وحيدالله اورياخېل

د هغه وخت هره خبره راته یاده ده. په کابل کې د طالبانو واکمني وه. ښوونځیو ته یوازې هلکانو، تګ راتګ کاوه او د نجونو په مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې وې.

د ښوونځیو او مدرسو ترمنځ توپير نه و. د لونګیو بازار ښه ګرم و، هر زده کوونکي به شپږ متره لونګۍ تړلې وه. له شپږ کلن نه نیولې تر اتلس کلنو پورې به چې څوک ښوونځي ته تلل لونګۍ به يې ضرور تړله خو تړل يې د هېچا هم سم زده نه وو، د لونګۍ تړل هم بېله پوهه غواړي.

په شپږم ټولګې کې وم، له لومړي بيا تر پنځم ټولګې پورې به د سهار له خوا، له شپږم پورته به د ماسپښین له خوا ښوونځي ته تلل. د غرمې ډوډی به مو ښه په خوند وخوړه د دوبي په سره غرمه به له ملګرو سره په مزه د ښوونځي پر لور ور روان شوو.

ښوونځي ته په رسېدو به مو لومړی سترګې زمونږ د ښوونځې په مدیر ولګېدې چې لښته په لاس به ولاړ و. هر چاته به يې ویل ملا وروره، ولې ناوخته راغلې، ملاوروره ولې دې لونګۍ نه ده تړلې ملا وروره ولې له ټولګي وتلی يې.
د ماسپښین لمونځ به مو په ښوونځي کې په جماعت کاوه هره ورځ به جماعت زمونږ د قدورې، کنز او شروط صلات ښوونکي راکاوه.

د ښوونځي لويدیځ لور د دېوال سيوري ته به مو لمونځ کاوه. ښوونکی به سیوری اومونږ به لمر ته ولاړ وو.

یوه ورځ زمونږ د قدوري او کنز استاد نه وو راغلی. ښاغلي مدیر نورو ښوونکو ته وویل چې د جماعت د لمانځه له پاره يو کس تر مخ شي. ټولو ښوونکو ټینګار کاوه چې مدیر صیب دې امامت راکړي. مدير صیب چې ځان هر څومره يوه او بله خوا کړ خو ونه شوه.

صفونه برابر شول مدیر صيب په نه زړه تر مخ شو. لومړۍ قعده يې وکړه، درېيم رکعت ته چې ښکته شو بیا قعدې ته کېناست. تر شا ولاړ کس فتحه ورکړه خو پوه نه شو هغه درې ځله پرلپسې الله اکبر وویل خو مدیر صیب بیا هم پورته نه شو.

په څلورم وار الله اکبر ویلو سره مدیر صيب سلام وګرزاوه او په غوسه يې وويل څه خبره ده؟

ټولو ورته وویل چې مدیر صيب درې رکعته لمونځ دې وکړ. بښنه يې وغوښته ويې ویل، ملا وروره پام مې نه و.
د مدیر له بې پروايئ مو لمونځ دويم دور ته لاړ

1393/6/14

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *