یو کس څلور زامن لرل، غوښتل یې دا ورته په ډاګه کړي چي د یو چا د خوی په اړه پرېکړه کي تلوار ونکړي. ددې خبري د ثبوتولو لپاره هغه و ګڼل، چي خپل زامن یو سفر ته و لیږي او هغوی یې یوې لیري سیمه کي د (امرودو) د یوې وني د لیدلو لپاره ولیږل. یو وخت یې یو زوی و لیږه، ورته و یې ویل ولاړ سه! هغه ونه وګوره او حال یې راوړه.  په دې ترتیب د ټولو سفرونه پیل سوه.

لومړی زوی د یخ په موسم کي ولاړ، دوهم په پسرلي کي، دریم د اوړي په موسم او تر ټولو کوچنی په مني (خزان) کي د وني د لیدني سفر وکړ.

کله چي ټول له خپلو سفرونو را ستانه سوه، سړي څلور واړه زامن را وبلل او له هر یوه یې بیل بیل د هغه د سفر او د وني کیسه و پوښتل.

لومړی زوی یې چي د ژمي په موسم کي د وني لیدو ته تللی وو، وویل: ونه ډیر بد رنګه، وچه او شنډه وه. دوهم وویل: یا هغه خو سمسوره وه او له زرغونو پاڼو ډکه وه. دریم زوی د دواړو خلاف خبره وکړه، ویل: ونه له ګلونو ډکه وه، خوشبويي یې تر لیرلیري رسیده او داسي یو منظر چي ما تر دې وړاندي هیڅ کله نه وو لیدلی. تر ټولو کوچني زوی د خپلو دریو وروڼو خبري رد کړې ویل: ما چي ولیده هغه ونه په میوو داسي بار وه چي ښاخونه یې مځکي ته را کاږه سوي وه.

ددې هر څه اوریدلو وروسته هغه سړي و خندل او خپلو  زامنو ته یې و کتل او و یې ویل: ستاسو نه یو هم غلط نه وايي، د هر یوه خبره پر خپل ځای سمه ده.

زامنو چي د پلار خبره واوریده حیران سوه، چي دا څنګه ممکنه ده؟

پلار خپلو خبرو ته دوام ورکړ: تاسو د هیڅ وني یا کس په اړه کومه حتمي پرېکړه نسي کولای، چي تاسو هغه یوازي په یو موسم او یا یو حالت کي لیدلی وي.

د یو چا پېژندلو لپاره یو څه وخت مهم دی. انسان یو وخت په یوه حالت کي وي بل وخت په بل کیفیت کی.

که تاسو ونه په ژمي کي ولیده، ددې مانا دا نده، چي هغه هیڅکله میوه نه نیسي. همداسي که یو کس تاسو د غوصې په حالت کي ګوری، دا مانا نلري چي هغه بد دی.

هیڅ لکه د چا په اړه په چټکۍ پرېکړه مه کوئ، څو چي مو هغه ښه پېژندلی او ارزولی نه وي.

یو څوک هغه وخت ښه پېژندل کیږي یا معلومیږي چي ټول موسمونه ورباندی واوړي. که تاسو د یخنۍ په موسم کي اټکل کوی او تنیجه اخلی، نو د ګرمۍ د سرسبزۍ، د پسرلي د ښکلاګانو او د ژوند له رنګونو او خوندونو به بې برخي یاست.

یوازي د یوه غم او خواشنۍ لپاره د خپل ټول عمر خوښۍ مه قرباني کوئ.

د ژوند یو بد موسم ته په کتو د نور ژوند دروازې مه تړئ.

0 thoughts on “یو څه وخت ورکول مهم دی!/ ژ: احمدشاه پاڅون”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *