تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده سلیمان بن عبدالعزیز سره په کتنه کې وویل، هماغه راز چې یې د انتخاباتو په کمپاینونو کې ژمنه کړې وه د اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس (اس پي اې) د راپور له مخې دواړو چارواکو د افغانستان او سعودي ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرط وکړې.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سلیمان چې په عین وخت کې د سعودي د صدراعظم مرستیال او دفاع وزیر هم دی، د افغانستان ولسمشر ته هرکلی ووایه او د پاچا ملک عبدالله له لوري یې غرمنۍ ته مېلمه کړ.

په سعودي عربستان کې اصلي واګې د ولیعهد په لاس کې دي ځکه چې ملک عبدالله عموماً ناروغ وي.

د سعودي عربستان رسنۍ وايي چې افغان ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله سره هم د کتنې پروګرام لري..

د سعودي عربستان د ولیعهد له لوري د ولسمشر اشرف غني په ویاړ په مېلمستیا کې شهزاده فیصل بن محمد بم سعود، د سعودي عربستان د استخباراتو عمومي رييس شهزاده خالد بن بندر بن عبدالعزیز، د ښروالیو او کلیوالي چارو وزیر ظهزاده ډاکتر منصور بن عبدالعزیز، د ملي ګارډ وزیر شهزاده متب بن عبدالله بن عبدالعزیز او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

1په همدې حال کې ارګ وايي چې ولسمشر احمدزي سعودي عربستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هیواد له ولیعهد سره په خبرو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو، د اسلامي نړۍ په ستونزو کې د سعودي د رول، د سیمه ییزو همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان په سوله او ثبات کې د سعودي پر نقش، په عربستان کې د افغان کارګرو او سوداګرو د ستونزو او د حج د مراسمو په مهال د افغان حاجیانو د ستونزو د حل کولو په باب خبرې وکړې.

ولسمشر غني له سعودي عربستانه مننه وکړه چې افغان حاجیانو ته تود هرکلی وايي. ده همداراز وویل چې افغانستان له سعودي عربستان سره د پراخو اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.

ده افغان حاجیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر په سعودي کې د افغانستان لپاره د وقف شوې مځکې په باب هم خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د سعودي عربستان ولیعهد افغانستان د اسلامي نړۍ مهم هیواد وباله او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به له هیڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

One thought on “د افغانستان ولسمشر او د سعودي ولیعهد پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې”
  1. نیکې او تاوده سلامونه مو ومنۍ.
    ګرانو که زما پر وړانديز يو څه فکر وکړو خوشخاله بهشم.
    که دغه وياړلې خپرندويه ليکنه مو د تايپ نه وروسته بيا ولوستله اد تټايپ سهوې مو روغې کړې. خوشخالې خو پريږده چې خوشخال ليونی بشم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *