افغانستان-خوست
ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر
نېټه :٤-٨-١٣٩٣
په دې وروستيو کې دخوست ولايت د ګربز ولسوالۍ ته د شمالي وزيرستان څخه د ٣٥٠٠ په شميره نوې کورنۍ راکډه او په بېلابېلو سيمو کې ميشته شوي دي.
د کډوالو دغه کورنۍ په داسې حال کې خوست ولايت ته را کډه کيږي چې د ژمي سوړ موسم را روان دى او په خوست ولايت کې ټول ميشت کډوال عاجلو ژمنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
د خوست ولايت مقام دعامه اړيکو مسوول بريالى روان وايي چې په خوست کې د ټولو ثبت او راجستر کډوالو کورنيو شميره (٢٥٣٨٣) کورنيو ته رسيدلې خو لاهم دغه ولايت ته د شمالي وزيرستان څخه کډوال را روان دي ، نوموړى وايي چې په دې وروستيو څو ورځو کې د ٣٥٠٠ په شميره نورې نوې کورنۍ دغه ولايت ته راغلي دي.
بريالى روان وايي خوست ولايتي ادارې راغليو کډوالو ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې خپل تلاشونه نور هم زيات کړي او دغه ولايت ته د راغليو کډوالو لپاره يې دعاجلو بشري مرستو لکه د ژمنيو توکو ،خوراکي او غير خوراکي موادو شته ضرورتونه ،دصحت او معارف په برخه کې اساسي غوښتنې يې مرکزي ادارو او مرستندويه ټولنو سره شريکې کړې دي.
بريالى روان زياتوي چې ولايت مقام له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو غواړي چې د ژمي تر رارسيدو وړاندې له راغليو کډوالو سره د هغه توکو او موادو مرسته وکړي چې کډوال ورته په عاجله توګه اړتيا لري.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې خوست ولايت مقام د هېواد د ولسمشرجلالتماب ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د هدايت سره سم په هره برخه کې ټولې اساسي غوښتنې او اړتياوې اړونده وزارتونو ته يوځل بيا په رسمي توګه وړاندې کړې دي ،تمه ده چې شويو غوښتنو ته به مثبت ځواب وويل شي.
واکمن