تاند- ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې خپل فوق العاده استازی احمدضیا مسعود ته خپل دفتر وروښود.

احمد ضیا مسعود یوازینی کس و چې اشربف غني احمدزي تر دوهم پړاو انتخاباتو مخکې د اجرايي چارو د چوکۍ ژمنه ورکړې وه خو وروسته چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د انتخاباتو پر پایلو اعتراض وکړ او انتخاباتي جنجال رامنځته شو د اجرايي چارو د ریاست چوکۍ عبدالله عبدالله ته ورسېده.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې له خپل فوق العاده استازي احمدضیا مسعود سره د هغه تر نوي دفتره پورې ملګرتیا وکړه او هغه یې په رسمي ډول معرفي کړ.

ښاغلي احمدزي په دغو مراسمو کې د ښاغلي احمدضیا مسعود نیکو صفاتو ته په اشارې وویل: ” د ښاغلي احمدضیا مسعود شخصیت، اراده او هغه برنامه چې نوموړی یې د یو ثبات لرونکي، سوکاله او سوله ییز افغانستان لپاره لري، د افغانستان د خلکو د افتخار او امید سبب دی.”

1ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي، ښاغلي احمدضیا مسعود ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي احمدضیا مسعود په ده باندې د ولسمشر احمدزي د باور له امله مننه وکړه، ویې ویل: ” هیله لرم چې د یو او بل په همکارۍ وکولای شو د یو ثبات لرونکي، امن او سوکاله افغانستان د رامنځته کولو په لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو او د افغانستان د خلکو هغه هیلې چې تل یې د یوه ښه ژوند تمه او انتظار درلود، ترسره او په حقیقت بدلې کړو.»

څرګنده نه ده چې ښاغلی مسعود څومره صلاحیت لري او د کار حدود یې څومره دي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په نوم کوم اورګان د افغانستان په اساسي قانون کې نه دی ذکر شوی او ځکه هم د مستقلو اورګانونو، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ د مشرانو په شان د ولسي جرګې تایید ته اړتیا نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *