جمیل وقار- غونډه له معمول سره سم د شنبې په ورځ په دوه بجې پیل او ترڅلورو بجو یې دوام وکړ. د غونډې پیل د غزني پوهنتون د پښتو ادبیاتو ډيپارټمینټ آمر استاد عنایت الرحمن مایار د قرآن پاک په تلاوت وکړ. وروسته ښاغلي حکمت الله آرین د تیرې غونډې راپور ولوست.
دا چې سیف الله لکڼخېل د ځینو بوختیاو له اومله حاضر نه و، ښاغلي قدرت الله نرمیوال په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښکېلو خوا په پيژندي، ونډې او په یاد فعالیتونو کې د هغوئ د را ګډولو په اړه لکچر وړاندې کړ.
ښاغلي نرمیلوال د موضوع په جریان کې په ادبي، سیاسي، ټولنیزو او هر اړخیزو فعالیتونو کې د ښکېلو لورو په پيژندني او په دې ډول فعالیتونو کې د هغوئ په رول رڼا واچوله.

د ښاغلي وقار له خبرو وروسته د ټولنې د فعالیتونو د لا پراخېدو او د اونیزو ناستو د لا ښه کېدو په اړه ازاد بحث وشو.
استاد عنایت الرحمن مایار ښاغلي حکمت الله ارين ته دنده وسپارله چې په راتلونکو ناستو کې به د افغانستان له وروستیو ادبي خبرونو او هغه ادبي او کلتوري فعالیتونه چې د اونۍ په جریان کې رامنځ ته کېږي، د غونډې ګډون وال خبروي.
د غونډې په وروسیتو شېبو کې د راتلونکي ناستې لپاره سیف الله لکڼخېل ته دنده وسپارل شوه چې د مطالعې د اصولو په موضوع کار وکړي او ښاغلي آرین ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان او امریکې د بهرنیو اړیکو کتاب مطالعه او په اړه یې معلومات راوړي.
غونډه مازیګر څلور بجې د دوعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.