دا څو ورځې د فیس بوک او رسنیو د ادب فکر او لیکوالۍ د ډګر د یوه فعال ځوان مجید قرار په اړه له حسده ډکې لیکنې لولم. دومره پوه شوم چې لیکنې د یوه خاص حسا��ت له امله کېږي چې تر ډېره سیاسي ریښه لري خو دیني صبغه ورکول کېږي.
مجیدقرار خو یو عادي لیکوال دی له هغو شخصیتونو سره یې نه تشبیه کوم خو دا یو حقیقت دی چې د مبارزې په ډګر کې د علامه بخاري سید جمال الدین افغان او نورو په څېر لوی شخصیتونه هم د حسادت او کینې ښکار شوي دي او له ټولنې شړل شوي دي.
د علمي حسادت د موضوع په تړاو غواړم د امام بخاري رحمه الله د سرګذشت په اړه ګټور معلومات درسره شریک کړم.
امام بخاري رحمت الله علیه د اسلامي نړۍ هغه امام یادوم چې په دینې علوم کې یې کتاب له قران کریم نه وروسته لومړۍ مرتبه لري. هغه امام یادوم، چې د احادیثو غورچاڼ یې کړي او په احادیثو کې یې تر ټولو غوره کتاب لیکلی. هغه امام ، چې له ۱۰۸۰ استاذانو څخه یې زده کړه کړي وه او ۹۰ زره شاګردان یې روزلي او له ستر امامه یې احادیث اوریدلي. هغه امام، چې په شپاړلس کلنۍ کې یې د عبد الله ابن مبارک او وکیع رحمهم الله ټول کتابونه یادکړل او په اتلس کلنۍ کې یې د قضیا الصحابه والتابعین واقاویلهم تر عنوان لاندې کتاب تصنیف کړ. هغه امام، چې یو لک صحیح او دوه لکه غیرصحیح احایث یې یاد وو، هغه ستر امام چې خپل کتاب صحیح البخاري یې تقریبا د ۶ لکو احادیثو غورچاڼ دی او د ـ اصح الکتب بعد کتاب الله ـ لقب یې ګټلی. د اسلامي نړۍ هغه ستر امام، ستر فقیه د تقوا او پرهیزګاري څلی د غیر معمولي حافظي خاوند محمد بن اسماعیل بن ابراهیم البخاري دریا دوم، چې د اسلامي نړۍ لویو علماو موږ ته داسې راپیژندلی:
امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه وایې : خراسان د محمد بن اسماعيل په شان بل نه دی زېږولى
امام ترمذي رحمة الله عليه وایې: ما په تاريخ او د حديثو د سندنو او علتونو په پېژندنه کې تر محمد بن اسماعيل يعني بخاري رحمة الله عليه لوی عالم په عراق او په خراسان کې نه دی لیدلی.
ابو جعفر رحمه الله وايي: يوه ورځ مې له يحيی بن جعفر رحمه الله څخه واورېدل چې ويل يې: که زما په وس پوره وای ما به خپل عمر محمد بن اسماعيل البخاري رحمه الله ته ورکړی وای؛ ځکه چې زما مرګ د يو سړي مرګ دی او د امام بخاري رحمه الله مرګ د علم د مرګ په معنا دی.
نعيم بن حماد رحمه ��لله وايي: محمد بن اسماعيل رحمه الله ددې امت فقيه دی.
مصعب الزهري رحمه الله وايي: امام بخاري رحمه الله زموږ د زماني لوی فقيه او په احاديثو کې د ښه بصيرت څښتن دی.
د محدثينو ستر استاذ أبو بكر محمد بن إسحاق بن خزيمة رحمه الله وايي: تر اسمان لاندې[یعني دزمکي پرسر] ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثوکې تر محمد بن اسماعيل البخاري رحمه الله ښه پوه شخص بل نه دی ليدلی
امام بخاري رحمه الله له دومره لوړ مقام سره هم چا په ټولنه کې نه دی زغملی، د وخت حاکمانو هم ورته دسیسې جوړولي او له دې سره سره د خپل وخت د معاصرو علماو د سترګو خار هم و، په عربي ژبه کې یوه مقوله ده وایې چې: «المعاصرة أصل المنافرة» معاصر وګړي یو بل نه مني، متأسفانه چې دغه ناروغې په علماو کې ډیره زیاته ده، نو له همدې امله ستر امام په خپل کور او کلي کې ځای نه درلود، لنډه کیسه یې په لاندې ډول ده:
د احادیثو ستر امام په بخارا کې څه موده دحدیثوپه تدریس بوخت ؤ ، د ښار امير خالد بن محمد الذهلي چې په سیمه کې د عباسي خلافت نائب وو له امام بخاري سره په دي هیله نرم چلندکول چې صحيح البخاري د ده په قصر کې ور ته تدريس کړي ،خوامام بخاري له دې کار څخه منع وکړه ، او قاصد ته يې وويل چې والي صاحب ته ووايه : زه علم نه خواروم او نه علم د پاچاهانو دروازو ته ور وړم که علم ته څه اړتيا لري نو زما مسجد او کور ته دي راځي . خو که دا خبره يې خوښه نه وي نو بيا خو دى واک لري زما د تدريس مخه دي ونيسي ترڅو د قيامت په ورځ د الله جل جلاله په حضور کې عذر ولرم ،زه خو علم نه شم پټولى.
والي بيا یوقاصد ورته راولېږل چې زما و اولادونو ته يوه ځانګړي تدريسي حلقه جوړه کړه او نور کسان مه ور سره پرېږده ، امام بخاري داهم ونه منله اوپه جواب کې یې ورته وويل : دا جايز نه ده چې زه ځينو ته د حديثو د اورېدلو اجازه ورکړم او ځيني نور بيا ورڅخه منع کړم .
چې په دي سره د بخارا د والي او امام بخاري رحمه الله تر منځ اړيکي ترينګلي شوي او کرکه يې تر منځ پيدا شوه ، خالد د بخارا والي حريث بن ابي الورقاء او نور علماء د امام بخاري په مخالفت کې د ځان ملګري کړل ، هغوی د امام بخاري پر تګلاري او مذهب نيوکې وکړي او والي امام بخاري ته له ښار څخه د وتلو امر وکړ.
بخاري رحمه الله هغوی ته داسي ښيرا وکړه: يا الله ! د دوی په ځانونو ، اولادونو او کورنيو کې په دوی هغه څه و وينه چې دوی يې زما سره د کولو اراده کړي ده . الله جل جلاله د بخاري ښيرا د دوي په حق کې قبوله کړه مياشت لا نه وه تېره شوي ، چې د عباسي خلافت لخوا د بخارا د والي خالد د بندي کولو او په ښار کې يې د رسوا کولو فرمان صادر شو ، خالد پرخرې باندي سپور په ښار کې وګرځول شو، او د مرګ تر مهاله په بندیخانه کې پاته شو ، نورو کسانو چې له ده سره د امام بخاري په ځورونه کې مرسته کړې وه هغوى هم الله جل جلاله د سختو کړاونو او مشکلاتو سره مخ کړل
امام بخاري رحمه الله چې څه مهال د بخارا څخه ولاړ نو د سمرقند خلکو خط ورته راولېږل چې په هغه کې له ده څخه سمرقند ته دورتلو غوښتنه شوي وه ، امام بخاري د سمرقند په لور روان شو ، له سمرقند څخه ٦ ميله دباندي د خرتنک کلى دی ، څه مهال چې بخاري د خرتنک کلي ته ورسېد، هلته يې خپلوان وه او له هغوی سره ميلمه پاته شو، امام بخاري په خرتنک کې وو چې خبر ورته راغى چې په سمرقند کې د ده د ورتلو لکبله د خلکو تر منځ شخړه او جنجال را پيدا شوی دی ځيني کسان د بخاري د ورتلو پلوي کوي او ځيني نور يې بيا د ورتلو سخت مخالفت کوي .
امام بخاري رحمة الله عليه په خرتنک کې څه موده پاتي شو تر څو موضوع ښه روښانه شي، په دي وخت کې امام بخاري ناروغ شو ، د سمرقند لخوا استازي راغلل او له امام بخاري څخه يې غوښتنه کوله چې سمرقند ته ور سره ولاړ شي ، امام بخاري د هغوی بلنه ومنله، موزې يې په پښو کړې لنګوټه يې وتړله او د سپرلۍ پر خوا ور روان شو فقط چې څو قدمه يې د سپرلۍ پر خوا واخستل ملګرو ته يې مخ راواړول اوویې ويل : ما پرېږدئ ضعف را ته پېښ شو هغوی هم پريښود ، يوه شپه يې تر لمانځه وروسته دعاوي وکړي په دعا کې يې دا هم وويل : اللهم أنه قد ضاقت علي الأرض بما رحبت فاقبضني إليك .
ژباړه : يا الله ! مځکه له ډیري پراختيا سره سره پر ما تنګه شوه ته مي روح در قبض کړه .
بيا يې څنګ وواهه لږموده وروسته له خپل رب سره ملاقي شو اوروح یې داعلی علیین پرلوري والوت ، انالله واناالیه راجعون
یوه اړینه یادونه:
ستا ټولنه هم د امام بخاري تر ټولنې په هر لحاظ غوره نه ده، ستا په ټولنه کې به هم د شخصیتونو ترور کیږي، ستا علما او پوهان به ترور کیږي، په هغوی پسې به بد او سپک ویل کیږي، ډول ډول ټاپې به ورباندې لګیږي، ځکه مخکې مې د عربي ژبې مقوله ذکر کړي چې: (المعاصرة اصل المنافرة) د خپل وخت یو عالم بل عالم نه شي زغملای او نه یې زغمي، د مخکې علماو به ستاینې کوي، خو خپل هم عصره عالم بیا نه مني، دا د علماو او پوهانو تر منځ هغه ناروغې ده چې له ډیره وخته ستا ټولنې منلي،
نو، ستا غریب او سپیڅلی مجید قرار به څوک درسره وستایې، بلکې تر هغو به یې غندنه کوي، تر څو چې یې له دې فانې دنیا سترګې پټې شي، له مړینې وروسته به بیا ټول لومړی ویرنې پسې لیکې، په رسمې ډول به یې فاتحي اخیستل کیږي، واټونه او ډګرونه به د قرار پر نامه نومیږي، هر څوک به د قرار د فکر دعوه کوي، چې زه له اولې ورځې ورسره موافق وم، بیا به قرار سترګې پټې کړي وې هیڅ مخالف به په ټول افغانستان کې نه لري
بس دی ملګرو !!!!
راځې چې له هر چا سره د الله لپاره دوستې او دوښمنې وکړو، د دلایلو په رڼا کې ورسره خبرې وکړو، که یې ستاینه نه شو کولی لیږ تر لیږه باید تورونه ورباندې وه نه لګوو، هر افغان خپل ورور وبولو او بیا ورسره ستونزه حل کړو.
د ټولو ملګرو د بریا او سرلوړي په هیله
اکرم غازي.
Salam Alikum Ghazi Sahib,
I do not know what is the issue because I could not find it in your writing, but if there is an issue to be discussed, please talk about it.
You are saying that Mr. Qarar is innocent for what he has done, but I stil do not know what he has done, who blamed him and why, and what it has to do with All The Great Imams?
Please elaborate your arguments in a concise manner, and it make take less than a paragraph…
Thank you very much and best regards.
Mullah Habibullah
تاند سخه هيله كوم جي د تولو نظر ته يو رقم احترام ولري د جا كمينت خفرول او د جا نه خفرول
Dear Mr. Ghazi,
You did not relate the examples and details to the main idea about Majid Qarar.