د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څئېړنو د مرکز شننه

د حامد کرزي د واکمنۍ په دوره کې کابل او اسلام اباد تر ډېره کړکېچنې اړيکې درلودې او افغان چارواکو تل پاکستان تورن کړی، چې دغه هېواد لاهم په افغانستان کې خپل ستراتېژيک عمق لټوي او غواړي چې د افغانستان بهرنۍ چارې تر خپل کنټرول لاندې وساتي. د دې ترڅنګ بيا دا تورونه خو په تېرو کلونو کې خورا زيات وو، چې پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې لسيزې اړيکو ته پام سره، جوته ده چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د نورو بنسټيزو لاملونو ترڅنګ، يو هم د طالبانو د ملاتړ او په افغانستان کې د هند د فعال حضور موضوع ګانې دي. افغان لوري روښانه کړې، چې پاکستان افغان طالبانو ته پټنځايونه ورکړي او همدا راز په افغانستان کې د هند پر ضد په پراکسي جګړه بوخت دی، چې د هند پر کونسلګريو د بريدونو تر شا د پاکستان د لاس لرلو تورونه يې يوه بېلګه بللی شو.

له بلې خوا له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د خبرو اترو نه کولو په تړاو هم، د پاکستان رول ته ګوته نيول کېږي او دغه هېواد پر دې تورن دی، چې د سولې د افغاني بهير پر وړاندې خنډونه جوړوي. په پاکستان کې د ملابرادر په څېر د افغان طالبانو د مشرانو نيول کېدل او وژل کېدل هغه څه دي، چې د افغانستان حکومت يې له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان منفي رول ګڼي.

د پاکستان اندېښنې

پاکستان په افغانستان کې د هند د زیاتېدونکي رول په اړه اندېښمن دی او دا اندېښنې د پاکستاني چارواکو له څرګندونو جوتې دي. پاکستان په افغانستان کې د هند فعال حضور ته له څو اړخونو د شک په سترګه ګوري.

لومړی: هند به د افغانستان له لارې د پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي، چې په دې اړه پاکستاني مطبوعات ډېری وختونه په بلوچستان او وزيرستان کې د ګډوډيو تر شا، د هند او افغانستان رول ته اشاره کوي.

دويم: د پاکستانیانو په اند، هند غواړي په افغانستان کې يو هند پلوی حکومت واکمن وي، ترڅو د پاکستان پر خلاف ستراتېژيک عمق ترلاسه کړي. خو د پاکستان دا اندېښنې تر ډېره بې ځايه دي؛ ځکه که څه هم هند د پاکستان په پرتله په افغانستان کې له اقتصادي پلوه رغنده رول لوبولی؛ خو بيا هم په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د هند داسې کومه هڅه نه ترسترګو کېږي، چې پاکستان يې دې له امله اندېښمن شي. په ۲۰۱۱ کال کې حامد کرزي له پاکستاني شنونکي سلیم صافي سره په يوه مرکه کې ويلي وو: که چیرې هند پر پاکستان برید وکړي، نو موږ به د پاکستان د ولس تر شا ودرېږو. خو له دې پرته هم دا خبره باوري ده، چې د هند او پاکستان د ټکر پر مهال به افغانستان په دې منځ کې هېڅکله هم منفي رول ونه لوبوي.

دریم: هند غواړي، په منځنۍ آسیا کې پاکستان ته خنډ شي او د افغانستان په داخل کې هم پاکستان له تجارتي او اقتصادي ماتې سره مخ کړي. که د افغانستان-پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې تجارتي اړیکې وڅېړو، نو جوته به شي چې د پاکستان په ګټه روانې دي. له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې سوداګرۍ ته په پام سره، په ۲۰۰۰-۲۰۰۱ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مجموعي تجارت ۱۷۰ ميلیون ډالره و، خو په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کال کې بیا ۱۲۳۶ميلیون ډالره شو او په دې ټول پړاو (۲۰۰۰-۲۰۰۸ کلونو) کې ټول مجموعي تجارت ۵ ميليارده او ۲۱۶ ميلیون ډالره و، چې له دې جملې څخه ۴۸۲۸ ميليون ډالره يوازې د پاکستان صادرات وو!

د يوې بلې احصائيې له مخې افغانستان له پاکستان څخه يوازې په ۲۰۱۲ کال کې کابو دوه ملیارده ډالره په ارزښت توکي وارد کړي؛ مګر بالعکس له هند څخه بيا يوازې ۲۱۲ ميلیون ډالره توکي وارد شوي دي.

په افغانستان کې د هند او پاکستان روانه لوبه

که څه هم د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې؛ خو په افغانستان کې د نوي حکومت او د اشرف غني له ولسمشر کېدو سره له (ارګ) څخه یوه خبرپاڼه خپره شوه چې پکې ویل شوي وو: “ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښې کېدلو په لور ولاړې شي.”

بلخوا پاکستان هم له دې نوي بدلون څخه ګټه پورته کول وغوښتل او اشرف غني احمدزي ته يې د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه او سرتاج عزیز یې کابل ته د يوه سفر له بلنلیک سره راولېږه. که څه هم د دې کتنې ډېر جزئیات نه دي روښانه شوي؛ خو ویل کېږي چې دواړه لوري په دې سلا شوي، چې د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو ترمنځ به د غونډو لړۍ نه دروي. د دې ترڅنګ اشرف غني له سرتاج عزیز سره په کتنه کې ويلي، چې د تورونو دا روانه لړۍ به دروي او له بیانونو او کتنو څخه به د عمل ډګر ته وځي. همدا راز سرتاج عزیز هم ويلي، چې په افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدل د امنیت د ټينګښت لپاره ښه چانس دی او دوی له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

که څه هم دغه سفر تشريفاتي بڼه درلوده، خو بيا هم دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو یو نوی فرصت و، چې دواړه هېوادونه به ترې ګټه پورته کول وغواړي. په اوسني وخت کې نه د اسلام آباد په ګټه ده، چې د خپلې بې ځايه هيلې (ستراتېژيک عمق) او هند په تړاو اندېښنې ولري او نه هم د کابل په ګټه ده –که چېرې د پاکستان نيوکې پر ځای وي– چې هند ته په کندهار او جلال اباد کې د پاکستان خلاف پراکسي جګړې فرصت ورکړي.

دا چې هند په افغانستان کې اوس تر يوه بريده ښه نوم لري، دا نوم يې د تشو تبليغاتو له لارې نه دی ګټلی؛ بلکې د پانګونو، پروژو او نورو اقتصادي فعاليتونو او همکاريو له لارې ګټلی او په دې توګه يې په افغانستان کې نرم ځواک لوړ شوی دی. خو افغان حکومت ته د پرمختګ او بريالۍ ډيپلوماسۍ لپاره اړينه ده، چې د دواړو (هند او پاکستان) ترمنځ توازن وساتي.

په افغانستان کې عام نظر دا دی، چې اسلام اباد لاهم د افغانستان په تړاو مذبذبه تګلاره لري. که له يوې خوا په افغانستان کې د امنيت، سولې او ثبات خبرې کوي؛ خو له بلې خوا په روانو ناامنيو کې د دوی رول هم څرګند دی. ځکه نو پاکستان بايد پوه شي، چې هند او افغانستان ان د پاکستان له جوړېدو مخکې زرګونه کلونه پخوانۍ اړیکې لري او د دغو اړيکو پر خلاف روانه لوبه يې بې ګټې ده. همدا راز هند هم بايد په پام کې ولري، چې د افغان دولت وسله وال مخالفين د افغانستان د خلکو برخه ده او له هغوی سره له خبرو کولو پرته، د افغانستان پرمختګ او رښتينې سوله ناشونې ده. پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *