دې وخت کې چې دخلکو ټوله توجه د اپوزیسیون مالکیت ته ده، کرزی د یو مرکچي په توګه د سولې د زړې شورا رول خپلوي. هغه ته د کوټې له شورا سره روابط پیاوړي کول همدومره اسانه شوي، لکه په ۲۰۰۱ کال چې په کندهار کې و او د اسلامي امارت د ړنګولو لپاره یې طالبان د ځان ملګري کړل.

په وروستیو څلورو کلونو او په تېره په وروستیو دوه کلونو کې دکرزي او طالب مشرانو روابط ډېر غښتلي شوي دي. د امنیتي تړون له امضا انکار او د ملا برادر د خلاصون لپاره د کرزي هڅې دطالبانو او کرزي په منځ کې د اعتماد سبب شوي.

په وروستیو دوو کلونو کې ډېرو مهمو طالبانو له کرزي سره لیدلي دي، دوی به په خوندي ډول کابل ته راتلل او څو ځله په بهرنیو سفرونو کې هم ورسره مخامخ شول. د دغو تماسونو په ترڅ کې کرزي دطالبانو مجبوریتونه درک کړل او قلباً یې غوښتل چې طالب مشران د عذاب له زنخدان څخه راوباسي. همدغه ملاقاتونه او په اړیکو کې خوږوالی سبب شو، چې کرزی او امریکایان ټکر وکړي. ملکي تلفات او بمبارۍ د کرزي د زړه د پټ بړاس ایستلو بهانه وه، خو په اصل کې دواړه لوري پوهېدل، چې مقابله په څه ده.

له باګرام زندان څخه د مطلوبو کسانو د خلاصون لپاره کرزي‌ فشار راوړ، چې ټول جنګیالي آزاد کړای شي، وروسته ولسمشر هم لیدل، چې ددوی زیاتره د افغان پوځ پروړاندې جنګيږي، خو د طالبانو د مشرتابه له خوا له کرزي څخه د غوښتل شوو بندیانو د هویت پټولو لپاره کرزي بله چاره نه لیدله. شاید امریکایانو هغوی پيژندلي وای او په بله طریقه یې له منځه وړي یا ایغوا کړي وای.

امریکایانو هم پخپله او هم دپاکستاني استخباراتو په مرسته ټولې هغه دروازې تړلې ساتلې، چې د حامد کرزي او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ لپاره پکار وې. د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په پنځمه د حکیم الله مسید استازی لطیف الله مسید د افغان حکومت د سختو هلو ځلو په نتیجه کې د ازرې له لارې لوګر ته راغی او د افغانستان یو مشخص امنیتي ګارد یې کابل ته د پټ انتقال مسولیت درلود، خو امریکایان له وخته په دې پلان خبر وو او د قطار له منځه یې نوموړی په هوا کړ. ډېرې ورته پېښې بیا بیا د طالب مشرانو او کرزي ترمنځ د نازک اعتماد په زیان تمامېدې، خو نه طالبانو او نه کرزي بله چاره درلوده، چې له تماسونو مخ واړوي.

په کندهار، روزګان او هلمند کې د طالبانو اصلي‌ هسته د کوټې شورا د غړو د نجات لپاره له ډېره وخته په هلو ځلو بوخته ده، خو دغه هسته د خپلو جلا وطنو مشرانو د مرګ په بیه ګام نه اخلي. ډېر وخت طالب قوماندانانو ته له همدې درکه د سر زیانونه اوښتي، خو که د طالبانو په رهبرۍ کې اصلي کړۍ ته لاسرسی نه وي، جوړجاړی د جوړجاړي پرضد استعمالیدونکی دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو په پخلاینه کې د امریکا، پاکستان او ځینو افغان دولتي اشخاصو په نیت کرزی شک لري، نوموړی غواړي له جنګه یو شمېر ستړو طالبانو ته نجات ورکړي او د جنګ په شدت کې نسبتاً‌ کمی وويني.

په همدې نیت کندهار ته د نوموړي د تګ یو قوي امکان دی، په کندهار کې به د کرزي رول پیاوړی وي. د امریکا له مخالفت سره سره کرزی په تمه دی، چې د یو تعداد طالب مشرانو په راپخلا کولو کې به خپل قبایلي اغېز وکاروي او تر ډېره به د چین او روسیې په مرسته پرپاکستان د فشارو زمینې رامنځ ته کړي.

په عین وخت کې حامد کرزی په نږدې ورځو کې هندوستان ته سفر لري او ښايي د هندوستان مرسته د پیل کړې پروسې لپاره اغېزمنه ګني. د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې د کرزي له پلان سره د هندوستان مرسته له مالي او تخنيکي اړخه د حساب وړ ده. هندوستان هم له نظار شورا سره تر اوږدې بې پایلې یارانې وروسته د حامد کرزي نیت د خپل هېواد پخیر ګڼي.

ددې ناندریز ماموریت په مخ کې د حامد کرزي نږدې سلاکاران لوی خنډ د امریکا پټ مخالفتونه او هم دطالبانو په منځ کې د سخت دريځو طالبانو د یو جریان رامنځ ته کېدل ګڼي. سره له دې چې دداعش پروژه د افغانستان لپاره ډیزاین شوې نده، خو له دې شعار سره د ځينو سخت دريځه استخباراتي‌ جنګیالیو پیوستون کیدای شي، پخوانیو طالب مشرانو ته د سولې لاره ړنګه کړي. د طالبانو په لیکو کې همدا اوس هم دداسې قوماندانانو تعداد زیات شوی، چې د ملاعمر او د کوټې شورا احکام بابېزه ګڼي او په مرموز ډول یې خپل زیات شمېر منځلاري ملګري له منځه وړي دي. د کرزي لپاره به عجیبه وي، چې طالب ملګري‌ یې د افراطي طالبانو له ګذارونو ونه ډار شي او له نوموړي سره د دغه ناممکن ماموریت په کامیابولو کې ځواني وکړي.

0 thoughts on “کرزی د طالبانو په راستنولو پسې درومي/ اباسین بریال”
  1. خو موږ بیا د کرزی او امریکا تر منځ محالفتونو ته د یوی زر ګری جګړی په نظر ګورو او دلایل یی په لاندی ډول عواړم ګرانو دوستانو ته روښانه کړم.
    ایا تاسو فکر کوی چی د کرزی او امریکا تر منځ په رښتیا مخالفت وجود درلود او که دا هسی یو ډرامه پدی خاطر جوړه شوی وه تر څو کرزی امریکایان په راتلونکی کی هم وکاروی؟ زما په ګمان خو دا هسی یوه ډرامه وه د کرزی او امریکا تر منځ روابط یا اړیکی کوم تصادف نه وو او دا اړیکی له ۲۰۰۱ کال له وړاندی موجودی وی، دا موږ ځکه وایو چی امریکایان په هر چا باندی سرمایهګذاری نه کوی ګوری او پیدا کوی چی څوک ورته د سرمایه ګذاری وړ کس دی او څوک د امریکایانو ګټی خوندی کولای شی نو موږ ویلای شو چی امریکایانو کرزی لا له وړاندی د خپلی پروژی لپاره په افغانستان کی ګمترلی یا ټاکلی وو پر هغه یی کار کړی دی امریکایان لیوانیان ندی هر کار چی کوی د یوه پلان له مخی یی کوی. اوس هم که کرزی دا صالبانو سره د خبرو اترو ژروګرام په کار اچولی وی دا د کرزی افتکار ندی دا بیا هم د امریکایانو پروژه ده چی د کرزی په کوجودیت کی به پر مخ وړل کیږی.موږ بیا هم د ددغی پروژی مخالف نه یو دا هم یوه ښه کار دی چی د افغانانو تر منځ سوله راشی طالبان هم افغانان دی دا چی نن د آی اس آی په پنجو کی د کجبوری ورځی لویدلی دی او آی اس آی یی له مجبوریته ناوړه ګټه اخلی بل خبره ده موږ غواړو چی طالبان د آی اس آی له پنجو خلاص شی راشی خپل هیواد ته او په افغانستان کی روغ او جوړه وشی.
    خو زموږ په ګمان د امریکا خبره یا پلان د افغانستان تر جغرافیی پوری ندی محدود زموږ په ګمان امریکا سیمی ته یعنی د منځنی اسیا هیوادونو ته پلان لری دا پلان امریکایان یوازی او یوازی د کرزی او طالبانو تر منځ په ګډي پروزي په جوړولو سره لاس ته راوړلای شی. نو بیا هم هغه لومړۍ خبری ته ورګرځم چی د کرزی او امریکا تر منځ جګړه یو زرګری جګړه وه او د امریکایانو هدف دا وو چی کرزی په ولس کی محبوب کړی تر څو یی بلی لوی پروژی ته لکه چی یادونه یی وشوه تیار کړی.کرزی دا ۱۳ کاله چیرته وو چی په نوم بیشرمی وه پښتنو ته ورسیده او په اخر کال کی یی د امریکا مخالفت وکړ ایا دا کوم سالم عقل منی چی د کرزی او امریکا تر منځ د ریښتنی ټکر راغلی وی. نو یارانو سر یی لا په اوبو کی دی. ګورو به چی څه
    کیږی. خبره د افغانانو له وس او توان څخه وتلی ده. خدای پاک د یی په خپله خدایی سره جوړه کړی. موږ خو نور توان نه لرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *