افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو د قطر ملي شپاړلس کلنې لوبډلې ته د نهو ویکټو په تفاوت سره ماتې ورکړه
په قطر کې د شپاړلس کلنو په آسیایي سیالیو کې نن د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې په خپله دریمه سیالۍ کې د قطر ملي شپاړلس کلنې لوبډلې ته په خپل کور کې د نهو ویکټو په تفاوت سره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د قطر لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ تر ۴۰ اوور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان شپاړلس کلنو لوبډلې ته د ۶۴ منډو هدف ورکړ. د افغان شپاړلس کلنو توپ اچونکو له لوري محمد صابر ۳، قیس ۳ او عصمت د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
افغان شپاړلس کلنو توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۷ اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره بشپړ کړ. قیس او محمد صابر د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټول افغان ملت ته د ملي شپاړلس کلنې لوبډلې دریمې بریا مبارکي ووییله. نوموړي ووییل چې زموږ تنکي شپاړلس کلن ځوانان د سیالیو له پیل څخه تر ننه د سیالیو جدول په سر کې ځای لري. ددغو تنکیو ځوانانو وړتیاو د نړیوالو پاملرنه خپل لوري ته را جلب کړې ده او دا یې په ډاګه کړې ده چې په افغانستان کې د کرکټ استعدادونه خورا لوړ دي او په دغه هیواد کې د کرکټ راتلونکی خورا روښانه دی.
ټاکل شوې د افغانستان ملي شپاړلس کلنه لوبډله خپله وروستۍ سیالي د اکتوبر په ۲۸ نیټه د هانګ کانګ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.