اسیا پروسه یا “استانبول د افغانستان لپاره” پېل کړه. په دې غونډو کې هم د افغانستان ټول ګاونډیان برخه اخلي، چې موخه یې د افغانستان امنیت او ثبات دی. په دغو ناستو کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ولسمشران، د ایران مرستيال ولسمشر، د چین د ولسمشر استازی او د چین د بهرنیو چارو وزیر او ځينې نور چارواکي رابلل کېږي.
هېره دې نه وي، چې د دې پروسې مهمه غونډه په راتلونکو ورځو کې (د اکتوبر په ۲۸مه) په چین کې جوړېږي. داسې انګېرنې شته دي، چې دا راروانه غونډه به د افغانستان پر راتلونکي ډېره اغېزه وښندي؛ افغانستان هم پوره ترتیبات ورته نیولې او همدارنګه پاکستان هم دې غونډې ته ډېر ارزښت ورکوي، چې له همدې امله پاکستاني سناتور، چې د پاکستان-چین انستیتوت مشر هم دی، د روانې ميلادي مياشتې اکتوبر په ۱۹ او ۲۰ د چین-پاکستان-افغانستان تر عنوان لاندې دوه ورځنی کنفرانس هم جوړ کړ.
د ترکیې-افغانستان اړیکو راتلونکی
د ترکيې او افغانستان ترمنځ اړيکې تر ډېره پر کلتوري اړخ راڅرخي. ترکي شنونکي او چارواکي هم کله چې د دغو اړيکو په تړاو خبرې کوي، پيل يې له همدې کوي چې دواړه هېوادونه له کلتوري اړخه ډېر سره نږدې دي او ترکيه يو تاريخي مسؤوليت لري، چې له افغانستان سره په سختو وختونو کې مرستې وکړي. د دوی په وينا، له دې ورهاخوا اسلامي کلتور او د ازبکانو او ترکمنانو شتون هم نور لاملونه دي، چې دا اړيکې يې پياوړې کړې دي[5].
د ډېری شنونکو په اند، ترکيه به په راتلونکو کلونو کې هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همدا کلتوري اړيکې او اقتصادي برخه پياوړې کړي. له همدې امله ترکيه غواړي، چې په افغانستان کې د مولانا جلال الدين رومي په نوم يو پوهنتون پرانېزي.
که څه هم ترکيه د منځني ختيځ په مسائلو کې هم ښکېل ده او همغه لوري ته يې ډېر پام هم اړولی؛ مګر بيا هم د دغه هېواد له ديپلوماتيکو هلو ځلو څخه روښانه ده، چې د افغانستان په ثبات او امنيت ټينګولو کې هم ښه رول لوبول غواړي.
د ترکي چارواکو له هڅو ښکاري، چې دغه هېواد د افغانستان امنیت او ثبات ته ډېر ارزښت ورکوي؛ ځکه د افغانستان ثبات به نه یوازې دا چې سیمې ته ثبات راوړي، بلکې تر یوه بريده به د ترکیې امنیت هم خوندي کړي او په ټوليزه توګه به د سیمې او په تېره بیا د ترکیې لپاره نوې اقتصادي ګټې هم راوزیږوي.[6]
[1] Simsek Ayhan, ‘Turkey Pledges to Support Afghanistan beyond 2014’, SES Turkiye, 12 July 2011.
[2] ‘We won’t leave Afghanistan until our Brothers Tells us to’, Star Gazette, 23 May 2012, <http://www.stargazete.com/politika/kardeslerimiz-istemeden-afghanistandan-gitmeyiz/haber-583742>
[3] Karen Kaya, Turkey’s Role in Afghanistan and Afghan Stabilization, MILITARY REVIEW, July-August 2013. < http://usacac.army.mil/CAC2/MilitaryReview/Archives/English/MilitaryReview_20130831_art007.pdf>
[4] See, Foreign Economic Relations Board (DEIK), Afganistan Ulke Bulteni, june 2011
[5] Prof Dr Saban Kardas, Turkey’s regional approach in Afghanistan: A civilian Power in Action, Center for Strategic Research (SAM) Republic of Turkey (Ministry of Foreign Affairs), Apr 2013, No.6. < http://sam.gov.tr/wp-content/uploads/2013/04/SAM_paper_ing_06_int.pdf>
[6] Simsek Ayhan, ‘Turkey Pledges to Support Afghanistan beyond 2014’, SES Turkiye, 12 July 2011.