زه له دوو وختونو ياني لمر څرک او غروب سره لېونۍ مينه لرم، خو تر ټولو زياته وېره مې هم له همدې دوو شېبو ده، ما چې دې نړۍ ته سترګې وغړلې؛ سهار و، د لومړي ځل لپاره مې زرين لمر وليد، ومې خندل، سترګې مې پټې کړې.
که څه هم دا معلومه نه ده چې د ژوند ستورى به په غرمه لوېږي، ماسپښين که ماښام، خو د ژوند وروستۍ ورځ راته د غروب په څېر د خزان وهلې پاڼې غوندې توره او زېړه ښکاري چې د وروستۍ ځل لپاره به د اسمان ننداره کوم او لمر به د يوه زهير بوډا په څېر په خپلو وړانګو زما سترګې را پټوي.
په ژوند کې مې هم دا دوې تجربې کړې، سهار به چې په کلي کې له مخامخ غره زموږ د زموږ د کور پر کړکۍ د لمر وړانګې لګېدې؛ ما به ښوونځي ته خپل کتابونه تيارول او بهر په کوڅه به کې د خپلو همزولو شور ماشور په خپله ځانګړې ژبه ځان ته وربللم .
په همدې شنه سهار به په ډله او منډو منډو ښوونځي ته روان شوو، د لمر وړانګې به د چنارونو او توتو د زړو ونو له څانګو د طلايي مايلو تارونو په څېر ځمکې ته رالوېدلې وې او ماښام ته نږدې به مو چې د کلي په کوڅو کې د پټ پټوني لوبه کوله او په کومه تياره سوړه کې به پټ شوم؛ نو سترګې به مې پټې کړې، لوېدونکى لمر به مې په ذهن کې راووست او د هديرې خواته به مې وکتل.
٢٠١٤ د اکتوبر ٢٥مه