د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.

الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.

خوږه ژبه

الله تعالی له خپل امت سره د نرمۍ کولو په باره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي دی: {وَلَوْ کنتَ فظّا غلیظ القلب لاانفضوا من حولک} : که ته له خپل امت سره ستغ ژبی او کلک زړی وای، نو دوی به له تا څخه خواره شوي او تښتیدلي وای. دا ستا پسته، خوږه ژبه او نرم مهربانه زړه دی چې دوی درباندې راټول دي او ستا غږ ته غوږ ږدي.

ټولې ښیګڼې

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: «چاته چې نرمه او پسته ژبه او مهربانه زړه ورکول شوی دی، هغه ته ټول خیر او ښیګڼه ورکول شوې ده؛ او څوک چې ورڅخه محروم دي، هغه له هرڅه څخه بې برخې او محروم دي»

امیر او رعیت

عمر بن عبدالعزیر له سالم او محمد دواړو څخه سلا وغوښتله.

سالم ورته وویل چې د رعیت وګړي پلار، ورور او زوی وګڼه: له پلار سره ښیګڼه کوه، له ورور سره مینه ساته او پر زوی رحم کوه.

محمد بن کعب ورته وویل: له وګړو سره داسې مینه کوه او داسې ښیګڼه یې غواړه لکه د خپل ځان ښیګڼه چې غواړې او هغه څه د وګړو له پاره بد وګڼه چې خپل ځان ته یې بد ګڼې.

(سالم د عبدالله زوی د عمر رضی الله عنه لمسی او محمد د کعب قرظي زوی دواړه تابعیان دي)

باور

عمر رضی الله عنه ویلي دي: زه نه غولوونکی یم او نه کوم غولوونکی ما غولولای شي

د لوی زړه خاوند

یو سړي عمرو د عاص زوی ته – په داسې حال کې چې عمرو خطبه لوستله – وویل : ای امیره! ستا مور څوک ده؟

عمر خطبه ولوستله او بیا یې هغه سړي ته وویل: زما مور نابغه د عبدالله لور ده چې د عربو په جګړو کې اسیره شوه او بیا د عُکاظ په بازار کې پلورل کیدله، نو عبدالله د جدعان زوی عاص د وایل زوی ته وپیرله، بیا هغې زه وزیږولم. اوس که پر دې معلوماتو تاته چا څه منلي وي، ورشه! ورڅخه یې واخله.

ريښتیا

معاویه رضی الله عنه له احنف بن قیس څخه د یزید د خلیفه کولو په باره کې سلا وغوښتله. احنف چوپ او ساکت پاتې شو. معاویه ورته وویل: ولې څه نه وایې؟

احنف ورته وویل: که درته ریښتیا ووایم نو ته خفه کېږې او که درته دروغ ووایم نو الله تعالی راڅخه ناخوښی کیږي. نو د امیر المؤمنین خوابدي راته د الله له ناخوښۍ څخه اسانه ښکاره شوه.

معاویه ورته وویل: ریښتیا دې وویل.

————————-

لومړۍ برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *