تاند- د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو په ملاتړ د عراق د شیعه حکومت د پوځیانو د عملیاتو په نتیجه کې جرف الصخر ښارګی د اسلامي دولت د وسله والو سخت دریځو له ولکې وایستل شو.

دا ښار د بغداد د جنوب لوېدیځ په ۶۵ کیلومترۍ کې دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څو امنیتي چارواکو په قول، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، ویلي چې د شنبې په ورځ کربلا ته نژدې د اسلامي دولت د ځواکونو او د عراق د پوځ په نښتو کې د ایران د سپاه پاسداران قومندان قاسم سلیماني او د عراق د بدر لښکر قومندان هادي امیري په خپله ګډون درلود. ( په عکس کې دواړه لیدل کېږي)

امیري ډېر کلونه د ایران په سپه پاسداران کې قومندان پاتې شوی او ښځه یې ایرانۍ ده.

هغو امنیتي چارواکو، چې دا معلومات یې واشنګټن پوسټ ته سپارلي، ویلي:«زموږ جنګیالي دې له هرې خوا راشي، د ټولو هدف یو دی او هغه د کربلا ژغورل.»

تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې کربلا ورته سره کرښه ده او که د اسلامي دولت سخت دریځي د شیعه ګانو پر دغه سپېڅلي ښار حمله وکړي، ایران به خامخا عکس العمل وښيي.

د شنبې د ورځې د جګړو په نتیجه کې جرف الصخر ښار د اسلامي دولت د جنګیالیو له کنټروله ووت. دا ښار د کربلا لپاره خورا ستراتیژیک اهمیت لري. شیعه ګان هر کالل د امام حسین د شهادت د تلین د لمانځلو لپاره کربلا ته تر تګ مخکې په جرف الصخر کې راټولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *