۴۱
هدیره
له لیرې یې راته کتل. لکه سوداګر چې خپل مشتري په نخښه کړی وي. ورپام مې شول خو نه مې ورکتل. د هدیرې په پوټي شوې لار ورو ورو تلم. سوځنده لمر په عذابونکی و. د مور قبر مې وموند. دا ډېر وخت نه وم ورته راغلې. ورته ودرېدم. لمر ځورولم. سیوری نه و. د توت ونې ته مې وکتل. ده ورته ډډه وهلې وه. لا یې هم راته کتل. بیرته مې مخ واړاوه. که ګورم پسې راغی. پلاستیکې سلواغه ورسره وه. زما د مور پر قبر یې اوبه وپاشلې. د خاورو بوی ولټېده. مور مې رایاده شوه چې کله تلم دې په وره کې اوبه راپسې شیندلې . سړي ته مې پیسې ورکړې. وایې خیستې. ترې رهي شوم. په موټر کې چې سپرېدم. ورته ومې کتل. د توت سیوري ته غځېدلی و.
۴۲
ستړیا
ته کار ته، لورکۍ ښوونځي ته ولاړه. يوازې شوم. د سهارنۍ لوښې مې پخلنځي کې کېښودل. ما ویل وروسته به یې مینځم. هوا توده وه. کړکۍ مې خلاصې کړې. دوړې شوې. کړکۍ مې وتړلې، ما ویل وروسته به خونې جارو کوم. پرېوتم. ما ویل ستړې یم یوه سترګه به پټه کړم. لور مې له مکتبه راغله. کیسې یې نه خلاصېدې. غرمه وه. له لاسه مې نه کېدل څه پاخه کړم. د ماښام پاتې ډوډۍ مې ورته توده کړه. غرمه دواړه ویده شو. مازدیګر دې په راتلو وېښه شوم. هیڅ مې نه درلودل. تا له ځان سره مېلمانه راوستي وو. دومره ستړې شوم چې په کړي ارام پوه نه شوم.
۴۳
بابا
له دوو درو کراچي والو تېره شوم. لاره یې راته نیولې وه. غوسه راغله. ما ویل خپله مې بکس اخلم. بابا شاته ولاړ و. په ټيټ غږ یې وویل چې دی مې بکسونه راسره وړی شي. زړه مې پرې وخوږېد. هوکړه مې وکړه. بکسونه یې داسې پورته کړل لکه شل کلن زلمی چې وي. له هوايي ډګره چې یې بکسونه راسره وایستل، زهیر زهیر کېده. لکه نو چې یې وتلی وي. خوا مې ورته بده شوه. له هغو مې ډيرې پیسې ورکړې چې له زړه مې ورته ایستلې وې. پیسې یې واخیستې. منډه یې کړه. نه زهیر و نه ستړی. پوه نه شوم چې پیسو انرژي ورکړه که د بل مشتري د موندلو هیله زوروره وه.
۴۴
سپک درانه
له ښوونځي را روانې وو. ته مو ولیدې. له موټره کوز شوې. ودرېدې. موږ ته دې لار پرېښوده. د نورو سړو غوندې دې لاندې باندې نه راته کتل. خوی مې دې خوښ شو. له تا چې تېر شو، ومې ستایلې. دې ته غوسه ورغله. ویل یې هسې مغروره سړی دی. په اسمانو کې ګرځي. نه مې منله خو شک یې زړه ته راواچاوه. ورو ورو مې بد درڅخه راغلل.موږ ته دې نه کتل. مغرور راښکاره شوې.
کلونه تېر شول. له دې سره دې واده کړی. دا دې په صفت نه مړیږي. وایي دروند سړی یې. نور خلک دې هم ستايي. زه نه پوهېږم، کله ځان ساده راته ښکاري کله دا سپکه چې د خپلولو لپاره یې ماته سپک کړی وې.
۴۵
پام
ویل یې اوبه باید په اور واېشي. په برق اېشېدلې اوبه پخې نه وي. ګاز خلاص شوی و. لرګو ژر اور وانه خیست. سړی غوسه شو. له کوره ووت. هغه ورځ تر ماخوستنه راستون نه شو. زه ورته منتظره وم. چې راغی ډوډۍ مې راوړه. سخته وږې وم. ده خبرې نه کولې. ډوډۍ یې هم نه خوړه. وروسته پوه شوم چې دباندې یې خوړلې وه. ما هم دسترخوان ټول کړ. وږې وېده شوم. څو ورځې وروسته یې نصیحت راته کاوه. لکه د یوه کوچني غوږ چې خلاصوي. ویل یې زه پرې پام نه کوم. له ښځې سره نه ښايي.
۴۶
ارمان
شهزاده مې باله. هسکه غاړه به روان و. اتامونه چې به مې ورته اچول نور به وډار شول. دی به مخته مخته کېده. غرور یې درلور او ډار یې نه پېژاند. د ورور د واده په ورځ یې شهزاده د ناوې پښو ته حلال کړ. ډيرې نارې مې ووهلې خو چا راسره ونه منله. خوښي وه. سندرې وې، اتڼونه وو. زه غلې شوم. له ورېندارې مې کرکه وشوه. له وروره هم لیرې شوم. ډيرو به ویل ورېندارانې چې راشي ایندرندې ورسره بخیلانې شي. فکر کوي ورور یې ورڅخه جلا کړی. خو دوی نه پوهیږي شهزاده مې ارمان دی.
۴۷
یخ
اور مړ شوی و. سکروټې سړې وې. خو په تناره کې لا دومره ګرمي وه چې لاس مې پرې تودېده. ورته ومې ونیو. خوښي مې احساسوله. له کلونو وروسته راغلی و. منتظره وم. په مېلمستون کې یې لیدو ته ډير راغلي وو. حیرانه شوم. بیخي رانه غی. شپه یې هم له مېلمنو سره وکړه. سهار مې هم ونه لید. غرمنۍ یې له هغو سره وخوړه. مازدیګر په چکر ورسره ونو ته لاړ. ماخوستن مې ولید. خوله مې له خندا نه سره ټولېده. روغبړ یې وکړ. پرېووت. لکه د تناره مړ شوی اور. زما یخ وشو.
۴۸
ګټه
په کتار کې ودرېدم. ګڼه ګوڼه وه. تر مخ مې سپين سارې ولاړه وه. مخ یې راواړاوه. کښته پورته یې راته وکتل.
– لورې سبق دې ویلی؟
سر مې وښوراوه. ځواب مې هو و. مخ یې واړاوه. تر ځان مخته ښځې ته یې په غوږ کې څه وویل. هغې هم راته وکتل. بیا یې له ځانه مخته ښځې ته څه وویل. هغې هم راته وکتل. ونه پوهېدم څه خبره ده. شاته مې وکتل. شاته مې پيغله ولاړه وه. هغې وپوښتلم:
– سبق دې ویلی؟
– هو خو ولې یې ټول پوښتنه کوئ؟
د کتار له سره مېرمن راغله. ما ته یې وویل:
– زویه هغه سم سړی یې کوم یو دی چې رایه ورکړو؟
هغه نورې هم راټولې شوې. کارډ کې مې د خپلې خوښې کاندید وروښود. د تعلیم ګټه رامعلومه شوه.
49
سړی
ورپام مې شو. هلک د خځلو په منځ کې ولاړ و. دې بوجۍ نیولې وه. په پړوني یې پوزه پټه کړې وه. بوی به په عذابوله. مخامخ د تړلي دوکان مخته ناست سړي ورته کتل. په دوو پښو ناست و. سېګرېټ یې څکاوه. ورپورته شو. نجلۍ ته نژدې ودرېد. څه یې ورته وویل. ما نه اورېدل. د خځلو له منځه هلک سر پورته کړ. دوی ته یې وکتل. سړی په شونډو کې موسک شو. یوه پایڅه یې پورته کړه. ماشومان رهي شول. ده ورپسې کتل. لاره لکه چې خلاصه شوه زموږ موټر وخوځېد.
۵۰
همکار
د دفتر مشر راته وویل زه باید ورسره خبرې وکړم. سخته وه. څه ډول مې ورته ويلي وای. راومې غوښته. سترګې یې خندانې وې. پړونی یې سم کړ، مخامخ راته کښېناسته، نه مې شوای ورته کتلی، خو خبره مې کړه:
– وبخښه دفتر پرېکړه کړې چې له تا سره بل قرارداد ونه کړي.
– نو زه به بې قرارداده کار کوم؟
– نه نور به کار نه کوې؟
په سترګو کې یې اوښکه ورغړېده. پورته شوه. دلیل یې ونه پوښت. څو میاشتې وروسته د دفتر مشر راته وویل:
– په هغې پسې یې هسې تور پورې کړی و، ملامت یې همکار و.