سید اصغر هاشمي

سیداصغر هاشمي –

ميرزاخان انصاري د پښتو يو ستر صوفي شاعر دى، چې د بايزيد انصاري د مسلک يو کلک غړى و.

د هغه دېوان په افغانستان کې د کابل ټولنې له خوا او پېښور کې ښاغلي همېش خليل او پښتو اکاډمۍ چاپ کړى دى ميرزاخان انصاري د نورالدين زوى او د بايزيد انصاري لمسى او لا روى وو، داخبره ډېره واضحه ده چې په پښتو شاعرۍ کې د تصوف او وحدت الوجود باقاعده ابتداء روښانيانو کړې ده او بيا په روښانيانو شاعرانو کې ميرزاخان د ټولو نه اهم شاعر دى، چې د پير روښان پيروي کې يې د وحدت الوجود فلسفه او نظريه په خپله شاعرۍ کې خپره کړې ده او کلک منونکي يې وو.

ميرزاخان انصاري دويم صاحب دېوان شاعر دى، له دې نه مخکې ارزاني خوېشکي دېوان ترتيب کړى وه چې هغه هم د پير روښان د ادبي مکتب پيرو و، د ميرزا شاعري پښتو ادب ته يوه غټه زېرمه ده چې زموږ د کلاسيکې شاعرۍ بنياد دى، په شعر او شاعرۍ کې د بحر او وزن مسئله د لومړي ځل لپاره ميرزاخان انصاري رامنځته کړه او له دې نه مخکې هيڅ يو شاعر په پښتو ادب تاريخ کې د شعر په څپو او سېلابونو باندې کار نه و کړى، د هغه د شاعرۍ غټ خصوصيات او ځانګړتياوې په لاندې توګه دي:

١: تصوف( Mysticism) ميرزاخان انصاري د پښتو شاعرۍ د تصوف باريکو لارو سره اشنا کړې ده دې نه وړاندې د ارزاني خوېشکي په شاعرۍ کې د تصوف اثرات وو،خو ميرزاخان انصاري په منظمه توګه پښتو شاعرۍ کې د تصوف خواږه را ګډ کړي او دغه شان دا د ميرزا د شاعرۍ يوه ښکاره خصوصيت جوړ شو.

په تصوف کې هم ميرزا د وحدت الوجود د نظريې قايل دى چې له دېنه وړاندې په پښتو شاعرۍ کې روايت ډېر کمزورى دى.

٢: بحر او وزن( Rythum) د ميرزاخان د شاعرۍ يو خصوصيت دا دى چې په لومړي ځل يې پښتو شاعرۍ کې متنوع او رنګارنګ بحرونه او وزنونه متعارف کړل، له دې نه وړاندې په پښتو شاعرۍ کې ولسي شاعري او ملي اوزان موجود وو او په هم دغه وزنونو کې به شاعري کېدله د روښاني ډلې په شاعرانو کې ميرزا لومړنى سړى وو چې پښتو شاعري يې د ملي اوزانو را وويسته او د يو وزن نه پرته يې په نورو متنوع او رنګا رنګ وزنونو کې شاعري وکړه ،نو ځکه خوشحال خان د ميرزا په باره کې وايي:

له چا نه په پښتو کې ما ميزان لېدلى نه دى
ميرزا په دا زبان کې وېل کړي دي تللى

٣: ژبې بيان( Diction) مېرزا نه وړاندې د پښتو شاعرۍ ژبه او انداز هم ډېر پېچېده او مصنوعي وو، نامانوس ټکي ژبه مشکله او د علمي اصطلاحاتو بوج د پښتو شاعرۍ په نازکه ملا پروت وو، ميرزاخان انصاري په لومړي ځل پښتو ژبه په روانه پېرايه او اسان انداز کې شاعري وکړه اودغه شان يې پښتو شاعرۍ دا خصوصيت په ډېرو وروستنيو شاعرانو هم اثر وکړو تر دې چې د رحمن بابا د شاعرۍ سادګې هم د ميرزاانصاري نه متاثره ښکاري.

د هغه د شاعرۍ دې خاصيت د هغه شاعرۍ ته ډېر لوى مقام او اهميت بخښلى دى او د دې اصلي وجه دا ده چې د تصوف او حقيقت غوندې د اسرارو او رمزونو نه ډکې خبرې او ګرانې مسئلې هم دومره په ساده او اسانه ژبه کې وي.

چې شاعرته ډېره اسانه ښکاره شي او د لوستونکو ذهنونو سره يې هم اهنګي ډېره په ښه طريقه پيدا شي د دغه قسمه شاعرۍ د مثال د پاره څو شعرونه د نمونې په ډول وړاندې کوو:

که يې ووينې په ځېر
دا د دواړه کونه مير
په وحدت کې يګانه دى
بې شريکه بې نظير
کثرتي لښکريې جوړ کړ
که بادشاه ګهي وزير
د ږغ رويه د هر کښت وو
هم دهر حيون اهير
چې نظر مې په محبوب شي
زړه مې ووت له تدبير
نور عالم په خپله لار ځي
زه يې بېل کړم له بهير
د استاد کلام ريښتيا دى
صحبت نه وي بې تاثير
چې د عشق په لومه کښېوت
بندي سخت دى له زنځير
محبت دده زندان شي
زړه يې لوى کاله سرير
څو ځوانان يې رسېده کړه
کل ځواني دې له دې پېر
خلق طمع د بادشاه کا
پاچا خواست کاله فقير
ميرزا امن هغو بياموند
چې هوا يې کړه اسير

ميرزا انصاري نه وړاندې په پښتو کې يو شاعر ملا ارزاني خو ېشکي دى چې دېوان يې موجود دى خو د هغه غزل په فني لحاظ ډېرې خامۍ او کمزوري لري دې نه وړاندې د پټې خزانې د شاعرانو دور دى چې پکې غزل ډېر کم ليکل شوى دى د غزل لومړنى شاعر اکبر زمينداور دى چې صرف يو څو غزلې يې موجودې دي، ميرزاخان انصاري د پښتو لومړنى صاحب دېوان شاعر دى چې په شاعرۍ کې يې د اکبر زمينداوري او ارزني خوېشکي نه ډېره زياته تنوع او رنګارنګي وي د هغه دېوان ته په پښتو شاعرۍ کې يو لوى اهميت حاصل دى ځکه چې د پښتو د کلاسيکې شاعرۍ يو ډېر ښه بنياد يې اېښى دى، د ميرزا ټوله شاعري په غزل مشتمله ده، ځکه د هغه د شاعرانه مقام د تصنيف په وخت صرف د غزل په حواله تبصره کېدلاى شي.ميرزا د روښاني ډلې سړى وو او د پېر روښان لوى متصوف او وحدت الوجودي وو.ځکه تصوف د ميرزا د ژوند جز وو د هغه کلام کې بې له تصوف بله موضوع نه شته پښتو غزل کې مستقلا که چا د تصوف خبرې کړي دې نو هغه ميرزاخان انصاري دى.ميرزا نه وروسته په صحيحه معنا د پښتو غزل دور شروع کېږي، د ميرزاخان انصاري د غزلياتو دېوان د پښتو د غزل صنف کې هغه لومړنى مثال دى چې د غزل ورشوګانې پرې تاندې دي ، پاکيزګي، سنجيدګي، وقار او جوش د ميرزاخان انصاري د غزل مخصوص صفتونه دي.

د غزل په ژبه کې چې کوم د تصوف نازک مسائل ميرزا حل کړي دي هغه د پښتو شاعرۍ لومړني دور کې نوي هم دي او ډېر اهميت هم لري.د ميرزا د غزل بنيادي موضوع تصوف او وحدت الوجود ده خو اصل خبره دده شاعرانه کمال دى ځکه چې د تصوف او وحدت الوجود خبرې خو نورو شاعرانو هم کړي دي چې د ميرزاخان نه پکې وړاندې هم شته او وروستني هم خو په کومه ښايسته طريقه چې ميرزا خان انصاري کړې دي ډېر کم شاعران به يې دغسې وکړى شي او بيا غټ مشکل هم دا دى چې يو خو د ميرزاخان نه وړاندې د غزل روايت هم ډېر کمزورى وو او بل د تصوف او وحدت الوجود غوندې پېچېده مضمون د غزل په نازکه پېرايه کې وړاندې کول لا مشکل کار دى، خو ميرزاخان ددغه مشکل نه هم ډېر په اسانه تېر شوى دى او د خپل غزل تغزل يې هم برقرار ساتلى دى([1])

يادونه: سربېره پر يادو نوښتګرو نور داسې ادبي سرلاري هم شته چې پښتو ژبې لپاره يې نوښتي کارونه کړي دي چې راتلونکې کې به پرې کار وکړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *