د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/عقرب/۳

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون تر څو میاشتني ځنډ وروسته، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې اعلان کړې. د سیمه ییزو اورګانونو اداره، د ولایتي شوراګانونو د پایلو اعلان په افغانستان کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د بنسټیزیدو پر لور مثبت ګام بولي.

 ولایتي شوراګانې په سیمه ییزه کچه د خلکو د استازیتوب او ولسی ارادې د تمثیل اساسي بنسټونه دي او په تېرو دوو دورو کې یې ثابته کړه، چې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د خدماتو د عرضې د ښه والي او شفافیت د تامین لپاره د پام وړ فعالیت کولای شي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د ولایتي شوراګانونو د تېرې دورې د ټولو استازو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو قدرداني کوي او له لوی خدای ج څخه ورته د هېواد او خلکو د لا ډېر خدمت په لاره کې د توفیق هیله کوي.

دا اداره، د ولایتي شورا ګانو د نوې دورې استازو ته د بریالیتوب مبارکي وایي او د خدمت په نوي پړاو کې ورته کامیابۍ هیله کوي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د همغږۍ لوی رییس سعید احمد خاموش وایي، چې د ولایتي شوراګانونو د نوي دورې د رسمي کار د پیل لپاره به د لوړې مراسم په ټولو ولایتونو کې ژر ترژره ترسره شي او تر راتلوونکو پنځلسو ورځو پورې به، هره ولایتي شورا دوه، دوه تنه استازي مشرانو جرګې ته را ولېږي او همدارنګه به  تر راتلوونکو شلو ورځو پورې، د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کړي.  خاموش زیاتوي، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې  به په دریو پړاونو کې د ټولو ولایتي شوراګانو استازي کابل ته را وغوښتل شي او له نوې دندې سره پر یو شمېر اړوندو اداری مسایلو به روزنیز ورکشاپونه ورکړل شي.

د یادولو وړ ده، چې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د سیمه ییزو شوراګانو د خدماتي او اداري چارو د همغږۍ او تنظیم مسوولیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *